تاند- لاشدهټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا په کانګریس کې د دواړو ګوندونو، دیموکرات او جمهوري غوښتونکو استازو له تود هرکلي سره مخامخ شي.

سپینې ماڼۍ وویل، نن د کانګریس د دواړو جرګو غونډې ته د ولسمشر غني وینا د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د یوه نوي باب د پرانستل کېدو لپاره یو فرصت دی.

د افغانستان او امریکا اړیکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستۍ دوره کې سړې شوې وې.

له همدې کبله د امریکا د کانګریس غړیو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر حضور او په دغه هیواد کې د پیسو پر مصرفولو انتقاد کاوه او هغه یې ضایعه بلله.

خو پرون وروسته له دې چې ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر ورو کوي، کانګریس یې هرکلی وکړ.

اوباما د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې اعلان وکړ چې متحد ایالتونه به له خپلو ۱۰۵۰۰ سرتېرو څخه ۹۸۰۰ پرېږدي.

مخکې ټاکل شوې وه چې امریکا د روان ۲۰۱۵ تر پایه له خپلو ۱۰۵۰۰ سرتېرو څخه ۵۰۰۰ وباسي او ټولټال ۵۵۰۰ تنه د ۲۰۱۶ کال تر پایه پرېږدي.

سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر اوباما دا پرېکړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غوښتنې پر اساس وکړه.

خو اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو زیاتېدا، د نوي حکومت ستونزې او په افغانستان کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د حضور زیاتېدا ممکن سبب شوې وي چې اوباما له دغه هیواده د ځواکونو د ایستلو بهیر ورو کړي.

د امریکا له مخکینۍ پرېکړې سره سم به د ۲۰۱۶ کال په پای کې یوازې ۱۰۰۰ تنه امریکايي پوخیان د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې کېږي. اوباما وویل چې په دې پروګرام کې لا هم بدلون نه دی راغلی.

د کانګریس د استازو د جرګې ريیس جان بوهینر وايي، امریکا د اسلامي دولت وسله والې ډلې تهع اجازه نه شي ورکولی چې په افغانستان کې هم د عراق په شان قوت واخلي. ده د ځواکونو د ایستلو په باب د اوباما مخکینی پلان وغانده.

د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي او د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس سناتور باب کارکر له سپینې ماڼۍ وغوښتل چې سمه پرېکړه وکړي چې په سیمه کې د امنیت او ثبات له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د استخباراتو په برخه کې د کانګریس د دایمي کمېټې رييس اډمز سکیف وویل، امریکا دا نه شي زغملی چې افغانستان یو وار بیا د بې قانونۍ دورې ته په شا لاړ شي او بیا د تروریستانو په ځالې بدل شي.

ده دا هم وویل چې په افغانستان کې د پوځیانو د حضور دوام به د سیمې په اړه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو سره هم مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *