تاند- د امریکا په کانګریس کې د دیموکرات ګوند یوه استازي د ډیورند کرښې د منلو لپاره پر افغانستان د فشار راوړلو غوښتنه وکړه.
په کانګریس کې د کلیفورنیا یوه استازي براډ شرمن غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې د امریکا مرستې د دغه هیواد له لوري د ډیورند کرښې له رسمیت پېژندلو سره وتړل (مشروط) شي.
شرمن د امریکا له باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره په کتنه کې وویل، تر څو چې امریکا دا اختلافي مسله حل نه کړي، په افغانستان کې به سوله را نه شي.
شرمن په عین حال کې ومنله چې د افغانستان لپاره د رسمي پولې په توګه د ډیورنډ کرښې منل خورا سخته کار دی؛ خو ډیورند کرښه د هند، پاکستان او افغانستان لپاره پر یوې ستونزې بدله شوې ده.
د شرمن په وینا ډیورند د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ګڼل کېږي او له همدې کبله اسلام اباد فکر کوي چې هند په افغانستان کې تر پاکستان زیات نفوذ لري.
د افغانستان حکومتونو په ځلونو ویلي چې د ډیورند کرښه په حکومتونو پورې نه بلکې د کرښې د دواړو خواوو په اوسېدونکو پورې اړه لري.
ځینې امریکايي سناتوران هر څه موده وروسته د افغانستان د لوړو ملي ګټو خلاف څرګندونې کوي حال دا چې په تېرو ۱۷ کلونو کې پاکستان سخت ګوزارونه ورکړي دي.
په تېرو کلونو کې څو امریکايي سناتورانو د افغانستان د وېشلو یا فدرالي کولو وړاندیزونه وکړل خو د امریکا مرکزي حکومت د هغوی وړاندیزونو ته اعتنا نه ده کړې.
له بلې خوا تراوسه پورې پاکستان هیڅکله نه دي ویلي چې که ډیورند کرښه افغانستان په رسمیت ومني نو د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې او د افغانستان له ویجاړولو به لاس واخلي.
ځینې پخواني پاکستاني پوځي چارواکي په زغرده وايي چې که امریکايي پوځیان یې له افغانستانه وتلو ته اړ ایستل، د ډیورند پر ځای به امو د دوی پوله وي.
شرمن باید پدې پوه شي چې پدې موضوع کې ګوتې وهل د افغانستان سره د امریکا ازلي دښمني پيدا کولی شي.افغانان هر ظلم زغملی شي مګر د ډيورنډ موضوع کې سر ورکولو ته تیار دي. امریکا که پدې مسله کې د پاکستان طرف ونیوه یا یې دا مسله مخکې بوتله نود تل لپاره به یې په افغانستان کې د پښو ایښودو ځای ورک شي.