۴ – کیسۍ( چیستان):

کیسۍ هم فولکلوریک ژانر دی ،چې منظوم او نثري شکلونه لري . د فوکلور څېړونکو په وینا هم یې لویان او هم یې کوچنیان وايي او په ځینو پښتني سیمو کې دغه ژانر د ‎(ټکونه )یا( اړ )په نوم هم یادیږي.

کیسۍ هم په پښتو  اولسي ادب کې لرغونی تاریخ لري او دغه ژانر زیاتره د پښتو په پخوانو افسانوي کیسو کې هم وړاندې شوی دی  او ارزښت یې په دې کې دی ،چې د ماشومانو یا د انسان د ذهني قوي په هڅونه او تیزۍ کې برخه اخلي، په همدې اساس د ماشومانو ذهنونه هم باید داسې پرمختګ وکړي د ځینو شیان د خپلو ځینو ځانګړنو به اساس وپیژني ،چې دغه اصل په کیسۍ کې  یو شمېر ماشومان زده کوي.

د ځینو کسانو په وینا هغه ماشومانو ،چې په کوچڼي والي کې په دې برخه کې ډېر فعالیت کړی وي هغوي بیا په راتلونکې کې د یوې موضوع د تحلیل او ارزونې ښه وړتیا هم لري، نو کیسۍ هم د ماشومانو له پاره ځانګړې ګټه لري ،چې ماشومان یې د لوبو پر مهال کله د دوه تنو او یا د ځینو ډلو تر منخ دسوال او ځواب په بڼه  وړاندې کېږي

فولکلور پیېژندونکو کیسۍ په درې ډولو وېشلي:

۱ – منظومې کیسۍ:

خو منظوموالی قاعده نه لري، کله دوه یا درې ترکیبه، کله هم د یوه بیت یا مسرۍ به بڼه.

۲ – منثورې کیسۍ:

،چې ژبه یې یا ټوله د نثر په بڼه وی او کله لږ څه اهنګینه وي.

۳ ـ نیمه منظومې کیسۍ:

،چې اهنګ لری نه پوره منظوم وي  او نه ټول د نثر په بڼه.

مونږ دلته لومړي د منظومې کیسۍ هغه مثالونه وړاندې کوو ،چې د کاپیسا په پښتنو کې مروج دي:

(۱) جنجوړ تاته – جنجوړ ماته

جنجوړ وخته اسمان ته

(ځواب: دود= لوګی)

***

(۲) جګ جګ یې قدونه دي

په غېږ کې یې اولادونه دي

(ځواب: جوار)

(۳) نه یې سر شته نه یې سورۍ

نه یې توره تړنګۍ

(واب: هګۍ)

***

(۴) اس ولاړ نس یې لاړ

(ځواب: ټوپک)

(۵) سور دی صندوخک دی – د سرو غمیو ډک دی

(ځواب:انار)

(۶) تراټ مې نه ټولېږي، روپۍ مې نه شمارېږي

(ځواب: اسمان)

(۷) نه یې پښې شته، نه یې لاسونه په ټول جهان وهي مزلونه

(ځواب: هوا یا باد)

(۸) نه یې پښې شته نه یې لاسونه ، یګانه وهي ټوپونه

(ځواب: توپ)

د نیمه منظومو او نثري  کیسۍ ځینې بیلګې په لاندې ډول دي:

(۱) یو یې تير درې یې بامه

(ځواب: شفتل)

(۲) ځي ـ ځي ، مخ نه راړوي

(ځواب: اوبه)

***

(۳) توره مې بتکه ده، د ټول کلي ملکه ده

(ځواب: ارکارۍ)

د پورته بیلګو په وړاندې کولو سره څرګندېږي ،چې اړونه د موضوع په لحاظ ډېرې برخې او ډولونه  لري ،چې ځینې یې دا دي: فی البدیهه کیسۍ، مجهولې کیسۍ، معقولې کیسۍ، استفاهمي کیسۍ ، ورزشي کیسۍ او نور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *