تاند- د امریکا د کانګریس غړیو پرون له ولسمشر حامد کرزي سره له کتنې وروسته وویل، که امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه شي امریکا به له افغانستانه نه یوازې ټول عسکر وباسي بلکې له دې هیواد سره به د امریکا مرستې هم ودروي.
دوی خبرداری ورکړ چې د امنیتي موافقې نه لاسلیکېدا او د بګرام له محبسه د طالب بندیانو خوشي کېدا د افغانستان لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي.
دوی پرون په کابل کې په دې اړه په یوه خبري غونډه کې تر څرګندونو مخکې په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د امریکا د کانګریس پلاوي له ولسمشر سره د امنیتي موافقې، د بګرام د بندیانو د خلاصون، سیمه ییزو مسایلو او د اوکرایین د کریمیا په اړه خبرې وشوې.
د امریکا د مشرانو او استازو جرګو ګډ درې کسیز پلاوي د امنیتي موافقې د ژر تر ژره لاسلیکېدو او د یو شمېر بندیانو د نه خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر کرزي امریکايي پلاوي ته وویل چې د امنیتي موافقې په اړه د افغانستان دریځ دا دی چې لومړی دې د سولې بهیر پیل شي، سوله دې راشي او د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا ته دې درناوی وشي.
ده تاکید وکاوه چې غواړي لومړی دا ډاډ ترلاسه کړي چې امنیتي موافقه د افغانستان د راتلونکي ثبات او امنیت لپاره سم بنسټ ږدي.
د امريکا د کانګرس غړو د بګرام له زندان څخه د بنديانو پر خوشې کېدو اندېښنه وښوده.
دوى وويل د دغو بنديانو خلاصون امنيتي ستونزې زېږوي.
خو ولسمشر کرزي د بګرام د بندیانو د خلاصون په اړه وویل چې دا کسان د افغانستان د عدلي او قضايي اورګانونو په پرېکړو ږوروسته له دې خوشي کېږي چې د هغوی اسناد او دوسیې وڅېړل شي.
د کانګریس غړیو وروسته په یوه خبري غونډه کې امنیتي موافقه له افغانستان سره د امریکا د مرستو شرط وباله.
د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې غړي سناتور جو دانِلي
وويل که دغه موافقه لاسليک نه شي امريکا به خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي: «که موافقه لاسليک نه شي، نه يوازې زموږ پوځيانو بلکې افغان سرتېرو، افغانانو او دغه هېواد ته به هم دا مسئله خطرناکه شي.»
د افغانستان ولسمشر له امریکايي پلاوي سره په کتنه کې له روسیې سره د اوکرایین د کریمیا د یوځای کېدا ملاتړ وکړ.