۶ ـ د پخوانیو جګړو د مهال:
افغانستان ته د روسانو له راتګ سره په دغه هېواد کې جګړې زور واخیست ،چې ځینې هېوادوال په کې شهیدان، ځینې معیوبین او ځینو کورنیو پلرونه، میندې، ورونه، خویندې او نور غړي له لاسه په کې ورکړل.
همدې حالاتو نه یوازې په مشرانو اغېز کړی بلکې ماشومان ترې هم اغېزمن شوي، دوی خپل نومیالي هڅولې، دهغوی یې ستاینه کړې ده او هغوی ته یې روحي ځواک ورکړی دی. دغه ورځې دوی زیات وخت په خپلو کې سره لمانځي او د ورځې اړنده ترانې یاسندرې په کې وايي ،چې ولسي رنګ او اورېدل یې خوند لري:
په لاس کې مې پیاله ده
په سر مې طیاره ده
په طیاره کې داشکه ده
له داشکې نه نه ویریږم
د ټق دوم سره جنګېږم
***
لالاجانه قوه راغلې ده!
د لارې سر ونیسه ترنګس کلي خبروينه
د کاپیسا په ډېرو سیمو کې د هېواد د ملی اتل غازي محمد عثمان خان (ساپي) په اړ هم ځینې شعرونه جوړ شوي دي چې د ځینو ورځو په مناسبت یې لوی او واړه وايي . دغه غازي د کاپسا د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د انګریزانو د دویمې جګړې پر مهال د کاپیسا، پروان او د پنجشیر د غازیانو مشر و او په کابل کې له انګریزانو سره سختې جګړې کړي چې د شیرپور او اسمايي جګړې یې مشهوري دي. د اسمايي په جګړه کې شهید شو، نو د کاپیسا خلکو د ده په اړه نظمونه هم ویلي ، چې یوه نمونه به یې دلته راوړ:
ارمان ـ ارمان که ته مړ نه وای عثمان خانه غازي
دا ستا د لاسه کمپنۍ ته ګوره ګوره ګانې راځي
***
دا لړمی به دې څوک جګ کړي له میدانه
غازي محمد عثمان خانه
***
دغه لاندې شعر ډېر مشهور دی لوی او واړه یې ډېر وايي:
یوه قیصه مې ده لیدلې
په کتاب کې ده راغلې
دولســـــــوه اونویــم
او په میاشت د محرم
اسمايي د غره د پاسه
جهاد پیل شو له اخلاصه
سر اوچت محمد عثمان که
چې دوښمن یې حق حیران که
آسمايي د غرونو شیر و
دی د خپــله سره تېرو
داسې شیر چې شمشیرزن و
غزاګانو کې تورزن و
یوه ورځ دوښمن له لوري
قاصد راغلو که یې ګورې
ویل یې لاره راته راکړه
مونږه خوښ په دا سودا کړه
اشــــــرفۍ به درته درکړو
تا به خوښ په سیم او زر کړو
دا وینا لا خلاصــــــــه نه وه
چې په سوک یې خوله کږه وه
د قاصــــــد ژامه شوه ماته
د ده خـــونه شوه میراته
په دوښمن کړي غورځنګونه
په وطن کوي ننــــګونه
سم د لاسه را روان شو
عثمان خان مرد میدان شو
په دوښمن کړی غورځنګونه
په وطـــــن کوي ننګونه
د تــوپونو په ګـــــولو
سیــــمه ونېوه لوګو
د انګریز سپاهیان یې مړه کړه
په سپېرو خاورو یې ماړه کړه
دا هغه محــــــمد عثمان و
غیرتي زوی د افغـــان و
یوه ورځ چې سپین سحر شو
را ښکاره په اسمان نمر شو
پر غلیم یې یرغل وکړ
تصرف یې په هغه غره کړ
دغه کوه اسمــــايي و
جنګیدلي پر ســـاپی و
تر هغې چې په سنګر و
په نصیب د ده ظفر و
ده سره اته یاران وو
ډېر نامتو غاززیان وو
صرف د رب(ج) رسول رضا وه
د غازیانو مدعــــا وه
داسې خلک تل د ویاړ وي
چې به دین وطن ولاړ وي
ارواښاده عثمان خانـــه
رب (ج)دې راضي شي له تانه
ستا زامن هم شهیدان شول
ستا په لاره در روان شول
تا انګریز و زغلـــولی
هغوی روس دی څملولی
کوم چې پاتې نن ژوندي یو
خپل منځي جنګ کې ستي یو
ته ژوندی یې به جنت کې
رب ته وایه په جرائت کې
چې مونږ خلاص کړه له ماتمه
او را ووځو له تور تمه
دا ارمان راشي له جنګه
د توپونو او تفنـــــــــګه
چې لږ ساه واخلو همکاره
د راکت او ماشیندار
دغه شعر د ګل ملا همکار دی چې پخوا ویل شوی دی.
***