ګرانو افغانانو!
غواړو چې ځوانو رهبرانو، مدني، سياسي او ټولنيزو فعالانو ته يو پرمختللی مجهزه عامه کتابتون او څيړنيزو مطالعاتو مرکز د شهيد سردار محمد داود خان ترنامه لاندې جوړ کړو، هغه ملګري چې غواړي په دې ستر کار کې له مونږ سر همغږي شي کولای شي چې په لاندي څانګو کې مرسته وکړي:
• د کتاب چمتو کول: هرملګری کولای شی کم له کمه يو کتاب د کتابتون لپاره ډالی کړی ، يا وپلوري، همداشان کتاب کيدای شي په الکترونيکي بڼه وی، ياهم په چاپ شوي بڼه، زوړ وی که نوی.
ملګری کولای شی هغه کتابونه چی نه يې لولي او يا ورته پکار ندی له مونږ سره شريک کړي.
• د کتابتون لپاره د امکاناتو برابرول: ملګري کولای شی چې په مادي، معنوي او فز يکي ډول له کتابتون سره مرسته وکړي.
o د ځای په برابرولو
o د کتابځای يا الماريو په برابرولو
o د مطالعی لپاره د ميز او چوکيو په برابرولو
o د کمپيوتر، هارد درايف، سرور، پرنتر، فوتاپی ماشين، سکرنر په برابرولو
o د کمپيوترونو د نښلوو، نټورک او انستاليشنپه برخه کي
o د مطالعی لپاره د مطالعی دچراغ په برابرولو
o د بخاری، ايرکنديشن اويا کولر په برابرولو
o د اوبو ، چای، قهوی د وسايلو په برابرولو
o د قرطاسيې په برابرولو
o د دری کسه کارمندانو د يوی يا څو مياشتو د معاش په برابرولو
• د کتابتون لپاره په تخنيکي چارو برابرول: ملګري کولای شی د کتابتون لپاره د ويب سايت، هاستنګ، ديتابيس، اپليکيشن او ژباړي په برخه کی مرسته وکړی.
• د کتابتون لپاره په مالی چاروکی مرسته: هغه ملګری چی مالی امکانات لری، مشرانو او تجارانو سره اړيکي لری، ياهم کولای شی زمونږ سره په دی برخه کي مالی وځانی مديريتي مرسته وکړی، نو کولای شی له مونږ سره ژر تر ژره په اړيکه کې شي.
• کتابتون ته خپل علمی اثر ډالی کړی: که مو کوم کتاب يا علمی اثر ، څيړنيزه ليکنه، ليکلی يا ژباړلی وی نو کولای شی د کتابتون سره يې شريکه کړی.
هغه ټولنی، سياسي ګوندونه، مدنی شبکی، ځوانان، حکومتی او غيرحکومتی نهادونه او ياهغه ښوونخی، پوهنتونونه، شخصی اکاديميک تحقيقاتی مراکز چې غواړی په دی برخه کی له مونږسره مادی، معنوی اوتخنيکی مرسته وکړی يا هم غواړی چی د کتابتون عضويت واخلی نو کولای شی چی مونږ ټيم سره په اړيکه کښی شی.
يادونه: که نور څه نشی کولای يو کتاب په دری، پښتو، عربی، انګريزی يابله هرژبه ډالی کولای شی، خپل نوم، تخلص، بریښناليک، شميره راته په پيغام کی واستوی که غواړی د کتابتون د جوړونی په لمړی مقدماتی ناسته کي او دی ملی پروسه خپله پراخه ونده واخلی.
په درنښت
تماس:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *