افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢٦-٩-١٣٩٢
عبدالجبارنعيمي:
دکانکور ازموينه بايد په هر ولايت کې په شفافيت سره واخيستل شي
دغه ټکى خوست والي عبدالجبارنعيمي په شيخ زايدپوهنتون کې په هغه مراسمو کې څرګند کړ چې په دغه ولايت کې دکانکور دازموينې داخيستوپه خاطر جوړ شوي وو ،په دغه مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى باوري،امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت ،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار،دپوهنې رئيس بخت نور بختيار ،دکانکور لپاره دلوړو زده کړو دوزارت څخه راغلي ٢٢کسيزه پلاوي مشر پوهنوال مرتضي مهران ،استادانو او دزده کوونکو استازو ګډون کړى وو.
دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى باوري وويل سږکال دخوست ولايت د٤٩٩٣زده کوونکو څخه دکانکور ازموينه اخيستل کيږي چې له دې شميرې څخه ٣٨٠تنه يې يواځې انجونې دي ،نوموړي وويل چې دازموينې اخيستو لپاره يې بشپړ چمتوالى نيولى دى چې دټاکل شوې کمېټې په حضورکې به واخيستل شي.
پوهندوى باوري وويل په خوست کې دولايتي ادارې دپرلپسې هڅو او معنوي ملاتړ په اساس پوهنيز پرمختګ چټک شوى اوهرکال په دغه ولايت کې دزده کوونکو شميره لوړيږي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل خوست دښوونيز اوپوهنيز پرمختګ په ډګر کې دهېواد په يو وتلي او ځلاند ولايت باندې بدل شوى دى همدا لامل دى چې ددغه ولايت په تاريخ کې سږ کال ترټولو زيات زده کوونکي دکانکورپه ازموينه کې ګډون کوي اودخپلې روښانه اوځلانده راتلونکې لپاره علمي ګام پورته کوي.
نعيمي وويل ولايتي اداره دخوست دشريف ولس دهرې کورنۍ سره په دې خوښۍ او وياړ کې ځان شريک بولي چې نن ورځ يې زامن دکانکورپه ازموينه کې ګډون کوي ،دملت اوهېواد جوړونې په علمي بهيرونو کې دعلمي تلاش لپاره دلوړو زده کړو لاره خپلوي.
خوست والي دکانکور ازموينه دټولو هېواد په کچه يوه ملي پروسه وبلله ،غوښتنه يې وکړه چې دکانکور هره ازموينه بايد په ټول هېواد کې په شفافيت سره واخيستل شي ترڅو افغانستان دغوره پوهنيز بهيرپه درلودو سره په راتلونکې کې دبډايه معنوي پانګې ،علمي ظرفيتونو او ځيرک نسل درلودونکى شي.
عبدالجبارنعيمي وويل چې دکانکور په ازموينه کې بايد دښارونو دزده کوونکو اولرې پرتو او ناامنه سيمو دزده کوونکو ترمنځ يوډول فکر ونه شي بلکې دلوړو زده کړو وزارت بايد دلرې پرتواو ناامنه سيمو زده کوونکو ته ځانګړي امتياز په پام کې ونيسي،دکابل څخه دراغلي پلاوي اودپوهنتون له ادارې يې وغوښتل په خوست کې دکانکور ازموينه په بشپړ شفافيت سره واخلي اوهيڅ چاته ددې اجازه ورنه کړي چې په دغه مهمه ملي پروسه کې ستونزې پيدا کړي.
دکابل څخه دراغلي پلاوي مشر دوکتور مرتضى مهران وويل چې دکانکور دازموينې لپاره بشپړ چمتوالى نيولى او ټولو زده کوونکو ته يې دمطبوعاتو له لارې خپل لارښود تشريح کړى دى ،نوموړي دخوست ولايت مقام دهراړخيزه همکارۍ څخه مننه وکړه.
وروسته د ټاکل شوې کمېټې ،دزده کوونکو داستازو او دمراسمو دبرخوالو په حضور کې دخوست والي له لوري دکانکور دازموينې دسوالونو راوړل شوي صندوقونه خلاص شول ،چې دراغلي پلاوي مشر په همدې تړاو هراړخيزه معلومات وړاندې کړل ورپسې دازموينې بهير پيل شو.
واکمن