۳ – د میندو سندرې:
د میندې سندرې هم د فولکلوریک ادب د ژانرونو په ډله کې راځي ،چې میندې خپل ماشومانو ته ځینې منظوم ترکیبونه وړاندې کوي ،چې هغه د میندو د سندرو په نوم یادیږي.
دغه سندرې میندې د ماشوم، د کرارولو، ماشوم ته ویدو کېدو، کله ،چې مور په کوم کار لګیاوې او ماشوم ورڅخه لرې وي د دې په موخه ،چې ماشوم په ژړا نه شي او یا نوره نارامي ونه کړي او یا د دعاګانو پرمهال وړاندې کوي او د اوسنیو ډاکترانو اوارواپوهانو په اند د میندو دغه خوږې سندرې د ماشوم په روح او اروا ښه اغیز لري ،چې ماشوم د ژړا پر ځای ارامتیا اخلي او د ماشوم په وده کې هم ښه ډېره ګټه لري. د میندو دغه سندې هم د ماشومانو له پاره بیلابیل شکلونه لري ،چې ځینې ترکیبونه ډېر او د ځینو ترکیبونه لنډ دي اود محتوا په لحاظ هم سره توپیر لري او د هرې سیمې سندزې د بلې سیمې سره توپیر لري لکه لاندې سندره:
اللو للو
کوکونی للو
داسې ویده دی
لکه ګل د پسرلو
***
ځینې میندې له خپلو اولادونو څخه هیلې لري، په وړکوالي کې هغوی ته دعاګانې کو ي او خپلې هیلې د هغوی د ویده کېدو یا د کرارۍ پر مهال داسې وړاندې کوي:
زوی به مې لویږي
ماته پکاریږي
زه به ترینه ځار شم
ما نه قربانیږي
***
دغه سندره وینو ،چې د خپل جوړښت په اساس د قافیې په لحاظ، د اهنګ او موسقیت له پلوه د ماشوم په روان او روح اغیز شنیدلی شي او ماشوم ته ارامتیا وربښی او د داسې سندرو په ویلو ماشومان زیاتره ژر ویده کېږي.
د محتوا په لحاظ ځینې بیلګې:
د نورو ژانرونو په څېر د میندو په سندرو کې بیلابیلې خواوې رانغاړل کېږي ،چې څو بیلګې یې په لاندې ډول وړاندې کوو:
۱ – ځینې میندې د خپل ماشوم ستاینې په اړه وايي:
یو یې سپینکی مخ دی لکه پوڅه د چوپان
یوه یې لوړه پوزه ده، لکه پوله د دیکان
دوه یې غټې سترګې دي لکه ګاټي د میدان
دوه یې نرۍ وریځې دي که توری د قران
دوه یې نرۍ شونډې دي، که مزي د ګریوان
دا به څوک وي؟ لکه زما لعلو مرجان
***
۲ – ماشوم ته د ننګ او غیرت ښودنې پر مهال:
(پلانکی جانه) ښایسته
ښه دې توره ښه وسله
په ښایسته نیلي سپره
،چې نیلي دې تماشې کا
تور تازیان دي ور سره
***
۳ – ماشوم ته د ګرځېدو د هڅونې پرمهال :
(پلانکی جانه) غونډه منډه
دروازګۍ ته وکړه منډه
په ځان دې احتیاط وکړه
،چې تور پیکی دې نه شي کونډه
***
یوه اوږده سندره ماشومانو له پاره ،چې داستاني اړخ لري،کله ،چې ماشومان دغه سندرې اورې غلی وي د مور حرکات څارې له همدې ځایه د خبرو کولو په هنر هم پوهیږې په ځینو حرکاتو په اشارې هم پوهه تر لاسه کوي.
یوه ګونګټه وه
د پولې تر خوا پته وه
سر یې ښویه کړی وه
پټکی یې پرې وهلی و
مېړه ته یې زړه شوی و
شپون ورته ویل ،چې ما به وکړې
دې ویل هو
ویل په څه به مې وهې
ده ویل په ډانګ به دې وهم
دې وې ته ورک شه ډانګ دې ورک شه
بیا موږک په مخه ورغی وی ماکړې
دې وی وی په څه به مې وهې
دې ویل په پسته لکۍ
دې ویل تانه ځارشم د پستې لکۍ دې ځار شم
بیا ګونګټه اوبو ته تللې وه
په اوبو کې لویدلې وه
ویل یې په اوبو سوره
په زنځیر اسپه تړه
په موږک مې سلام وایه
،چې بی بي ګونګته په اوبو کې لوېده.