۲- د ماشومانو سندرې:

د ماشومانو سندرې هم د فولکلوریکو ادبیاتو یوه برخه یا ځانګړی ژانر دی ،چې هرماشوم د وړکوالي پر مهال ځانګړې ازادي لري. دوی پخپلو کې سره لوبې کوي د خپلو لوبو د لا خوښي په موخه دوی سندرې وايي دغه سندرې  کتابي بڼه نه لری یاد بل چا له خوا نه دي  لیکل شوی تر څو یې ماشومان ولولي او یو بل ته یې ووايي، بلکې خپله د ماشومانو له خوا رامنځته شوي دي او د ماشومانو د ساعت تېرۍ سبب ګرځیږي.

د هرې ټولنې ماشومان بیلابیلې لوبې کوي،څوک توپ کوي،څوک پټایپټ، څوک کک ډنډه کوي او څوک نورې. د هرې لوبي سره دوی ځینې سندرې لري ،چې د لوبې د اجرا پر وخت یې په یوازې او جمعې ډول هم وايي خو دغه سندرې د یوې سیمې د بل سیمې سره هم توپیر لري. دغه سندرې په ساده ژبه وړاندې کیږي ډېر وخت یې قافیې هم سره جوړه نه وي خو یو خوږ اهنګ لري او دا هغه وخت وي ،چې ماشومان لا د سواد سره دومره بلدتیا هم نه لري.

د نړۍ اوسني پرمختګونو سره اوسني زیاتره ماشومانو پځوانۍ لوبې هېرې کړی او هغه پخوانۍ سندرې له ماشومانو څخه هېرې شوي ځکه دغه سندرې هم په شفاهي ډول نورو نسلونو ته لېږدول کېږي، خو بیا هم زموږ د ماشومانو د دغې برخې خوندي کول په کار دي ،چې د ځینو لوبو په وخت به یې څو سندرې په لاندې ټوګه وړاندې کړو:

دغه لوبې زیاتره د مازیګر او غرمې پرمهال یا د مهمو ورځو پرمهال لکه اختر،نوي کال کې دغه لوبې ډېرې وي ،چې کوچني هلکان او انجوني یې په ګډه لوبې کوي یوتن یې په لوړ غږ یا په ګډه سره اواز پورته کوي:

(۱) چینکه مې خوټېږي

سور دستمال نه راوړي

لالا مې قوماندان دی

په چا خیال نه راوړي

»»»

(۲) لالا مې تللی دی میلې ته

را به شي غر مې ته

ما ته به الو راوړي

الو به ورکړم غواته

غوا به راته پۍ وکړي

پۍ به ورکړم خدای (ج) ته

خدای(ج) به راته ورور راکړي

ای وروره! بیداره شه

ستا په ډولۍ جنګ دی

ما سره قلۍ قلۍ بادرنګ دی

***

د ماشومانو دغه  لاندې سندره په بیلابیلوسیمو کې یو شان نه ویل کېږي، د کاپیسا ماشومان یې داسې وايي:

(۳) اکو بکو

سر سینده کو

غوا مې لاړه په ترپکو

ترپک پټی – پټي

به کې نشته منجوړی

منجوړی سر یې غوښتلی

طوطي ورته کتلی

طوطي په اوبو ګډ شو

 لکه شخ شخ لرګی

د بابیر بابا بچي

***

(۴) انګولا پتنګولا

بیلي بیلي چنګولا

پاتو خورې راوزه

په پلو کې دې ،چې دي؟

د بادو پرخ ،چې دي

دا کلا د چا ده؟

دا د ادم خان ده

په کې نشته در خانۍ

مورې چنګې ادېړۍ

***

(۵)هلک ناست دی په دوکان

غشي ولي په میدان

میدان داسې ځلیږي

لکه ستوری د اسمان

په اسمان کې یوه چرګه وه

چرګې لاندې هویه وه

هویې لاندې مار و

مار په خوله کې تار و

تار زما په کار و

***

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *