تاند- د امریکا د کانګریس یو شمېر غړیو وویل، باید له پاکستان سره د امریکا مالي مرستې بندې شي ځکه چې دغه هیواد له ترهګرو سره په مبارزه کې هیڅ ګام نه دی اخیستی.

دا څرګندونې د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې، چې د تروریزم پر ضد د پاکستان پر رول د بحث لپاره جوړه شوې وه، وشوې.

تر دې څو ورځې وړاندې د کانګریس د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې ريیس جان مکین د دې جرګې د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان او پاکستان له سفره خپل هیواد ته تر ستنېدو وروسته په زغرده وویل« د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پناهځایونو له ویجاړېدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ناشونې ده.

په افغانستان کې د سولې تش په خوله د ملاتړ شعارونه ګټه نه کوي، باید د پاکستان مشران په خپله خاوره کې د یاغي ډلو مرکزونه او پناهځایونه له منځه یوسي. »

دا په داسي حال کې ده چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له تروریستي بریدونو راوروسته پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم له امریکا څخه تر ۳۳ ملیارد ډالره زیاته مرسته ترلاسه کړې ده. خو د امریکا د استازو جرګې د غړي مت سلمون په وینا له دې ټولو مرستو سره سره د پاکستان استخباراتي ادارې په تېرو ۱۵ کلونو کې له تروریستي ډلو سره اړیکې پاللي دي.

د کانګریس دې غونډې ته په افغانستان، عراق او ملګرو ملتو کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد هم د یوه شاهد په توګه بلل شوی و. خیلزاد د کانګریس غړیو ته د تروریزم په اړه د پاکستنان په اړه مفصل معلومات ورکړل. (تفصیل په بل خبر کې)

One thought on “د کانګریس غړي وايي، پاکستان د تروریزم پر ضد هیڅ ګام نه دی اخیستی”
  1. محمد ایاز نوري آزادي ۰۹ / ۰۷ / ۲۰۱۶
    د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه یوه ملي تاریخي غلطی
    د فیسبوک نړی ته ولاړم او دغه لاندې مضمون مې د یوه افغان وطنوال شاعلي زلمی خان )پشتون( په اړونده پاڼه
    کښې ولوست. رشتیا، چې پر ما یې لوی ت ا ثیر وکړ او خواشینی شوم. لکه څنګه چې لیدل کیږي، شه او ارزښناک
    چانسونه او شیبې په ژوند کښې تل میسرې نه وي. دلته د لاندې مضمون لیکوال زمونږ د ګران هیواد تاریخي
    افغانستان او د هغه وخت د سیمې وضعیت یعنی د ۱۹۴۷ ز کال نه مخکې وخت ته ګوته نیولې، کله چې ټولواک
    محمد ظاهرشاه د هیواد د رهبري او ادارې چارې په واک او لاس کښې لرلې. زمونږ بی نوښته پاچا ته د وخت د
    زبرځواکونو انګریز او متحده ایالاتو له خواء زما په نظر غوره او نادر وړاندیز شوی وه، چې که پاچا دا وړاندیز
    منلی وای، نه یواځی به نن ډېر مضراو دښمن زمونږ په حق کښې د پاکستان په نوم هیواد زمونږ سره په څنګ
    کښې زمونږ د حقه خاورې نه، شتون نه درلودای، بلکې نن به افغانستان یو قوي او پر ځان متکي او په نړیواله
    سویه به یو منلی او مطرح هیواد وای. ستاسو پام لاندې متن ته را اړوم. ماته دا سوال مخته راځی، چې زمونږ
    ټولواک د دې مهم وړاندیز په ارزښت نه پوهیده او یا یی عمداً د افغانستان د مظلوم ملت سره غوښتل جفا او ظلم
    وکړي؟ دلته قضاوت د هر افغان خپل او مختار دئ .
    د ظاهرشاه یوه ستره تاریخی تیروتنه! «
    په ۲۰۰۲ کال کښی کله چی زه په ایتالیا کښی دیپلومات وم
    د جنرال سردار ولی سره می ډیری ښی اړیکی پیدا کړی
    وی. د کیسو په ترڅ کښی یوه ورځ راته یی وویل چی
    وروسته د نړیوالی دوهمی جګړی څخه د انګلستان دولت د
    اقتصادی له اړخه دومره ناتوانه شوی وو چی د امریکی
    رئیس جمهور ته یی وویل چی مونږ نور هند نشو ساتلی
    مګر د امریکا دولت ورته وویل که چیری هند خوشی کړی
    د شوروی کمونستی رژیم راځی هند اشغالوی او تودو اوبو
    ته ځان رسوی.
    امریکا او انګلیس فیصله وکړه چی د افغانستان له پادشاه
    سره باید خبری وشی چی مونږ سره د سنتو په تړون کښی
    یو ځای شی او مونږ به په بدل کښی د احمد شاه بابا
    امپراطوری دوباره ورته احیا کړو. د منځ کس جنرال سردار عبدلولي په روم کښې
    خو لنډه دا چی دری ځله د انګلیس استازی او د وخت صدراعظم کابل ته راغی مګر ظاهر شاه ورسره و نه منله او
    د افغانستان په بی پلوی یی تینګار وکړ. د اخر ځل لپاره د امریکه رئیس جمهور ایز هاور په خپله افغانستان ته
    راغی او د کابل هوای ډګر په فی ای پی کښی له پاچا سره وکتل او پاچاته یی وویل که ته زمونږ دا هیله ونه منی نو
    مونږ مجبور یو یو بل هیواد جوړ کړو او دا کار مونږ ته ستونز مند دی. که ته مونږ سره یو ځای شی دا پیسی به
    ستا په مرسته ولګو او هم به څلور میلونه مسلمانان هم له هند څخه ستا لویه خاوری ته راولیږو. خو ظاهر شاه بیا
    هم و نه منله. جنرال سردار ولی زیاته کړه چی سردار داود خان، زما پلار مارشال شاه ولی خان، داکتر ظاهر او
    زیاتو خلکو غوشتل په پادشاه فشار راوړی ترڅو دا وړاندیز ومنی مګر ما او پادشاه دا وړاندیز و نه منل دا وه چی
    په ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان جوړ شو. د کراچی بندر خو څه کوی له مونږ څخه یی پشتونستان او بلوچستان هم
    واخیست. جنرال ویل د امریکا هغه پیسی چی باید زمونږ په ابادی لګیدلی وای زمونږ په بد بختی ولګیدلی او دا
    ». مسله زمونږ د کورنی د نفاق سبب هم وګرځیدلو او بیطرفه هم پاتی نشولو ځکه مونږ روس ته احتیاج شولو
    عزیز امیرج

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *