تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: د امریکا د کانګرس دوه غړو سوزان ډیویس او مارټا روبي په افغان سوله کې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او د ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

دواړو استازو د امریکا د سولې موسسې ته په وینا کې ویلي، له یوې لسیزې راهیسې یې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه مشاهده کړي دي او وايي، د ښځو د حقونو تر څنګ باید ګڼ نور پرمختګونه له پامه ونه غورځول شي.

سوزان ډېوېس او مارټا روبي همدا راز د سولې په پروسه کې د ښځو په رول هم ټینګار کړی او وايي، په افغانستان کې په واک کې د ښځو راڅرګندېدل د دوی د قوت ښکارندويي کوي.

د کانګرس دواړو غړو همدا راز زیاته کړې اوس په افغانستان کې ښځې پراخ فرصتونه لري او زیات شمېرې ښځې شته چې ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي او اوس د افغانستان په سیاسي ډګر کې مهمه ونډه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ټرمپ پر اداره شکونه دي چې هسې نه طالبانو سره له هوکړې یا له هوکړې پرته په داسې حال کې له افغانستان څخه سرتېري وباسي چې د دغه هېواد په تړاو هیڅ ډول تضمین ونه اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *