تاند- د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وویل چې د کانکور د ازموینې پر ځای دې د لېسو د وروستیو درو کلونو د لوړو نومرو پر اساس پوهنتونونو ته زده کوونکي جذب شي.

ولسي جرګې پرون د لوړو زده کړو وزیر د دې لپاره وربللی و چې ولي د کانکور په ازموینه کې له ۲ لکه ۳۰ زره زده کوونکو څخه، چې په ازموینه کې یې ګډون کړی و، ۱۲۰ زره پوهنتونونو او د ښوونکو د روزنې موسسو ته بریالي شوي دي.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د وکیلانو پوښتنو ته د ځواب ویلو په مهال وویل چې کانکور ستونزه نه شي حل کولی ځکه چې پوهنتونونو ته د متقاضیانو شمېر زیات دی او د پوهنتونونو د جذب امکان لږ.

ښاغلي عبید وویل چې یو کال وروسته به د پوهنتونونو د جذب امکان په کال کې ۱۱۰ زرو ته لوړ شي خو د کانکور په ازموینه کې د برخوالو زده کوونکو شمېر به څلور لکو ته زیات شي.

د حامد کرزي په حکومت کې، چې نور په ختمېدو دی، د کانکور په ازموینه کې د یوې دقیقې محاسبې پراساس د خاصو سیمو اوسېدونکي پوهنتونونو ته له بریالیتوبه راګرځول شوي دي خو د تېر کال له شرموونکي کانکور ازموینې او د خلکو له څه نا څه اعتراضونو وروسته سږ کال یوازینی کال و چې په نسبي ډول په کانکور کې لږه درغلي شوې ده. له همدې کبله دا ځل د ولسي جرګې غړیو، چې د تېرو کلونو په شان پوهنتونونو ته د ځانګړو سمتونو د زده کوونکو د بریالیتوب غوښتونکي دي، د اعتراض ږغ پورته کړ، وزیر یې احضار کړ او توندې خبرې یې ورته وکړې.

د تېر کال په ازموینه کې د دایکنډي په سلو کې تر ۸۰ زیات زده کوونکي په لوړو نومرو لوړو پوهنځیو ته بریالي شوي وو.

د لوړو زده کړو وزیر وویل، څوک چې په لېسه کې لوړې نومرې اخلي، پوهنتونونو ته دې معرفي شي، دا کار به د پوهنتونونو د زده کړو سویه هم لوړه کړي.

تېر کال د خلکو له اعتراضونو وروسته ولسمشر کرزي وویل چې د لېسو اول نومره او دوهم نومره دې مستقیماً په پوهنتونونو کې ومنل شي خو د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو له دې نظر سره مخالفت وکړ.

په تېرو ۱۲ کلونو کې ښايي هیڅ کال داسي نه وي تېر شوی چې خلکو دې د کانکور په ازموینه کې د درغلۍ، فساد او د نومرو مخکې تر مخکې افشا کېدو شکایت نه وي کړی.

0 thoughts on “د کانکور پر ځای دې د لېسو تکړه زده کوونکي پوهنتونونو ته معرفي شي”
  1. زما په نظر د کانکور ازماینه طریقه سمه که د دریو کلونو د نمری په اساس جذب شی نو زورواکی زامن به همیشه په نمره کی مخکی وی قفد مکتبونه دی چی د فساد نه خالی نو ورسته به دا هم په فساد ناولی کړی او د معلمینو سپیڅلی وظیفه به هم ناپاکی کړی

  2. زه فکر کوم د وزیر صاحب دا فرمایش به دوه پایلې ولري:
    اول: د لیسو ښوونکي به هم په رشوت روږدي کړي
    دوم: د لیسې ښوونکيو غاړې به د مقاماتو او په تیره به د وکیلانو فشارونه ماتې کړي.
    دا د حل لاره نه ده. حل لاره داده چې کانکور ته داسې سیستم جوړ شي چې درغلي پکې ونشي.

  3. داکثرو لېسو اول نومره او دوهم نومره هم پواسطو او د زورواکو زامن دی چی دا به په دی معنی وی چی بیا به هم غریب او بی زوره زده کونکی( که څه هم لایق شاګردان دی) ددی پریکړی قربانی وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *