تاند- د امریکا د کانګریس کتابتون د افغانستان په اړه په زرګونو علمي، تاریخي او کلتوري اثار په ډیجټلي بڼه له اړولو وروسته افغانانو ته وړیا وړاندې کوي.

په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي سفیر محمود صیقل وايي، دا ارزښتناک اثار، چې قدامت یې ۱۳۰۰ میلادي کال ته رسېږي، د کانګریس د کتابتون له لوري دیجټلي شوي او د افغانستان خلکو ته د سوغات په توګه وړاندې کېږي.

ټاکل شوې ده چې دا علمي زېرمه  د روان سپټمبر په ۲۱ مه / د سنبلې ۳۱ / په یو لړ مراسمو کې، چې په واشنګټن کې د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګریس په کتابتون کې جوړېږي، نندارې ته وړاندې شي.

په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازي، محمود صیقل په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي«د دې پروژې له بشپړېدو سره اوس د کانګریس کتابتون د یادو کلیکسینونو بشپړ مواد د افغانستان ملي کتابتون، ملي ارشیف، د افغانستان امریکايي پوهنتون، کابل، ننګرهار، بلخ، بامیان، هرات، کندهار او بدخشان پوهنتونونو ته ورکوي.»

د ښاغلي صیقل په وینا د دغو کتابونو مطالب، چې په پښتو، دري، انګلیسي، فرانسوي، جرمني، روسي او نورو ژبو کتابونه، قلمي نسخې، نقشې، عکسونه، ورځپاڼې، د افغانستان چاپي خپرونې او د افغانستان په اړه له دغه هیواده دباندې خپاره شوي مواد پکې شامل دي، یولکو شپېته زره (۱۶۰۰۰۰) دیجټلي پاڼو ته رسېږي.

دې ته په پام چې د مجاهدینو د خپل منځي جګړو په مهال د افغانستان د اکثرو مجلو کلیکسینونه، قلمي نسخې او نایاب کتابونه لوټ شول، د کانګریس د کتابتون له لوري د دغو اثارو په انلایڼ بڼه خپرېدا زیات اهمیت لري.

د امریکا د کانګریس کتابتون، چې د نړۍ یو لوی کتابتون ګڼل کېږي، له ۲۰۱۲ م کال راهیسي د کارینګي شرکت په مالي مرسته د افغانستان د اړوندو کتابونو او نورو اسنادو د دیجیټلي کولو پروژه پیل کړه.

د کانګریس کتابتون همداراز ژمنه کړې چې په انترنیټ کې د (www.wdl.org) ویبپاڼې له لارې د دغو کلیکسسونونو د خپرولو ترڅنګ به دیجټل شوې نسخې په لوړ کیفیت د افغانستان علمي – فرهنګي موسسو ته وړاندې کړي څو دا مرکزونه په خپلو دیجټل او انلاین کتابتونونو کې ورڅخه استفاده وکړي.

له پاسنۍ ویبپاڼه څخه هر کتاب، مجله، نقشه… ډاونلوډ کولی شئ.

د کانګریس کتابتون د نړۍ دوهم ستر کتابتون دی. په دغه کتابتون کې د نړۍ په څه باندې ۴۵۰ ژبو کتابونه او نشرات موجود دي.

One thought on “د کانګریس کتابتون د افغانستان په اړه په زرګونو کتابونه په دیجټل بڼه انلاین کړل”
  1. رښتاهم دایوه ستره علمی مرسته ده خوداچه دکتاب اوکتابتون دچارو لپاره فنی اوکدری پرسونل لرو اوکنه ؟ لمړی باید لدی لپاره کوښښ وکړو چه ددی لپاره په لنډمهال کورسونه اواوږد مهال درسی پلان دپوهنځی په سطحه علمی کدرونه وروزو ،زه معلومات لرم چه مونږ په هیواد کی دکتابتون،یوماسټر لرو خوڅوك ورته کار،وظیفه نه ورکوی،که زما دالیکنه دهیواد کوم بادرده ،ورور ګوری نو جهانی وزیر صاحب ته دی ورسوی چه ،دلایبرری ساینس ماسټر دکابل عامه ،کتابخانی (کتابتون) ته وګماری چه هم په مسلکی بڼه کتابتون ورغوی اوهم دپرسونل په روزنه کی لاسته راوړنی ولری !هغه ماسټر څوځله دفرهنګ وزارت ته مراجعه کړی
    خوچائې غږ ندی اوریدلی .هغه استاد هغوی پیژنی ،نودچا خبره کتاب به څه چه په ساتنه اوارزښت ئې نه پوهیږم !دفرهنګ وزارت یو خبرنګار هم خبرولی شی ،والسلام .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *