۲ – د برات ورځ:

همداسې د برات په راتلو سره دوی همغه مازیګر پاک کالي اغوندې، د کلي مسجد ته ځي او هلته له کورونو څخه وړل شوې ډودۍ خوري. دې ورځې ته ماشومان هم ډېر خوښ وي، ځینې د همدې ورځې په مازیګر په خپلو کې سره لوبې کوي ځینو دیګونه بار کړی وي او ځینو ماشومانو د خپلې پښې یوه ګوته نېولې وي او چیغې وهي:

اکا اکا ! غوښې ډوډۍ راوړه

قرچۍ ګوته مې ژاړي

ځینې هغه کورنۍ چې لور یا یې زوی کوژده کړې وي، د هلک د کورنۍ له خوا د جنۍ کورنۍ ته جامې، وچه او تازه میوه، نیکریزې او داسې نور د سینګار توکي وړي او د جنۍ کورنۍ دغه شیان بیا پر خپلو ګاونډیانو یو برخه ویشي.

کله چې په دې ورځ د هلک د کورنۍ غړي د جنۍ کالي خلکو ته ښيي دا سندره وايي:

دا زما ورونه بد معاشان پېژني

دا د کابل دوکانداران پېژني

دا بنارس کمیس یې ښکلی دی

خپل ناوکۍ ته یې راوړی دی

***

۳- د پسرلي ورځ:

د پسرلي په موسم کې هم ماشومان زیات د خوښۍ احساس کوي. په شنو پټو او د غرو په لمنو کې ځینې د ګلانو بوټې د ځان له پاره باسي او په یادو ځایونو کې د مرغیو ښکار کوي. په دې موسم کې دوی هم بیلابیلې لوبې کوي، د لمر په تېزیدو سره دوی د ونو لاندې سیوري لټوي او زیات وخت دوی په خپلو کې سره لنډۍ  وايي:

ګل د ګلاب ، بوی د سینځلې

سیوری د ولې لا مزه کوینه

ځینې پښتنې پیغلې د غاټول ګل  هم خوښوي او د خپلو کرونو تر څنګ دوی ډلې ډلې هغه ځمکو ته ځي چې هم سابه وکړي او هم له غاټول نه غونچه جوړه کړي او ځینې پیغلې دغه ګل په اوربل کې هم ږدي.

ګلان خو ډېر دي خدای دې ډېر کړي

ګل غاټول پسې سر توره ووتمه

***

۴ – د کوژدې ورځ:

د کوژدې په ورځ ځینې کورنۍ د هلک کورنۍ ته دستمال ورکوي، د دستمال په وړو سره د شاه په کورنۍ کې بدلې او خوشحالي وي، دغه ورځ ماشومان هم په خپلو کې لوبې کوي او ځینې غږونه پورته کوي:

ما د جالۍ ګل راوړی دی

ډېر نازونه مه کړه ما په تور اوربل راوړی دی

د (پلانکي) ګل  یې  راوړ سراچه کې

میده ـ میده شو ګل په برنډه کې

***

۵ ـ د نیکروزو شپه:

په دې شپه هم په ځینو کورنیو کې ډېرې بدلې ویل کېږي نجونې سره په خپلو کې ټوکې کوي او غږونه پورته کوي:

همزولو کړئ محفلونه، د نیکریزو شپه ده

سره به نیکروزو مې لاسونه

ځینې پېغلي په دې شبه د دیرا وهلو ته ټاکل شوې وي  او د ناوې د نیکریزو ایښودو پر مهال سندرې وايي دوی خپل ځان هم په سندرو کې یادوي لکه:

مورې  دا دوه ګوتې مې سرې که

چې په دایرا  یې لګوم لکه لالونه

***

۶ـ د واده ورځ:

د واده په ورځ خو د خوشحالیو بارن وي په دې ورځ  ناوې او د هلک د کورنۍ خپلوانې انجونې ښه سیلونه کوي بېلابیلې سندرې او غږونه پورته کوي:

خمار بي بي ده، خمار غواړي

چرګان مې ګټ لاندې دنه خوري

زېړې غاړې صنمه کاشکې خماري نه واي.

***

دغه سندرې په ټولو سیمو یا په پښتنو کې یو شانته نه دي د هرې سیمې او د هر قوم بیلابیلې سندرې لري ،چې د اړونده ورځو په مناسبت یې وايي.

د نوشاه په اړه: کله ،چې نوشاه په تخت باندې ولاړ وي، دلته هم یوه ډله نجونې او میرمنې سره راټولیږي او بدلې او غږونه وايي:

وګورئ نو شا ،چې په تخت باندې ولاړ دی

مورې ترېنه جار کړې ،چې په خپل مینه کې خمار دی

***

د ناوې په اړه:  کله ،چې ناوې د خپل د پلار له کورڅخه د شاه کور ته یوړل شي هلته د ناوې د راتګ په اړه باندې سندرې وايي:

راغله ناوکۍ په چادري کې یې ګلان دي

دواړه سره لاسونه یې اشنا ته په سلام دي

***

اوسمهال په ډېرو پښتنو سیمو کې هغه پخواني رواجونه له منځه تلو په حال کې دي، لکه پخوا ،چې به ناوې کله د شاه کورته تله، نو چادرې به یې به سر وه،خو اوسني ناوې ګانو ته زیات وخت جالۍ کالې اغوندې او چادرې بیا ورته نه په سر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *