تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې د کاپیسا امنیه قومندان فرید احمد مشعل په نجراب ولسوالۍ کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، ښاغلی مشعل تېره ورځ د نجراب ولسوالۍ په پټه دره کې ژوبل شوی دی.
نوموړی وايي، طالبانو په پټه دره کې تېره ورځ پر دولتي پوستو بریدونه وکړل چې قومندان مشعل یې د دفاع لپاره سیمې ته رسېدلی او په اوږه یې مرمۍ خوړلې ده: (( ښاغلی اوس په بګرام کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.))
بلخوا د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، د تېرې ورځې په جګړه کې چې په نجراب ولسوالۍ کې وشوه دوه سرتېري، دوه سیمه ییز پولیس او درې د محلي اردو پوځیان ټپي شوي دي.
نوموړی تاند ته وايي، په دې جګړه کې ۱۰ طالب وسل وال وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.
خو طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د نجراب په پټه دره کې نه یوازې د کاپیسا امنیه قومندان بلکې د نجراب امنیه قومندان هم ژوبل شوی او دوی دغه دره نیولې ده.
جنرال فرید مشعل پر غزني د طالبانو د برید د شاته تمبوونکی جنرال بلل کېږي.