تاند- په داسي حال کې چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې تراوسه پوري د افغانستان پر جګړه خوله پټه کړې، د کانګریس کلیدي غړي لېواله دي چې ښاغلی ټرمپ د افغانستان د جګړې لپاره نوی پلان وړاندې کړي.
د پولیټیکو خپرونې د راپور له مخې، د کانګریس د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس او د اریزونا ایالت جمهوریپال سناتور جان مکین وايي«غواړم وپوهېږم چې ولي موږ (جګړه) بایلو، او د بري لپاره کوم کار ته اړتیا لرو.»
ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن نن /پنجشنبه/ د مکین په مشرۍ د وسله والو خدماتو کمېټې ته توضیحات ورکړي؛ دا به د افغانستان د ۱۵ کلنې جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ د تګلارې لومړنۍ نښې وي ځکه چې نیکلسن په سنا جرګه کې پوښتنو ته تر ځواب ویلو مخکې په سپینه ماڼۍ کې خبرې کړي دي.
دونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر رسېدو وروسته د افغانستان د جګړې چندان یادونه نه ده کړې او د ولسمشرۍ د کمپاین په لړ کې یې هم د افغانستان جګړه مطرح انتخاباتي موضوع نه وه.
د ټرمپ لپاره د افغانستان په ځای د اسلامي دولت یا داعش پر ضد جګړه مهمه وه او تل یې د دې ډلې پر محوه کولو او په سوریه او عراق کې د جګړې پر تېزولو ټینګار کړی دی.
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو جګړې ولاړ حالت غوره کړی او پرمختګ پکې نه لیدل کېږي.

پولیټیکو خپرونه وايي، د افغانستان په اړه د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مهال له څرګندونو د ده د دریځ په اړه نتیجه نه شي ترلاسه کېدای.
په ۲۰۱۵ م کال ټرمپ له سي این این سره په مرکه کې افغانستان ناوړه تېروتنه بللې وه خو روانه اوونۍ یې وویل، په تېرو دوو اوونیو کې د تروریزم له خطره خبر شو او پخوا ده فکر نه کاوه چې تروریزم به تر دې حده د امریکا لپاره خطرناک وي.