کله چې په کانکریټي عنصر کې حجمي بدلون رامنځته شي نو درزونه رامنځته کیږي چې د کانکریټو د تجزیه کیدو باعث کېږي. نفوذ پذیري یا (د مادې هغه خاصیت چې اوبه او نور مایعات کولای شي په اسانی سره د مادې داخلي جوړښت ته ننوزي. ) هغه کمک کوونکی فکتور دی چې حجمي بدلون رامنځته کوي. د اوبو/سیمنټو نسبت زیاتیدل د نفوذ پذیري زیاتیدو لپاره اساسي علت شمیرل کیږي. ځکه نو د اوبو/سیمنټو نسبت زیاتول —- نفوذ پذیري —- حجمي بدلون —- درز —- تجزیه کیدنه —- او د کانکریټو تخریب په کانکریټو کې یوه دوراني پروسه ده،  نو د دوام داره کانکریټو لپاره د اوبو/سیمنټو نسبت ممکنه کوچنی قیمت استعمال د بنیادي ضرورتونو څخه ده څو یو متراکم او داسی کانکریټ چې اوبه او نوره مایعات په کې نفوذ ونه کړي، تولید کړو.

د کانکریټو په کوچني یا ذره بیني جوړښت کې هغه وخت فوق العاده بدلون رامنځته کیږي. کله چې د اوبو/سیمنټو نسبت کې کموالی یا زیاتوالی رامنځته شي. د کموالي په صورت کې نفوذ پذیري داسې یو سرحد ته کمیږي چې اوبه کانکریټو ته نه ننوځي. دا په د معنی نه ده چې نوموړي جوړښت کې یو بل سره وصل شوي ویښته ډوله د درزونو شبکه شتون نه لري بلکه دا ويښته ډوله یا ډیرباریک درزونه دومره نري دي چې اوبه پکې جریان نشي موندلای. کله چې دا ډول کانکریټ د کلورایډ ایون نفوذ پذیري لپاره ټیسټ کیږي دا په ګوته کیږي چې د کلورایډ ایون په کانکریټو کې ۱۰ الی ۵۰ ځله نسبت هغه کانکریټو ته چې د اوبو/سیمینټو نسبت یې زیات وي ، کم نفوذ کوي.

دا ثابته شوي چې پرته له کوم شک نه هغه کانکریټ چې د اوبو/سیمینټو نسبت یې کم وي ، نسبت  کاربونیشن یا (هغه محلول چې د کاربن دای اکساید ګاز پکې حل شوی وي )، بهرنی کیمیاوی حملې او نوره مضر یا تخریبي اغیزې چې د کانکریټو دوام کموي ، ته کم حساسه  یا اسیب پذیره وي.

دا راپور ورکړل شوی چې کوم کانکریټ د اوبو/سیمینټو نسبت یې کم وي ، هیڅ امکان نلري  ترڅو هغه فولادي سیخان چې ساتل شوي نه وي، زنګ ووهي په داسې یو ټیسټ کې چې د زنګ وهنې لپاره اجرا کیږي.  له دې نه ښکاري چې ددې لپاره چې فولادي تقویه کوونکي سیخان زنګ ونه وهي، تر ټولو بهترینه لاره دا ده چې د اوبو/سیمینټو نسبت را کم کړو او کافي کانکریټي  پوښ ورکړو، نسبت دې ته چې د اوبو/سیمنټو نسبت زیات کړو او فولادي سیخان د اپوکسی (Epoxy) یا نوره پولي میري موادو په واسطه پوښ کړو.

د اوبو/سیمینټو نسبت کموالی ښه والی د کانکریټو دوام لپاره په ټولو پړاونو او ډولونو کې ثابتیدای شي. اما په حقیقي عملي برخه کې ډیرو کلونو نه ورسته دا جوته شوي چې تقریبا دا ناممکنه ده ترڅو د اوبو/سیمنټو نسبت له 0.4 څخه راټیټ کړو.  تیرو ۲۰ کالونو را پدې خوا دا حالت په هند کې د سوپر پلاسټیزایر ( Superplasticizer) یا اوبه کمونکي کیمیاوي مخلوط په استعمال سره بدل شوی. د نوموړي کیمیاوي مخلوط استعمال او ګټه اخستنه په ساینس او هنر کې د دوامداره کانکریټ تیارولو داسې چې په ډیر شدت سره د اوبو/سیمنټو نسبت راکموي ،  یو پاڅون یا انقلاب رامنځته کړی.  نوي  Superplasticizer دومره ګټور دي چې کولای شو بهیدونکي یا رقیق کانکریټ په داسې حال کې چې د اوبو/سیمنټو نسبت یې 0.25 یا هم حتی 0.20 پورې راټیټه شي ، تولید کړو.

دا کیمیاوي پرمختګ د Silica fume  او نوره فرعي سمنټي توکي لکه Fly ash  په استعمالولو سره دا ممکنه کړي ترڅو لوړ مقاومت لرونکي کانکریټو یوه نوي کورنی چې په عمومي ډول ورته لوړ- کار ورکونکی کانکریټ کوم چې دوامداره وي ، تولید شي.

په اکثره نوي  پورته ذکر شوي کانکریټو کې چې د اوبو/سیمنټو نسبت یې کم وي ، ددې لپاره چې د سیمینټو ټول ذرات په مکمل ډول Hydrate شي ، کافي اوبه شتون نه لري. هغه اوبه چې شتون لري یواځې د سیمینټو ذراتو سطحه Hydrate کوي یا هغه ذرات چې سطحې ته نږدې قرار لري. او زیات مقدار نوره  Un-hydrated  سیمنټ ذرات پاتې کیږي   چې ډیر مهم رول د مقاومت په ساتلو کې ادا کوي. مثلا که چیرې په هر علت ساختماني یا محیطي ، کانکریټ درز وکړي، هرڅومره زر چې اوبه یا رطوبت د نوموړي درزونو له طریقه نفوذ وکړي Un-hydrated سیمنټو ذرات په hydrate کیدو باندې پيل کوي، دا ویل کیږي چې Un-hydrated  د سیمینټو ذرات په خپله احتمالي درملنه یا رغونه اجرا کوي ترڅو د کانکریټو دوام ښه والی پیدا کړي.

نوټ: hydrate یا Hydration یوه کیمیاوي پروسه یا تعامل څخه عبارت ده کوم کې چې د سیمینټو ذرات یا مالیکولونه یا ترکیبونه د اوبو له مالیکلونو سره تعامل کوي او سره نښلي.

نور معلومات په راتلونکي کې

One thought on “د کانکریټو دوام | ژباړه: رحیم الله حبیب زی”
  1. د کانکریټو دوام باندې ډیر فکتورونه اغیزه لري. دې ژباړه کې یواځې د اوبو/سمنټو نسبت ته کتنه شوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *