د ماشومانو نارې او غږونه

   د بیلابیلو عنعناتو د لمانځلو په وخت کې زموږ ماشومان هم له مونږ سره  برخه اخلي خپله خوښي او خفګان په ځینو ورځو کې ښکاره کوي. د لویانو پر تله دوی ځینو مهمو ورځو، لکه: د پسرلي راتګ، اخترونو ورخې، د برات شپې او د ودونو په وخت کې دوی ډېره خوشحالي ښکاره کوي په دغه ورځو کې د د ورځې اړونده لوبې او اړونده غږونه په یوازې او ډله ییزه توګه وړاندې کوي، ،چې اوس مهال د  کمپیوټر، مبایل او انټر نیټ به راتلو سره په ځینو سیمو کې له ځینو ماشومانو دغه لوبې او غږونه هم هیر شوي دي. دلته د دې موضوع راوړل زموږ د شفاهي ادبیاتو يوه برخه ده  دغه غږونه ډېر وخت د ماشومانو او هم د لویانو له خوا وړاندې کېږي .

په دې ورستیو کې د ماشومانو سندرې هم چاپ شوي دی،چې په زیاتره پښتني سیمو کې یو شانته ویل کېږي او په ځینو سیمو کې په کم توپیر سره د سندرې ځینې کلیمې سره اوښتې وي. دغه لاندې سندره به د نمونې په ډول وړاندې کړو چې په ډېرو سیمو کې مروجه ده.

سورک چرګ:

زما سورکیه چرګه      لکۍ دې برګه برګه

بڼکې رنګارنګ لرې    په سهار د اذان کرنګ لرې

د غمي غوندې دې ککره دې  ده سره

مه ګرځه چرګانو سره

ماته کو کو کو وایه

ښکلي دي جر جوری دی

غاړه دې ده دنګه

زما سورکیه چرګه ـ زما سورکیه چرګه

***

پلارته:

ګرانه پلاره، ګرانه – زما د زړه ارمانه

تا نه مې  کړه پوه زده ـ پلاره مهربانه

سترګو کې د ې مینه ده ـ مینه دې نیازبینه ده

زما وجود هر رګ  کې ـ تا د وجود مینه ده

زما د لویدو جان – ستا د زړګي لوی ارمان

زما زده کړه ده هیله ستا ـ  څومره یې ته لوی انسان

پوه به کړم زده پلاره ـ ستا هیله به کړم پوره

ګرانه پلاره، ګرانه ـ زما د زړه ارمانه

***

اوښه – اوسه ډانګه – ډانګه دې غړانګه

په بېره کې ټال  واچوه ـ سبا بېګا یې زانګه

***

دغه غږونه هم یو شان جوړښت نه لري کله یې یو ترکیب لنډ بل اوږ خو یو اهنګ او خاص ولسی رنګ او خوند په کې پورت دی او په غوږو ښه لګیږي. د متحوا له پلوه هم ببلابیلې برخې په خپله منځپانګه کې راخلي ،چې څه نمونې یې په لاندې ډول دي:

۱ – د اختر ورځ:

مونږ مسلمانان په کال کې دوه اخترونه لرو ،چې یو وړوکی او بل لوی اختر دی. دی ورځې ته ماشومان د لویانو تر څنګ ډېر خوشحاله وي، د اختر له رارسېدو نه مخکې دوی د خپلو میندو او پلرونو څخه نوی جامې او د لوبو وسایل غواړي. ماشومان هم په خپلو کې د دې ورځې د لمانځلو له پاره په خپلو کې سره لوبې د اختر په ورځ یې اجرا کوي. کله ،چې یوه ورځ اختر ته پآتې وي ځینې ماشومان وايي:

سبا ته اختر دی

ملا کره چورګړی بختور دی

ځینې ماشومان داسې هم وايي:

اختر ته ځکه خوشحالېږم

چې ماماګان مې راته هویه راکوینه

خو هغه پښتنې میرمنې چې خاوند یې په مسافري کې وخت تېروي یا اختر  ته راځي یا له وطن او کور نه لرې اختر په مسافري کې تېروي ځینې کورنۍ د خپلو دوستانو او د کورنیو غړو پسې لنډۍ وايي:

اختر ته ځکه خوشحالېږم

چې مسافر اشنا مې کلي ته راځینه

که د اختر په شپه را نغلې

که ته ژوندی یې زه دې مړ حسابومه

***

ځینې پښتنې پېغلې غواړي چې د اختر په راتلو سره وطني ګاڼې واخلي، که څوک یې نه لري بیا وايي:

اختر په ټوکو – ټوکو راغی

نه مې اوږۍ شته د غاړې تاویزونه

***

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *