خبریال: کانیشکا
د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي له تېرې ورځې راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز محمود راقي کې د بیلابیلو جرمونو په تړاو پنځلس تنه نیولي چې له یو شمېر کسانو سره وسلې هم موندل شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي وویل له اختر څخه را په دې خوا د کاپیسا د مرکز اوسیدونکو د غلو له شتون څخه سر ټکوه او په دې اړه یې څو ځلې شکایتونه کړې و. د نوموړي په وینا تېره شپه خپله د کاپیسا امنیه قومندان عبدالرزاق یعقوبي د کاپیسا د مرکز په یو شمېر سیمو کې پلټنه کول، چې پنخلس تنه غله یې ونیول.
ده نیول شوي کسان په غلاو، زنا او د شرابو په خرڅلاو کې په لاس تورن کړل او ویې ویل چې له هر نیول شوي کس څخه په سیمو کې خلکو ګڼ شمېر شکایتونم کړي دي.
نوموړی زیاتوي: «نیول شوي کسان د کاپیسا د مرکز، اول کوهستان او د دویم کوهستان اوسیدونکي دي؛ دوی د شپې پر مهال په لویو لارو او یو شمېر کورونو کې غلاوې کولې او په سیمه کې یې جنايي پېښې رامنځته کولې. له څو ورځو راهیسې د کاپیسا د مرکز په لویو او وړو سړکونو باندې د تلاشي کمربندونه جوړ شوي چې د دې خلکو په نیولو کې اغېزمن تمام شوي دي».
له بلې خوا د میداغا په نوم د مرکز د سیمې اوسیدونکی په دې اړه وايي:« د روژې په میاشت کې د غلو او غیر مسولو وسله والو اندیښنې زیاتې شوي وې. د کاپیسا د مرکز په لویو او فرعي لارو کې یې خلک لوټل؛ یو شمېر کورنه یې هم وهل؛ په دې اړه مو څو ځلې شکایتونه وکړل یو شمېر کسانو د شپې پر مهال د غلو له ویرې نه پیرې کولې د اوسنیو نیول شو کسانو په اړه په هره سیمه کې خلکو شکایتونه کړي دي. حکومت باید دوي زندان ته واچوي».
په تېرو کلونو کې یوازې د کاپیسا په دویم کوهستان کې د نورو ولسوالیو په پرتله د غلو او د جنايي پېښو ګراف لوړ و خو اوسمهال د مرکز اوسیدونکي هم په دې اړه سر ټکوي