د کب نهمه د سرتیري ورځ ده.سرتیری د وطن د ننګ او ناموس ساتونکی ده.سرتیری ددې وطن اصلي خدمتګار او فداکار دی.د سرتیرو د برکته د وطن خاوره محفوظه پاتې کیږي، ملت خوندي او هوسا پاتې کیږي.رب دې د وطن ټول سرتیري پخپل حفاظت کې لري.سرتیریه! د زړه نه درباندې ویاړم، ډیره د خوشالئ لمحه وي چې سهار په کابل کې یا هم ولایتونو کې په منظمه توګه زمونږ د سرتیرو کاروان روان وي او همدا شان یو نظم او دسپلین پکې ښکاري. دا کاروان چې سړی وګوری نو د زړه نه یې دعا ووځي چې ربه! افغانستان مې هسک لره

شمس الرحمن مسلمیار

ربه! افغانستان مې محفوظ لره او همداسې یې د پرمختګ په لور روان لره.

شل کاله مخکې که وګورو او خپل نظر وروسته وځغلوو دا هر څه مونږ ته ناممکن ښکاریده او هیچا باور نه کاوه چې افغانستان به دومره منظم پولیس، کمانډو، اردو او همدا شان امنیتي سرتیري ولري، خو د الله په فضل سره دغه سفر مونږ په ډیر کمال مهارت او ښه شان سره ترسره کړ.پخوانی ولسمشر حامد خان کرزی راباندې په همدې وجه ځکه ګران دی چې ملت او وطن یې په سختو بحراني حالتو کې مدیریت کړ، دوه ښیګڼې خو یې هیڅکله د هیرولو ندي یوه یې د منظمې اردو او امنیتي ځواکونو تهداب ګزاري او بله یې په افغانستان کې د بیان ازادي.

هر څوک شخصي نظر لري شاید ځینې اوس هم په پخواني ولسمشر نیوکې کوي او ورسره انسان د نیمګړتیاوو څخه خالي ندی، ښایي پخواني ولسمشر هم نیمګړتیاوې لرلې خو زه یې په مثبتې ارزیابئ سره دا دوه کارونه د هیواد لپاره ستر د ویاړه ډک کارونه ګڼم.اوسنی ولسمشر اشرف غنی احمدزی راته د زړه نه پدې ګران دی چې دا ستر نوښت ی وکړ او هغه څوک چې زیات مستحق دی، یعنې زمونږ سرتیري په جنتري کې یې د دغو سرتیرو لپاره ورځ مشخص کړه، دا ورځ به د سرتیرو د درناوي لپاره ټولو ته یاداوري کوي چې سرتیری زمونږ د وطن د ننګ او ناموس ساتونکی دی، د سرتیري قدر کول پکار دي، سرتیرو سره مرسته کول پکار دي او سرتیرو سره مینه کول پکار دی.ځکه سرتیري دي چې زمونږ ملت ته هوسایي بخښي ، سرتیري دي چې زمونږ ملت په ارامه خوب کوي، سرتیري دي چې د اداري چارو څخه نیولې تر حکومتي چارو پورې ټولې پرمخ ځي، د خلکو د ژوند لپاره خپل سر قرباني کوي. اګرچه د کال ټولې ورځې زمونږ د سرتیري دی خو د کب نهمه ددوی د قربانئ او میړانې د یادښت په موخه ضروري ده.

په پای کې دا وایم چې رب دې زمونږ سرتیري همداسې هسک او محفوظ لري.الله دې د دوی قربانئ ته په کتو سره دې هیواد کې نوره سوله او سوکالي راولي، امین

هسک او سرلوړی دې وي افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *