تاند: څو شیبې وړاندې د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان او پر لیکه شوې.
د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی و چې د کانکور ازموینې پایلې به نن چهار شنبه د ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۱۹مه اعلانوي.
لوړو زده کړو وزارت ویلي، سږ کال ۲۰۰ زره زده کوونکو د کانکور ازموینه ورکړې ده چې له دې منځه به ۸۰ زره کسان د لوړو زده کړو دولتي پوهنتونو ته نیول شوي او ۴۵ نور یې د نیمه لوړو زده کړو ادارو ته ورکړي دي.
مسوولان دغه راز وایي، سږ کال یې ۱۲۶۵۹۶ نوي فارغ شوي زده کوونکي خصوصي پوهنتونو ته معرفي کوي تر څو هغوی سره په ځانګړي تخفیف خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د کانکور د پایلو کتلو لپاره د ازموینو د کمېټې دغه لېنک کېکاږئ:
http://www.kankor1398.com/?fbclid=IwAR3kdNME7p3XRxOLiNT3b22bhbr77OrbEN4xN9AGwl8_fwS2j-XuvrEWuZY

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *