خبریال: کانیشکا- په کاپیسا کې چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې په تګاب ولسوالي کې ۵۷ وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، په دغو عملیاتو کې، چې د تګاب په جنوب کې روان دي، ځانګړي ځواکونه، ه سیمیزو پولیسوه او د سیمې پاڅونکوونکي برخه لري.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی وايي، د تګاب د شمشاد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې د دولت د مخالفانو د ولسوال په ګډون ۳۲ تنه ټپیان شوي دي او ۲۵ نور وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا یو شمېر سیمې هم له وسله والو پاکې شوي دي او اته تنو امنیتي سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د تېرو کالونو په پرتله سږ کال د پسرلي په موسم کې د کاپیسا په نا امنو ولسوالیو کې ډیرې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلي دي.