په امریکا کې د ولسې جرګې ټاکنې په هر دوو کلونو کې او د سنا ټاکنې یې په هر شپږو کلونو کې وي چې ورته (Midterm Elections)یا منځمهاله ټاکنې ویل کېږی. دا ټاکې د نومبر د میاشتې په لومړۍ سه شنبې ترسره کېږي.

سږکال د امریکا د کنګرې ټاکنې د نومبر په څلورمې وشوې. او ولسمشریزه ټاکنې یې په هرو څلورو کلونو کې کېږي. د سنا په مجلس کې د سلو څوکیو څخه د ډیموکراټانو ګوند دري څلویښت او د جمهوری غوښتونکو ګوند دوه پنځوس څوکۍ وګټلې. پاتې دوه څوکۍ یې ازاده کاندیدانو وګټلې.

په ولسي جرګې کې جمهوري غوښتونکو دوه سوه او څلور څلويښت او ډیموکراتانو یوسلو څلور اتیا څوکۍ وګټلې. په عمومي ډول جمهوري غوښتونکو د امریکا په کانګرس کې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې چې دا د ډیموکراتانو ته د په راتلونکې اولسمشرۍ ټاکنو کې د سر درد او اوباما ته د لارې خنډ بلل کېږي.

جمهوري غوښتنکو وکولای شول چې هغه څوکۍ یې چې په دوه زره او اتم کال کې د اوباما د ډېرو طرفدارانو او رایو اچونکو له وجې له لاسه ورکړې وې، د ډیموکارتا نوڅخه بیرته وګتي.

د ډیموکراتانو د بایللو ترټولو لوي دلیل په ټاکنو کې د رای اچونکو کمه ونډه بلل کېږي. په ټاکنو کې د رایو اچونکو کچه د۱۹۴۲ کال څخه وروسته چې د دوهم نړیوال جنګ پر مهال و، تر ټولو ټیټه بلل کېږي. ډېری وګړي د دولت د پلانونو څخه نا خوښه او د رایو اچول یې بې ثمره ګڼل. په دې ټاکنو کې ځوانانو او هغه کسانو چې اوباما ته په لومړیو کلونو کې رایه ورکړې وه، ونډه نه وه اخیستې.

خلکو خراب اقتصاد، په افغانستان او اعراق کې روان جنګ، د نوې صحي او روغتیایی بیمو د اخیستو تصویب او د اوایبولا په وړاندې د اوباما تګلاره ناسمه او کمزورې وګڼله.

اوباما ددې لپاره چې په دې ټاکنو کې د هغه په ګوند د جنګ د تودوالي او هڅولو تور ونه لږېږي، دداعش په وړاندې یې ځمکنۍ جنګ پیل نه کړ او خپل سرتیري یې جنګ ته وا نه استول. بلکې یواځې هوايي قواوې یې د داعش په وړاندې جنګ ته ولېږل. د ایران څخه ېی هم د داعش په وړاندې ددې لپاره مرسته وغوښتله چې که هیڅ نه وي نو په راتلونکې کې ورسره د اتومې انرژۍ په اړه د خبرو لاره اواره کړي. هغه غواړي چې د ولسمشرۍ د پړاو د ختمیدو نه مخکې لږ ترلږه داسې یوڅه لاس ته راوړنې ولري چې وروسته په ښه نوم په یاد شي یا په عامه اصطلاح د نوبل جایزه په ځان حلاله کړي.

همدارنګه د لاتین امریکايانو سره یې چې کومه وعده کړې وه چې د اجراییوي قوې نه په استفادې به امریکې ته د راتلونکولپاره قانون بدل کړي، د ټاکنو لپاره یې هغه هم وځنډول . د متحده ایالاتو ته د لاتین امریکې څخه ډېر خلک راځي نو د اوباما دې فیصلې هم په ټاکنو کې د هغه پرخلاف منفي اغیزه وکړه

او په لاتین امریکایانو کې هم محبوبیت کم شو.

اوباما به څه کوي؟

د ولسمشرۍ په وروستیو کې هر ولسمشر کوښښ کوي‌ چې په تاریخ کې یې نوم ښه یاد شي او په خلکو کې محبوبه پاتې شي.

په ورستیو کې د بیل کلنټن او د جورج بش حکومت په وخت کې دوه کاله کانګرس د مخالف ګوند په لاس کې و او د وخت ولسمشر د کانګرس سره لاس په ګریوان و. خو ترټولو ستونزمنې اخرې ورځې به د بارک اوباما وي. اوباما د نتایجو د اعلان څخه وروسته د کانګرس څخه وغوښتل چې خپلو اهدافو ته په رسېدو کې د هغه سره مرسته وکړي.

داسې نه ښکاري چې د کانګرس جمهوري غوښتونکي به په هیڅ ډول د اوباما سره کومې موافقې ته ورسېږي. بلکې هغوې به ددې لپاره چې د ولسمشرۍ ټاکنې وګتي نو د اوباما مخه به هم نیسي.

کله چې یوه جګړه د خلکو ترمنځ خپل محبوبیت کم کړي او د جنګ دلیل اوهدف په نیمې لارې کې ورک شي نو هغه د ولسمشرۍ پرټاکنو کې په ځانګړې توګه په مقتدره حکومت نیغ په نېغه اغیزه کوي‌.

د لینډن جونسن په وخت کې عام خلک د ویتنام د جنګ په خلاف و. سره ددې چې هربرټ همفري د جونسن معاون و او د دواړه د ډیموکرات ګوند څخه و خو د خلکو په وړاندې یې ناختمیدونکې جنګ وغندو. د همفري دې خبرې په تاریخ کې د لینډن جونسن په نوم ډیره بده اغیزه وکړه. هغه د خپل ګوند او د جمهوري غوښتونکو د ګوند لخوا ښکار شو.

په ټاکنو کې د عامو خلکو تمې او هیلې د اوباما څخه ډېرې زیاتې وې او اوباما ونه شو کولای چې ټولې هغه وعدې یې چې کړې وې پوره کړي. د ډیموکراتانو ګوند به هم ددې لپاره چې راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې وګټي نو د اوباما څخه به ځان جلا کوي او پر هغه به نیوکې کوي. ددې یو مثال د کانګرس د ټاکنو د نتایجو د اعلان څخه وروسته په سنا کې د هېرې ریډ چې د ډیموکراټانو د ګوند مشر و، د دفتر یو لوړ پوړي چارواکي خبرې دي چې په رسنیو کې یې کړې وې. هغه په اوباما نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې هغه د خپل ګوند سره په یوې نظريی نه دی او یوازې روان دی.

دا په امریکا کې یو ولسمشر ته تر ټولو سخت حالت بلل کېږي. په راتلونکو دوو کلونو کې به اوباما په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت له امله ډېرې زیاتې لاسته راوړنې ونه لري، بلکې دا کوښښ به کوي چې کوم محبوبیت یې چې د ټاکنو په وخت کې درلود هغه بیرته حاصل کړي.

کانګرس د ډیموکراتانو د لاسه وتلې دی، خو دا هم اټکل کېږي چې په جمهوري غوښتونکو کې د ښه کاندید د نشتوالي له وجهې ډېر امکان لري چې د ۲۰۱۶ م کال د ولسمشرۍ ټاکنې دیموکراتان وګټي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *