د کاپیسا د البیروني پوهنتون استاد ښاغلي فهیم بهیر د کاپیسا پر شفاهي ادبیاتو کتاب کښلی دی. دا کتاب ښاغلي بهیر پر تاسو تاندوالو پیرزو کړی. دا یې لومړی څپرکی دی.

*    *     *     *

لومړی څپرکی

د کاپیسا تاریخي سیر

کاپیسا زموږ د هېواد په تاریخي کې ځانګړی نوم لري،چې د کابل په شمال او شمال ختیځ کې پرته ده ،چې د لرغونپوهنې ګڼ شمېر تاریخي آثاراوشتمنۍ په خپله سینه کې لري.

کاپیسا د خپل ستراتیژیک موقعیت له پلوه د پخوانیو سترواکیو مرکز تېر شوی او یوه پراخه سیمه وه ،چې شمالي او جنوباً سل کیلو متره اږدوالی لري او لویدیځ او ختیځ اوږدوالی یې پنځوس مترو ته رسیږي ،چې له څلور خواوو نه په غرونو کې را چاپېره شوې ده.

شمال ته یې د هندوکش لوړ واورین غرونه پراته دي، ختیځ او لودیځ ته یې هم د هندوکش لړۍ غزیدلي دي ،چې یوه حاصلخیزه سیمه ګڼل کېږي.

د استاد کهزاد په وینا کاپیسا د نړۍ د یو له ښکلو سیمو څخه ګڼل کېږي ،چې ځانګړی اقلیم(اب و هوا) سیندونه، د غرونو لوړې څوکې، او مهم ستراتیژیک موقعیت د وریښمو لار د همدې په غېږ کې تېري همداسې په لرغونې وختونو کې د هند، چین، مدیتراني بحیرې، روم او بخار تر منځ تجارتي تګ او راتګ مرکز او مهمه لاره کاپیسا وه، خو نن هغه پراخه کاپیسا په بیله سیمه اوښتې ده ،چې لرغوني او اوسني شکل ته به یې یوه ځغلنده نظر وکړو:

   ۱ – لرغونې کاپیسا:

کاپیسا د لرغوني شاهي ښار په نوم یاديږي،چې چیني څېړونکي یې د (کې پیش) یا (کې پن) او یوناني جغرافیه لیکونکو د د ( کاپیسې )یا د (کاپیسا ) په نوم یاد کړی ،چې له ۱۵۰ ق م څخه تر ۶۲۵ ق م پورې د لرغونو پاچاهانو د امپراطورۍ مرکز.

په لرغوني کاپیسا کې د نننۍ کابل او پروان ځینې سیمې، لکه: کوهدامن، بګرام، چاریکار، جبل السراج او د اوسنۍ کاپیسا سیمې لکه: کوهستان، تګاب او نجراب سیمې د کاپیسا په نوم یادېدې ،چې بګرام د کاپسا مرکز ګڼل کېده او د تاریخ مهمو پاچاهانو په کې استوګنه کړې ده. مخکې له د میلاد د دریمې پېړۍ له نیمايي څخه یې د پلازمینې په توګه ځای درلوده ،چې د یوناني او باختري سترواکیو په دوران کې هم له ځانګړی اهمیت څخه برخمن و. د یادو واکمنیو پروخت یې ودانۍ درلودي. د کاپیسا په جنوب کې د یونانیانو واکمنۍ وه ،چې د کوشانیانو په راتګ سره له منځه لاړه کوشانیانو د کاپیسا پرته کابل او همداسې د هېواد جنوبي او ختیځې سیمې ونیولې ،چې پلازمینه یې کاپیسا ټاکلې وه، د هېواد په تاریخ کې کوشانیان په ځانګړي ډول د کنیشکا دوره ځانګړي نوم لري. د ده پر مهال کاپیسا د سیاسي نفوذ نه برخمنه وه، ښه فرهنګي او تجارتي اړیکې یې د هغه مهال له مهمو سترواکیو، لکه: د چین او روم سره درلودي او په دغه دوره کې د کاپیسا په بیلابیلو برخو کې عبادتځایونه او ښارونه هم جوړ شوي ،چې اوسمهال د ځینو کیندونو په اساس یې لرغوني آثار را ویستل کېږي.

کانییشکا(۱۶۰-۱۲۰م) هغه واکمن دی ،چې یو ځانګړی حکومت یې په اریانا کې رامنځته کړ او د خپل سیاسي نفوذ د کنټرول په موخه یې د اوړي مرکز د کاپیسا بګرام وټاکه. د ده ودانۍ د پوهانو او تاریخي اسنادو په اساس د پنجشیر د سیند په غاړه جوړه شوې وه اوسمهال ،چې کومې کیندنې د فرانسوي او انګریزي لرغون پېژندونکو له خوا تر سره شوي دي د بګرام د ښار تاریخي لرغونتیا د کوشانیانو واکمنۍ ته رسیږي. فرانسوي ختیځ پېژندونکو ،چې کومې څېړنې په بګرام کې تر سره کړي د بګرام ښار یې د شاهي ښار په نوم یاد کړی ،چې د کانیشکا پروخت جوړ شوی دی.

ویل کېږي ،چې د دغه ښار بنسټ د دویمې پېړۍ په نیمايي کې مخکې له میلاد څخه ایښودل شوی دی، ،چې کوشانیانو د خپل د اوړې پلازمینې په توګه و ټاکه. پخوا د بګرام له نوم سره چا بلد تیا نه درلوده، بلکې د کاپیسا په نوم یادیده، ځکه د بګرام ښار د کاپیسا د ښار په نوم یادیږي. د استاد کهزاد په وینا د لومړۍ هجري پېړۍ پورې په تاریخي اسنادونو کې د کاپیسا نوم ثبت شوی نه د بګرام.

کاپیسا د ځانګړې ښکلا څخه برخمنه ده کله ،چې د فرانسوي لرغون پېژندونکي موسیو فوشه په دې سیمه سترګې ولګیېدې وې ویل: (( که ،چېرې د کاپییسا د غرنیو لړیو سره سیند ګوټي وای،نو د کشمیر سره به یې پوره ورته والی درلوده)).

د لرغونې کاپیسا په اړه ځینو څېړونکو ځانګړې لیکنې کړي دي. په دې اړه استاد پوهاند عبدالشکور رشاد لیکلي: (( په تاریخ کې د کاپیسا جغرافیا يي نوم ډېر قدامت لري او یوناني جغرافیه لیکونکي د دغې سیمې نوم(که پي سا) ضبط کړی او چیني مورخانو(کي پایس) په نوم یاد کړی دی. د بطلیموس په جغرافیه کې ،چې په دویمه میلادي پېړۍ کې لیکل شوې ده (که پي سا) په نوم یاد شوی دی او کاپیسا یې کوپي یا کوپان د کابل له پاره بطلیموس ذکر کړی دی)).

په لرغوني کاپیسا کې د نننۍ کاپیسا ځینې ولایتونه شامل وو ،چې د دې سیمې د اهمیت په اړه پوهاند رازقي نړیوال لیکلي: (( په تاریخ کې کاپیسا نه یوازې د یو سوق الجیشي سیمې، نقطې او تجارتي لوی مرکز او ستر معبد او یا د یو ډېر لوی مذهبي کانون په توګه ګڼل شوی دی، بلکې د دې تر څنګ د دې ښار د عروج په دوره کې هغه نه یوازې د یو شاهي پایتخت، بلکې د یو سلطنت په توګه هم یاد شوی دی)).

چیني زایر ،چې په اوومه عیسوي پېړۍ کې کاپیسا ته راغلی و، له دې سیمې څخه یې لیدنه کړې او په هغه وخت کې پاچا د کشتاریه، یعنې د نجیباو له ډلې څخه و ،چې اوه امارتونه یې تر ادارې لاندې و او هغه سیمې ،چې د کاپیسا په سیاسي نفوذ کې شاملې وي هغه چینې زایر هیوانتسنګ په لاندې ټوګه معرفي کړي دي:

۱ – لاپو(لغمان) شاهي کورنۍ یې له منځه تللې وه او د کاپیسا له خوا نه اداره کېده.

۲ – نګاراهار( ننګرهار) دلته هم کومه ځانګړې حکمراني نه وه ،بلکې حکمرانان یې له کاپیسا څخه ټاکل کېدل.

۳ – تاشاسیلو(تاکسیلا) دا سیمه هم ډېر وخت د کاپیسا نه اداره کېده، خو وروسته په کمشیر پورې وتړل شوه.

مخکې لنډه یادونه وشوه ،چې د کاپیسا د عروج وخت په فرهنګي، سیاسي او تجارتي لحاظ د کانیشکا له واکمنۍ سره اړه لري او د ده پر مهال د سیمو د سترواکیو سره ځانګړې روابط درلودل، د ده پر وخت د مذهب ازادي هم زیاته وه، ،چې د کاپیسا په مرکز (بګرام) او په نورو سیمو کې ډير عبادتځآیونه او راهیبان موجود و ،چې د بودايي دین یو مشهور عالم د (ګوناوارمن، Gunavar man ) ،چې د کاپیسا یو شهزاده و، ځانګړی نوم لري ،چې ده د بودايي دین د خپرېدو په موخه د جنوب ختیځ اسیا او چین ته سفرونه وکړل او هلته یې ګڼ شمېر شاګردان وروزل.

له کوشانیانو څخه وروسته واک کیداریانو ته ورسیده او د دوی پر مهال هم کاپیسا د پلازمینې په توګه مطرح وه.

زما په اند د کاپیسا لرغونې او د تاریخي آثارو ډکې سیمې په ننني پروان پورې ډېره اړه لري ،چې د تاریخي اسنادو په اساس د یونانیانو ،چې کوم ښار په کاپیسا کې جوړ کړی و د هغې په اړه په تېرو وختونو کې څېړنې شوې، همدا ډول له یونانیانو پرته کوشانیانو هم ښه صنعت رامنځته کړی، کوم لوښي، تاریخي سیکي، جامونه او د پاچاهانو انځورونه ،چې لاسته راغلی د کوشانیانو دوره په کې ښه ځلیدلې ده او د دغه آثارو نموني په ملي موزیم کې هم شته دي.

خو د بګرام د شاهي ښار یا د عبدالله برج پرته د نننۍ کاپیسا په شمالي او شمالي ختیځ برخه کې د خم زرګر او صدق اباد سیمې هم د لرغونو شاهانو یا د کانیشکا د مهال ځانګړې آثار په خپله غېږه کې لری. دلته هم ځانګړې عبادتځایونه موجود و او هغه تجارتي کاروانونه ،چې د اریانا د شمال او جنوب او لویدیځ نه کاپیسا ته راتلل او په خم زرګراو نورو سیمو کې به یې اړول ،چې اوسمهال ځینې خلک هم په پټه توګه په دې سیمه کې کیندنې کوي او ځینې تاریخي آثار یې ترلاسه کړي.

په نهمې میلادي پېړۍ کې د کاپیسا پر ځای کابل د پلازمینې په توګه وټاکل شو او وروسته لدې په اسلامي تاریخونو او آثارو کې د کاپیسا پر ځای د کابل نوم د تاریخ پاڼو ته ولویده او د کاپیسا نوم نور د خلکو له غوږو څخه لرې کېده، یعني د (۲۲۰ م) نه ۱۹۶۰م پورې کومه پاملرنه ورته ونه شوه، بلکې په ۱۹۶۰ م (۱۳۴۲ ش ل) د هغه مهال لومړي وزیر(صدراعظم) محمد یوسف فیصله وکړه ،چې د افغانستان ادار ي واحدونه لوړ شي همغه و،چې کاپیسا بیا د یو ولایت په توګه رامنځته شوه او نوم یې بېرته د خلکو ذهن کې پیدا شو ،چې شمال ته یې پنجشیر، جنوب او غرب ته یې پروان او کابل او ختیځ ته یې لغمان پروت دی.

کاپیسا ۱۸۷۱ کیلو متره مربع مساحت لري او دا

لاندې شپږ ولسوالۍ لري:

۱ – تګاب: د دې ولسوالۍ ۹۵ فیصده خلک پښتانه دي.

۲- نجراب: دلته د افغانیه، پچغان او ځینو نورو سیمو کې پښتانه ژوند کوي.

۳ اله سای: اله سای کې پشه يي دي، خو په لومړیو کلیو کې پښتانه دي، چې اوس مهال پشه يي کوي او ځینو خپله ژبه له لاسه ورکړې ده.

۴ د کوهستان لومړۍ حصه: ټول درې زیان دې او او څو کلي پشه يي قومونه هم لري.

۵ د کوهستان دویمه حصه: دا هم ډیری دري زیان دي، او په ځینو سیمو کې پښتانه هم استوګنې لري.

۶ د کوهبند ولسوالۍ: زیاتره پشه یان دي او پښتانه قومونه په کې استوګنه نه لري. د یادونې وړ ده چې د کاپیسا ډېری وګړي دري زبان، بیا پښتانه او پشه یي ژبي لري. د دري زبانو تر څنګ ډیری پښتانه د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې هم اوسیږي چې ډېرو یې خپله ژبه هم هېره کړې ده.

۱اوسمهال هم د پورته ولسوالیو په سیمو کې ډېرې تاریخي نښې لیدل کېږي او ګن شمېر تاریخي آثار لري ،چې له مهمو سیمو څخه به یې دلته یادونه وکړو

کاپیسا د سمندر له سطحې نه ۱۵۰۰متره لوړوالی لري، ،چې مرکز یې محمود راقي نومېږي.د هندوکش هسک واورین غرونه د لرغوني کاپیسا په شمال کې پراته دي ،چې د هندوکش د غرونو لړۍ همداسې له شمال څخه کوهبند، نجراب او تګاب له لوري هم غزیدلي دي.

۱کاپیسا که له یوې خوا په غرونو کې را چاپېره ده، بل خوا پنجشیر سیند د پروان او د کاپیسا تر منځ کرښه کاږلی ،چې ختیځ ته یې کاپیسا او لویدیځ ته پروان پروت دی او د کاپسسا ډېرې ځمکې، لکه: د اول کوهستان، د دویم کوهستان او د مرکز محمود راقي ځمکې د پنجشیر له سیند څخه د نهرونو په واسطه خړوبېږي.

د هسکو او واورینو غرونو له امله یې په ژمي کې هوا یخه او په اوړي کې یې معتدله او ښه هوا لري ،چې د هیواد له ګوټ ګوټ نه ګڼ شمېرخلک یې د سیل له پاره راځي. د کوهستان اوله او دویمه برخه او د محمود راقي سیمې په اوړي د شنو او ښکلو ونو له کبله سمسورې او تازه ښکاري ،چې په دې سیمو کې توت، زشردالو، بادام او انګور ونې لیدل کېږي خو د دې سیمو په پرتله په نجراب او تګاب کې انار، جنغوزي، الو چارمغز زیات پیدا کېږي او ډېرې ښې ونې لري.

د کاپیسا د کرنې پیداوار غنم، جوار، اوربشې، لوبیا، مۍ،پنبه، کچالو څخه دي او و،چې او تازه میوې لکه انګور، انار، بادام، جنغوزي او زردالو نورو ولایتونو او ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.

په دغه ولایت پخوا د نساجي فابریکه هم موجوده وه ،چې د اسیا په کچه یوازینې فابریکه وه ،چې ښه ټوکران یې جوړول او زیات شمېر کارکونکو په کې دنده تر سره کوله ،چې هغه اوسمهال د کورنیو جنګونو له امله ویجاړه شوې ده او اوسني حکومت هم ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

کاپیسا د خپل جغرافیوي موقعیت ته په کتو او د لرغونو پآچاهانو د واکمنۍ په اړه ګنې افسانوي کیسې هم لري ،چې زیات وخت له تاریخي واقعیتونو سره نژدې اړخ لګوي، بل خوا د هندوکش لوړ غرونو څخه په اوړي کې څو میاشتې ګرم شمال هم په دې سیمه کې چلیږي ،چې زیات وخت کرنیزو حاصلاتو ته زیانونه اړوي ،چې په اوړي کې هوا معتدله او په ژمي کې یې سړه وي.

په کاپیسا کې ۲۸۷۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه شته ،چې له دې جملې څخه یې ۱۰۰۰ جریبه للمي ده، ،چې د اول کوهستان، دویم کوهستان او محمد راقي ځمکې پ اوړې کې هم د پنجشیر له سیند څخه اوبه اخلي، مګر په نجراب، تګاب او اله سای او کوهبند ولسوالیو کې ځمکې د غرونو له لړیو څخه د واورو په ویلي کېدو سره اوبه کېږي ،چې په اوړي کې ذکر شوي سیمې د اوبو له کمښت سره مخ دي او د کرنیزو حاصلاتو پر کموالي او ډېروالي ډېر اغیز لري.

د لرغونپېژندونکو پلټنې

په کاپیسا کې فرانسوي، انګریزي او داخلي لرغون پيژندونکي پلټنې کړي، خو د نننۍ کاپیسا دوه مهمې سیمې ،چې ګڼ شمېر آثار د بودیزم د دورې لاسته راغلي په لنډه توګه معرفي کوو ،چې د ښاغلی سر محقق عبدالصابر جنبیش په وینا فرانسوي او افغاني لرغون پېژندونکو په کې کار کړی دی:

خمزرګر:

د دې سمې له نوم څخه معلومېږي ،چې ګڼ شمېر قیمتی آثار په خپله غېږه کې لري ،چې د کاپیسا د اول کوهستان په شمال کې پرته سیمه ده او یو وړوکی غره سره نښتې ده ،چې د کوشانیانو د وخت عبادتځایونه او نور آثار په کې لاسته رغلي دي دلته نسبت د کاپیسا د ننرو سیمو په پرتله فني کندنې هم تر سر شوي دی ،چې لوښي، مجسمې، مډالونه او د بودا یو مجسمه او په لسګونو نور لرغوني آثار په کې موندل شوي دي.

د تاریخي پلټنو په اساس په اول کوهستان کې مهمه همدا سیمه ده لکه مخکې ،چې مو اشاره وکړه د کوشانیانو پر وخت همدلته بهرني سوداګرو هستوګنه هم درلوده او تر اوسه په ډې سیمه کې تاریخي آثار شته ،چې اوسمهال ورته حکومت هم پآملرنه کړې او هغه سیمې په نښه شوي ،چې هلته تاریخي آثار موجود ډي ، خو بیا د همدې وړوکي غره تر څنګ ډېر کورونه په خپل سر جوړ شو ی او د کاپیسا د اطلاتو او فرهنګ پخواني رییس عبدالعلیم شفیق په وینا ځینې خلک هڅې کوي،چې د تاریخي سیمو پر ځای کورونه ودان کړي او بیا د شپې او د ورخې په کې کار کوي تر څو کوم آثار تر لاسه کړي.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا د دې غرونو تر څنګ ځینې اوږده قبرونه هم شته ، د خاور سرې بخنۍ غونډۍ هم تر سترګو کېږي، په ژمي موسم کې یاد تاریخي آثارو سیمې له شمال څخه په امان کې دي او د لمر وړانګو ته مخامخ پرته سیمه ده ،چې د همدې موقعیت په اساس د پخوانیو پاچاهانو د پآم وړ ګرځېدلې وه او ځینې سیمیز څېړونکي دا هم وايي دلته هم پخوا د کوشانیانو په وخت یو کوچنی ښار و خو تر اوسه بیا هم دا سیمه فني کیندونو ته اړتیا لري ،چې د پلټنو په ترڅ کې به ترې څه راووزي.

صدق آباد:

دا سیمه د کاپیسا په مرکز کې ده ،چې په ۱۹۴۲ م کې څو سیکې ورڅخه تر لاسه شوي ،چې د همدې کال په څېړونو کې د نورو لرغون پېژندونکو سره د هېواد د لرغون پېژندنې پلار استاد احمد علي کهزاد هم و ،چې د یفتلي وخت پاچاهانو سره تړاو لري او دوی د ۵ او ۶ میلادي پېړۍ کې حکومت درلوده.د سیمې د اوسیدونکو په وینا په دې سیمه کې ډېر نور آثار لیدل کېږي ،چې کله د ځینو کسانو له خوا په غیر قانوني توګه هم د کورنیو جګړو پر مهال ویستل شوي او ډېر لا پاتې دي.

تګاب:

تګاب د کاپیسا جنوبي ولسوالۍ ده ،چې ۴۸۵ کیلو متره مربع مساحت لري او د سمندر له سطحې څخه ۱۳۰۰ متره لوړوالی لري. د تګاب ولسوالۍ ختیځ ته لغمان او اله سای ولسوالۍ،شمال ته یې نجراب ولسوالۍ، جنوب ته یې د کابل سروبي ولسوالۍ او لویدیځ ته یې پنجشیر سیند پروت دی.

د وریښمو تنګي لار د هېواد ختیځ د هېواد له شمال سره په همدې ولسوالۍ سره تړل کېږي، په دې ولسوالۍ کې هم ګڼ شمېر تاریخي آثار شته او ډېر وخت د غیرې فني کندنو په ترڅ کې بر سېره شوي او زیات وخت له ګاونډیو هېوادونو څخه ځینې کسان راغلي دلته یې څېړنې کړي او ځڼې مواد یې ویستلي دي.

د ځینو کیندنو په ترڅ کې ،چې کوم آثار پیدا شوي د بګرام د ځینو آثارو سره ورته والی لري او د بودا د مجسمې سر هم دلته پیدا شوی ،چې د ګنداهاره د مکتب د آثارو په ډله کې حسابیږي. په دغه ولسوالۍ هم د کوشانیانو د وخت سیکې، لوښي او غرونو په لمنو کې پخواني کورونه را برسېره کېږي ،چې د جوړېدو وخت یې د کوشانیانو واکمنۍ مهال ته رسیږي.

نجراب:

نجراب هم د کاپیسا په جنوب ختیځ کې پرته ولسوالۍ ده ،چې د هندوکش لړۍ کې را ګېره ده ،چې ۵۸۵ کیلو متره مربع مساحت لري او د سمندر له سطحې نه ۱۶۷۵ متره لوړوالی لري.

کله ،چې به د وریښمو د لارې ځینې کاروانو مخکې له میلاد او وروسته له میلاد څخه کاپیسا ته د جنوب یا د شمال له لارې داخلېدل دوی ډېروخت په همدې سیمو لکه تګاب، نجراب کې پاتې شوی دي دلته یې ودانۍ جوړې کړي او لرغونې آثار یې پریيښي دي او د فرهنګي کړۍ په همدې سیمو کې ګرمې وي ځکه اوسمهال هم په دې سیمو کې پخوانیو هغه ودانۍ را بر سېر کېږي ،چې د ودانیو جوړښت د بګرام یا د کاپیسا د نورو ښارونو سره ورته والی لري او یونانیانو او کوشانیانو د زمانې لوښي سیکې او نور مسي شیان پکې پیدا کېږي.

په نجراب کې هم د غیرې فني کېدنو په ترڅ کې ګڼ شمېر آثار را ویستل شوي او لاپاتې دي، د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل جانس خان ژړن به ویل د مرکزي ولایتونو په ډله کې ،چې کوم لرغوني آثار د سروبي په وزبین سیمه، د کاپیسا په تګاب، نجراب کې شته بیا په هیڅ ولایت کې دومره آثار نشته. رښتیا هم په یادو سیمو کې ،چې کوم کورونه د غرونو په لمن یا د اوبو د سیند ګوټو سره نژدې جوړ شوی په پاخه او اساسي ډول داسې جوړ شوي ،چې جوړښت ته یې سړی حیرانیږي.

په دغه کورونو کې زیاتره سیکي، ،چې د پاچاهانو انځورونه لري همدا ډول په ځینو کې پاچهانو انځورنه شته او د کوزو په څیر داسې یو اثر ما خپله ولېده ،چې سر یې بند و، خو کله ،چې سر مات شو له دې څخه یو شین دود پورته شو او هغه کسانو ،چې دغه کوزی اخیستي یا یې ماهرین وو هغوی ویل په کوزه کې ،چې کوم شین دود بند دی دا د ځینو مهمو نارغیو له پاره ګټور دی او په زرګونو ډالره دغه سر پټې کوزه اخیستل کېږي.

په لنډه توګه ویلای شو ،چې کاپیسا د یونانیانو او کوشانیانو د واکمنیو پر مهال ځانګړی شهرت درلوده خو د کانیشکا د واکمنۍ پر مهال د اوړې پلازمینه وه ،چې د پخواني اریانا ډېرې سیمې یې تر واک لاندې وې او دغه وخت کې د کاپیسا اړیکې د سیمو د نورو سترواکیو سره نژدې وي ،چې په ترڅ کې په کآپیسا کې فرهنګي مزکزونه او بازرونه موجود و او د هغه وخت د ځینو هېوادونو مهم توکې همدلته پلورل کېدل، خو د اسلام مبارک دین په راتګ سره له کاپیسا څخه پلازمینه کابل ته یوړل شوه او کوم فرهنګي میراثونه ،چې یې درلودل هغه ځینې له مینځه لاړل او وروسته له دې کابل خپل ځانګړی نوم په تاریخ کې پیدا کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *