دویم څپرکی
منظوم شفاهي ادبیات
په هره ټولنه نالیکلي ادبیات شته ،چې سینه پر سینه له یو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي ،چې زیاتره د عوامو یا د سیمې د اوسیدونکو له خوا د همغه چاپیریال په شرایطو کې رامنځته شوي وي او په شفاهي ډول ساتل شوي وي ،چې د هغې ټولنې د کلتور یوه مهمه برخه جوړوی ،چې شفاهي ادبیات د فولکلور یوه ستره برخه ده لومړی به په فولکلور رڼا واچو:
فولکلور د فولکلور په اړه پوهانو ګڼ شمېر تعریفونه وړاندې کړي، خو فولکلور(( Folklore د انګریزي ژبې یوه مرکبه کلیمه ده ،چې د دوو کلیمو (فولک) او (لور) نه جوړه شوې ده. فولک لغوي معنا ده ولس یا خلک او لور معنا ده، پوهه یا زده کړه، یعن�� فولکلور د خلکو زدکړه یا ولسي پوهه .
نو دې پورته تعریف ته په کتو سره په فلکلور کې د ټولنې ګڼې برخې راځي، لکه: سندرې، منظومې کیسې، نکلونه، متلونه، ترانې، دودونه، عنعنات او د خلکو عقاید او د ژوند نورې ډېرې برخې . استاد وفا لیکي: (( فولکلوریک ادبیات یوازې هغه وګڼو ،چې په ګړني ډول په کلیو، بانډو او ولسونو کې د ښځینه و او نارینه وو له خوا په منظوم او یا هم منثور ډول تولید شوي وي او هنري ارزښت ولري)).
د کاپیسا په شفاهی ادبیاتو کې به لومړي منظومې برخې وړاندې کړو ،چې بیلابیل ژانرونه لري او محتوايی هم سره توپیر لري.
۱ – لنډۍ:
لنډۍ د پښتو به شفاهی ادبیاتو کې یو اسانه او مهم ژانر دی ،چې په خپله لنډ او تنګه غېږ کې لویې معناوې رانغاړې او په شعري فورمونو کې تر ټولو کوچنی فورم لري ،چې له یو بیت یا دوه مسرو څخه جوړه وي.
د پښتو لنډۍ د وړوکي فورم او د د معنا دځواک د لېږ له پلوه په نړیوال ادب کې ساری نه لري، ،چې لومړۍ مسره یې ۹ سیلابه او دویمه مسره یې ۱۳ سیلابه ده. کومه قافیه نه لري، بلکې د وروستۍ مسرې په اخر کې یوه اهنګینه (ه) تور راځی ،چې د هغې په واسطه اهنګ او وزم پیدا کوي او په احساساتو ښه اغېز کولای شي.
د لنډیو د لومړۍ مسرې څلورمه او اتمه څپه او د دویمې مسرې څلورمه، اتمه او دولسمه څپه خجنه وي لکه:
،چې مسافر په کاڼو ولي
جنۍ لمن به دې خدای نه زرغونوینه
د لنډیو په اړه ډېرو ادبپوهانو بیلابېل تعریفونه او پېژندنې وړاندې کړي، خو ځینې نالوستي ولسي خلک هم د لنډیو په اړه ،چې د همدوي له خوا رامنځته شوي دي دوی هم بیلابیل نظریات د لنډیو د پېژندنې په اړه وړاندي کړي:
ځینې وايي ،چې د لنډۍ ته ځکه لنډۍ وايي ،چې لنډۍ له مار نه یو وړوکی چیچونکی حشره ده ،چې کله د غرونو په لمنو او کاڼو تر څنګ پیدا کېږي کله ،چې څوک وچيچي سړی نه رغیږي، نو دغه لنډۍ په یو پښتون ځوان یا پښتنې باندې همداسې یو اغیز کوي. خینې بیا وايي ،چې لنډۍ ته ټپه هم وايي ځکه ،چې کله څوک زخمي وي او د هغه په زخم ټپ ايښودل کېږي تر څو د هغه زخم جوړ شی او درد یې ارمه شي، نو کله ،چې مین ��ګړی دغه لنډۍ واوري یا يې ووايي پر ده داسې تاثیر کوي لکه پر خپلو زخمونو ،چې ټپ(پټۍ) لګولی وي.
یو شمېر بیا وايي ،چې لنډۍ ته مسره(مصره) هم وايي ځکه ،چې یو ډول تورې د مصرۍ په نوم هم یاديږي او هغه په غوڅولو کې ځانګړی نوم لري ، نو لنډۍ هم د مین پر زړه همداسې لګېږي لکه د تورې ګزار. دا د لنډیو په اړه ولسي نظرونه وو، د دې تر څنګ لنډۍ د اوسمهال د پښتو ادب نوې ژانر او ډول نه دی، بلکې لرغونتیا له میلاد نه پخوا وختونو ته هم رسیږي او د اریایانو له خوا ویل شوي دي ،چې د وخت په تېرېدو سره یې د ژوند په هره برخه کې لنډۍ ویلي زیاتره رامنځته کونکي ښځینه طبقه ده ،چې دوی زیاتره د لیک او لوست څخه هم بې برخې دي د خپل احساساتو د ښکاره کولو په اړه په منظوم او وزم لرونکي شکل کې لنډۍ له خولې راوتي ،چې سینه پر سینه یې له یو نسل څخه بل ته لېږدولي دي.
لنډۍ ټولې او په هره برخه کې خوند کوي خو د مینې او محبت لنډۍ ډېرې دي همداسې په نورو برخو کې شته او زه فکر کوم لنډۍ اوس زیاتره خلک د متل په شان ځینې وخت په مرکو او مجلسونو کې د خپلې خبرې د ملاتړ په موخه هم کاروي، د هرې سیمې اوسیدونکو لنډۍ د نورو سیمو سره هم د موضوع په لحاظ توپیر لري دلته هڅه کوو ،چې د کاپیسا د پښتنو سیمو نالیکلي لنډیو بیلګې وړاندې کړو.
د لنډیو څو بیلګې د مینې په اړه:
مینه په تلور راتلو زیاتیږي
سهار راځه ماښام به زه درځم مینه
په سره غرمه کې ټپې لیکم
د ګودر مینې رانه غوښتې دي مینه
خدایه نړۍ ورنه صفا کړې
څوک ،چې د دوه دوستانو مینه ورانوینه
***
مینه خو تا کړه ما خو نه کړه
اوس ،چې یې لنډه پرې کوې ژړا رځینه
مینه کومنکره نه یم
که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه
***
د عاشقانو دا عادت وي
لوګی با نه کړي ژړا یار پسې کوینه
د عشق زور راته معلوم شو
که مې هندو په لور مین شي ور به يې کړمه
مینه په زړه لرم عاشق یم
دا ستاد حسن نه به سر قربانومه
***
پیزوان دې سم د پاچاهي دی
دا سور چارګل دې شهزاده امر کوینه
ستاد چارګل څلور پرې دي
ډېرې تېرې دي عاشقان حلالوینه
د عشق زور راته معلوم شو
په میږي پښه نږدم ،چې یار به یې پاتې شینه
***
د جینکو چارګل ارمان وي
د چا پوره د چا نیمګړی پاتې شینه
پیغله خو يي خوښه مې نه يي
د خمارو سترګو دې نور کوي سیلونه
ملا سلام به درته وکړم
زما جانان ته کتاب خلاص که ،چې راځینه
***
سترګې دې ولې تورولې
د ظالم لورې زه دې روغ لیونی کړمه
سترګو دې زخم په زړه راکړ
مسته خندا دې لا پر مالګې دوړونه
د غم او درد پروايي نشته
د عاشقانو زړونه خدای ستر کړي دینه
***