د څه باندې ۸۰۰ زره یورو په لګښت په کاپیسا کې د ډګروال عبدالغفار، او د نجراب ولسوالۍ د یاسین زي او فرخ شاه په نومونو د نجونو لیسو ته نوې ودانۍ جوړې شوې . دغه دریواړه ښوونځي د فرانسې هیواد په مالي مرسته جوړ شویدي .
ددغو دریو لیسو پرانیسته د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو د مرستیال غلام جیلاني همایون  او د وزارت د نورو چارواکو لخوا وشوه .ښاغلي همایون د کاپیسا خلکو ته ددغو ښوونځیو د ودانیو د پرانیستې مبارکي ورکړه او دایې په دغه ولایت کې د پوهنې د ودې اود ښوونځیو د جوړیدوپه برخه کې لوی ګام وباله . « خوشحاله یوچې په افغانستان کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړیدو لړۍ جاري ده او نن په کاپیسا کې ددغو دریو ښوونځیو ودانۍ له جوړیدو وروسته ګټې اخیستو ته سپارو. په دې سره به د هیواد بچیان په ارام او خوندي چاپیریال کې زده کړې تر سره کړي .»
ښاغلي همایون وویل چې په کاپیسا ولایت کې د پوهنې بهیرښه پرمخ روان دی اوهڅه کوو چې په دغه ولایت کې پاتې نورو ښوونځیو ته هم نوې عصري ودانۍ جوړې کړو . «موږ په سیمه کې له خلکو، سوداګرواو پانګوالو غواړوچې د پوهنې وزارت په خواکې د ښوونې او روزنې د مرکزونو په جوړولو کې همکاري وکړي او له دیني عالمانو او خلکو موتمه داده، چې دزده کړې د مرکزونو ساتنې ته کلک پام وکړي.»
په دغه ولایت کې د عمومي تعلیماتو څه باندې ۲۱۵ ښوونځي فعال دي، چې تر نیمايي ډیر یې ودانۍ لري .
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت د نړیوالې ټولنې په همکارۍ همدا مهال د ۵۸۶ ښوونیزو مرکزونو د جوړیدو په چارو بوخت دی او د نژدې ۲۹۰۰ نورو ښوونیزومرکزونو د ودانولو د چارو پلان یې برابر کړی او تدارکاتي چارې یې د بشپړیدو په حال کې دي .
د افغانستان د پوهنې وزارت توانیدلی چې په تیروڅوکلونو کې د ۹۷۷۰ پروژو کار بشپړ کړي، چې لویه برخه یې د ښوونځیو لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ دي . په دې سره په افغانستان کې په میلیونونو زده کونکو ته د لیک لوست خوندي چاپیریال برابرشویدی.

په درنښت

د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *