تاند – په افغانستان کې نن یکشنبه /د کب ۹مه او د فبروري ۲۶مه/ د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ورځ ولمانځل شوه.
په دې مناسبت په یوه ویډيوي پیغام کې ولسمشر محمد اشرف غني دفاعي او امنیتي ځواکونو ته وویل چې د هغوی وظیفه ډېره درنه او له مسؤلیتونو ډکه ده او په کار دی چې په خپل ټول زور او قوت د دښمنانو دسیسې شنډې کړي.
ولسمشرغني وویل، «تاریخ دا وظیفه تاسې او ستاسې نسل ته سپارلې ده چې خپل خلک د باغیانو او انتحاریانو له شره د تل لپاره وژغورئ. دوی ته ځای پرې نه ږدئ.»
د ملي اردو یوه جنرال ولس او ولسشمر ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې یا فتحه راوړي یا شهادت.

د دفاعي ځواکونو جنرال وویل، «خدای، وطن، وظیفه؛ مونږ د دغو درې ټکو په اساس ګام پورته کړی، درېشي مو اغوستې او وسله مو پورته کړې ده، چې فقط مونږ د خدای بنده ګان یو، د خپل وطن په خاطر، د خپل مقدس حریم په خاطر دفاع کوو، جنګ کوو، او وروستۍ نتیجه یې هم دا ده چې یا ژوندي راځو یا د شهادت جام په سر اړوو.»
ویل کیږي چې د افغانستان د اردو بنسټ د امیرشېرعلي خان په وخت کې اېښودل شوی او ورو ورو د عروج پوړیو ته ختلې وه چې تر ۱۹۷۰مو کلونو پورې په سیمه کې په یوه ډېره منظمه اردو واوښته.
د کارپوهانو په وینا، وروسته له هغه چې د پاکستان استخباراتي ادارې یو شمېر افغان ډلې د داودخان د جمهوري نظام پر وړاندې تطمیع او تربیه کړې د افغان اردو غاښونه په خپلو غوښو کې ښخ شول، تنظیمونو ولس یرغمل ونیو، د شوروي پوځونو مداخلې ته لاره هواره شوه، امریکایانو د پاکستان په غوښتنه د تنظیمونو په ملاتړ میدان ته راودانګل او دا سلسله تر هغه وخته پسې وغزېده چې په ۱۹۹۲مو کلونو کې پاکستان جوړ تنظیمونه په افغانستان کې واک ته ورسېدل، اردو ړنګه او وسایل یې په پاکستاني مارکېټونو کې وپلورل شول.
ای افغانانو د تیر خخه درس واخلی او اصلی تور دشمن وبیزنی
ژوندی ، غښتلی ، سرلوړی اوبریالی دی وی دهیواد مدافعین . امین