تاند- په کانګریس کې د امریکا د دیموکرات ګوند غړي په کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي الوتکې د حملې په اړه د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کوي.

په یوه لیک کې، چې سپینې ماڼۍ ته رسېدلی، د کانګریس په استازو جرګه کې د دیموکرات ګوند غړې کیت ایلسن پر دې ټینګار کړی چې د دې قضیې په اړه دې د یوې داسي ډلې له لوري څېړنه وشي چې له امریکا سره تړاو ونه لري.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې د جمعې په ورځ وویل چې په کندوز کې د اکتوبر په درېمه د دې ټولنې پر روغتون د امریکايي الوتکې په حملې کې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شو.

د دې ټولنې په وینا د دې برید د تلفاتو شمېر ۲۵ ته ورسېد.

د امریکا دفاع وزارت مخکې ویلي و چې په خپله به د افغانستان له حکومت سره یوځای د دې پېښې په اړه تحقیقات وکړي. دې وزارت په غیرمستقیم ډول له بې پرې تحقیقاتو سره مخالفت کړی و خو د بې پولې ډاکترانو ټولنې د امریکا یو اړخیز تحقیقات رد کړل او ویې ویل چې دوی یوازې د بې پرې او خپلواک پلاوي له لوري د تحقیقاتو غوښتونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *