تاند- په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پرون /سې شنبه/ د کانګریس د بهرنیو اړیکو او د تروریزم، اتومي وسلو د مخنیوي د کمېټو په ګډه غونډه کې وویل چې پاکستان افغان طالبانو ته پر افغانستان د تسلط لپاره د یوې وسیلې په سترګه ګوري.

خلیلزاد د کانګریس په دې غونډه کې، چې «پاکستان؛ دوست که دښمن» په نوم جوړه شوې وه، وویل«په افغانستان کې د پاکستان نبایتي جنګ نړیوالو ځواکونو، افغان قواوو او ملکیانو ته سخت ګواښ پېښ کړی دی. د دې لپاره چې په نړۍ کې تروریزم او افراطیت ته په ماتې ورکولو کې بریالي شو، باید د دې ستونزې چاره وکړو.»

 خلیلزاد یوه له درو شاهدانو څخه و چې د پاکستان او د دغه هیواد د پالیسیو په اړه کانګریس ته د معلوماتو ورکولو لپاره بلل شوی و.

ده تاکید وکاوه چې پاکستان دوه مخې پالیسي پر مخ بیايي، په ظاهره ځان د امریکا متحد ښيي خو په عین وخت کې د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي.

ده وویل«د پاکستان نهايي هڅه دا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت وپرزوي.»

د ده په وینا پاکستان غواړي چې د افغانستان جګړه اوږده شي څو امریکا له دې ستومانوونکې جګړې لاس واخلي او په نهایت کې د پاکستان لپاره نیابتي جګړه ماران د افغانستان حکومت وپرزوي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه«د پاکستان حکومت د تروریزم مالي ملاتړ کوي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان پوځ او استخبارات (آی ایس آی) د حقاني شبکې ملاتړ کوي، هغه شبکه چې د امریکا یوه پخواني لوی درستیز د آی ایس آی ښی مټ بللې وه.»

خلیلزاد غوښتنه وکړه چې امریکا دې پر پاکستان مرستې بندې کړي او خبرداری دې ورکړي چې که د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې امکان نه برابروي هغسي بندیزونه به پرې ولګوي چې پر ایران یې ولګول.

د کانګریس په دې استماعیه غونډه کې د خلیلزاد ترڅنګ د لانګ وار ژورنال لوی اډیتر بیل روګو او د امریکن پوهنتون استادې تیریسا بکان د شاهدانو په توګه د پاکستان په اړه خلیلزاد ته ورته څرګندونې وکړې.

دوی وویل چې پاکستان د ښو او بدو طالبانو په توپیر باور لري، هغه طالبان چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ د هدفونو لپاره جنګېږي او د پاکستان ملي ګټې نه ګواښي، ښه بولي او هغوی چې په پاکستان کې جنګېږي، بد طالبان ګڼي.

همدا خبر په انګلیسي ویبپاڼه کې

7 thoughts on “د کانګریس په غونډه کې پر پاکستان د ایران په شان د بندیزونو غوښتنه وشوه”
  1. کلک بندیزونه دپر ولګول شی چه خدای یی یاد شی بیکاره همدا اوس پری ولګیده اقتصادی ناورین ور باندی ررروان ده خدای به یی زلیله کړیډیر بیګناه انسانان ددوی دلاسه شهیدان معیوبشول

  2. Pakistan is more important to US than Afghanistan. Because it is established country with very strong army, nuclear power and close ally to US.

    1. Pakistan is an established country that support terrorism which makes it more dangerous to the world. Some actions must be taken to prevent it. I believe putting strict sanctions on Pakistan would bring end to this problem and in the meantime keep an eye on its nuclear stuff so that they don’t give it to their terrorist friends to be used against India or Afghanistan.

  3. Pakistan is unfortunately munafiq in Islamic world similar to Iran. I hope they become true muslims and work for humanity and peace in world. They may be important for west interest government wise, but people and human wise they are the worse in terms of killing innocent people around the world. They are involved in almost every terrorist atack in differnt part of the world. The world leaders need to think and analyse the situation critically……and put immense pressure on Pakistan to not produce terrorists and terrorism and do not kill innocent poeple around the world including people in Pakistan.

  4. بس چی پاکستانی اوگوری اویی به چی پاکستان بم اتم لری دا او هغه لری گروه ده روس او انگلیس نه قوی دولتونه په توله نری کی نه وه خو الله ج زلیله او نابد کرو بل دا پاکستان تول عمر له شاه گوزار کری که مخامخ هرچاته په گوتو ورغی نو پوستگی تری اوباسی او بله دا چی ستعمالول به یی چوک وکری چی اتم لری الله پاکستانی ته دومره زره ندی وکری که افغانستان سره وای اوس بدی واخت په پنجاب استعمال وای

  5. محمد ایاز نوري آزادي ۰۹ / ۰۷ / ۲۰۱۶
    د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه یوه ملي تاریخي غلطی
    د فیسبوک نړی ته ولاړم او دغه لاندې مضمون مې د یوه افغان وطنوال شاعلي زلمی خان )پشتون( په اړونده پاڼه
    کښې ولوست. رشتیا، چې پر ما یې لوی ت ا ثیر وکړ او خواشینی شوم. لکه څنګه چې لیدل کیږي، شه او ارزښناک
    چانسونه او شیبې په ژوند کښې تل میسرې نه وي. دلته د لاندې مضمون لیکوال زمونږ د ګران هیواد تاریخي
    افغانستان او د هغه وخت د سیمې وضعیت یعنی د ۱۹۴۷ ز کال نه مخکې وخت ته ګوته نیولې، کله چې ټولواک
    محمد ظاهرشاه د هیواد د رهبري او ادارې چارې په واک او لاس کښې لرلې. زمونږ بی نوښته پاچا ته د وخت د
    زبرځواکونو انګریز او متحده ایالاتو له خواء زما په نظر غوره او نادر وړاندیز شوی وه، چې که پاچا دا وړاندیز
    منلی وای، نه یواځی به نن ډېر مضراو دښمن زمونږ په حق کښې د پاکستان په نوم هیواد زمونږ سره په څنګ
    کښې زمونږ د حقه خاورې نه، شتون نه درلودای، بلکې نن به افغانستان یو قوي او پر ځان متکي او په نړیواله
    سویه به یو منلی او مطرح هیواد وای. ستاسو پام لاندې متن ته را اړوم. ماته دا سوال مخته راځی، چې زمونږ
    ټولواک د دې مهم وړاندیز په ارزښت نه پوهیده او یا یی عمداً د افغانستان د مظلوم ملت سره غوښتل جفا او ظلم
    وکړي؟ دلته قضاوت د هر افغان خپل او مختار دئ .
    د ظاهرشاه یوه ستره تاریخی تیروتنه! «
    په ۲۰۰۲ کال کښی کله چی زه په ایتالیا کښی دیپلومات وم
    د جنرال سردار ولی سره می ډیری ښی اړیکی پیدا کړی
    وی. د کیسو په ترڅ کښی یوه ورځ راته یی وویل چی
    وروسته د نړیوالی دوهمی جګړی څخه د انګلستان دولت د
    اقتصادی له اړخه دومره ناتوانه شوی وو چی د امریکی
    رئیس جمهور ته یی وویل چی مونږ نور هند نشو ساتلی
    مګر د امریکا دولت ورته وویل که چیری هند خوشی کړی
    د شوروی کمونستی رژیم راځی هند اشغالوی او تودو اوبو
    ته ځان رسوی.
    امریکا او انګلیس فیصله وکړه چی د افغانستان له پادشاه
    سره باید خبری وشی چی مونږ سره د سنتو په تړون کښی
    یو ځای شی او مونږ به په بدل کښی د احمد شاه بابا
    امپراطوری دوباره ورته احیا کړو. د منځ کس جنرال سردار عبدلولي په روم کښې
    خو لنډه دا چی دری ځله د انګلیس استازی او د وخت صدراعظم کابل ته راغی مګر ظاهر شاه ورسره و نه منله او
    د افغانستان په بی پلوی یی تینګار وکړ. د اخر ځل لپاره د امریکه رئیس جمهور ایز هاور په خپله افغانستان ته
    راغی او د کابل هوای ډګر په فی ای پی کښی له پاچا سره وکتل او پاچاته یی وویل که ته زمونږ دا هیله ونه منی نو
    مونږ مجبور یو یو بل هیواد جوړ کړو او دا کار مونږ ته ستونز مند دی. که ته مونږ سره یو ځای شی دا پیسی به
    ستا په مرسته ولګو او هم به څلور میلونه مسلمانان هم له هند څخه ستا لویه خاوری ته راولیږو. خو ظاهر شاه بیا
    هم و نه منله. جنرال سردار ولی زیاته کړه چی سردار داود خان، زما پلار مارشال شاه ولی خان، داکتر ظاهر او
    زیاتو خلکو غوشتل په پادشاه فشار راوړی ترڅو دا وړاندیز ومنی مګر ما او پادشاه دا وړاندیز و نه منل دا وه چی
    په ۱۹۴۷ کال کښی پاکستان جوړ شو. د کراچی بندر خو څه کوی له مونږ څخه یی پشتونستان او بلوچستان هم
    واخیست. جنرال ویل د امریکا هغه پیسی چی باید زمونږ په ابادی لګیدلی وای زمونږ په بد بختی ولګیدلی او دا
    ». مسله زمونږ د کورنی د نفاق سبب هم وګرځیدلو او بیطرفه هم پاتی نشولو ځکه مونږ روس ته احتیاج شولو
    عزیز امیرج

  6. Pakistan political behavior in relation to Terrorism and Afghanistan can be altered for better utilizing the following blunt instrument in the hand of the United States :

    Keep tightening the screws slowly to reduce the flow of financial aid and in no time along the way Pakistan will comply.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *