ګرانو افغانانو! غواړو چې ځوانو رهبرانو، مدني، سياسي او ټولنيزو فعالانو ته يو پرمختللی مجهزه عامه کتابتون او څيړنيزو مطالعاتو مرکز د شهيد سردار محمد داود خان ترنامه لاندې جوړ کړو، هغه ملګري چې غواړي په دې ستر کار کې له مونږ سر همغږي شي کولای شي چې په لاندي څانګو کې مرسته وکړي: د کتاب چمتو کول
هرملګری کولای شی کم له کمه يو کتاب د کتابتون لپاره ډالی کړی ، يا وپلوري، همداشان کتاب کيدای شي په الکترونيکي بڼه وی، ياهم په چاپ شوي بڼه، زوړ وی که نوی. ملګري کولای شی هغه کتابونه چی نه يې لولي او يا ورته پکار ندی له مونږ سره شريک کړي، په بهرنیو هیوادونو کی هغه د لیسانس، ماستری او دکتورا محصلین چی خپل کتابونه نور نه لولي، یا ورته پکار ندی کولای شي کتابتون ته ډالی کړي ترڅو نور هیوادوال او محصلین ځینی ګټه پورته کړي. د کتابتون لپاره د امکاناتو برابرول
ملګري کولای شی چې په مادي، معنوي او فز يکي ډول له کتابتون سره مرسته وکړي.
· د کتابځای يا الماريو برابرول
· د چوکيو برابرول
· د کمپيوترمانیتورونو، هارد درايف، فوتاپی ماشين په برابرولو
· د کمپيوترونو د نښلوو، نټورک او انستاليشن په برخه کي
· د مطالعی لپاره د مطالعی چراغ
· د بخاری، ايرکنديشن اويا کولر په برابرو
· د اوبو او څښاک وسايل
· د قرطاسيې برابرول
مالی اوتخنیکی مرسته
· د کتابتون لپاره په مالی چاروکی مرسته، هغه ملګری چی ماليامکانات لري، مشرانو او تجارانو سره اړيکي لري، ياهم کولای شی زمونږ سره په دې برخه کي مالی يا ځانی مديريتي مرسته وکړی، نو کولای سي له مونږ سره ژر تر ژره په اړيکه کې شي.د دری کسه کارمندانو د يوی يا څو مياشتو د معاش په برخه کی بسپنه
· د کتابتون لپاره په تخنيکي چارو کښي مرسته، ملګري کولای شی د کتابتون لپاره د ويب سايت، هاستنګ، ديتابيس، اپليکيشن او ژباړي په برخه کی مرسته وکړی.
· کتابتون ته خپل علمي او څېړنيز اثر ډالۍ کړی، که مو کوم کتاب يا علمي اثر ، څيړنيزه ليکنه، ليکلی يا ژباړلې وي نو کولای شئ د کتابتون سره يې شريکه کړئ.
ترنن پورې پرمختګ:
· کتابتون د ځای برابرول
· د کتابتون لپاره رسمی پاڼه جوړول
· د کتابتون د راجستر چارې تر یوه حده مخته وړل، د کتابتون اساسنامه، تګلاره او طرزالعمل جوړول
· د کتابتون لپاره درې زره توګه چاپی او تر یومیلیون زیات بریښنایی کتابونه برابرول
· کتابتون ته دوه سرورونو، سویچ، پرنتر، یو دانه کمپیوتر، څو پایه ۴ کسیزه میزونه، فرش او د قهوی لپاره د ماشین او ګیلاسونو چمتو کول.
هغه ټولنې، سياسي ګوندونه، مدني شبکې، ځوانان، حکومتی او غيرحکومتی نهادونه او ياهغه ښوونخی، پوهنتونونه، شخصی اکاديميک تحقيقاتی مراکز چې غواړی په دی برخه کی له مونږسره مادي، معنوي اوتخنيکی مرسته وکړی يا هم غواړی چی د کتابتون غړيتوب واخلي، کولای شي چې زمونږ ټيم سره په اړيکه کښی شي. يادونه: که نور څه نشی کولای يو کتاب په دری، پښتو، عربی، انګريزی يابله هرژبه ډالی کولای شی، خپل نوم، تخلص، بریښناليک، شميره مونږ ته په پيغام کی واستوی که غواړی د کتابتون د جوړونی په برخه کي او دی ملی پروسه خپله پراخه ونده واخلی.
دوهم یادښت: ددی پیغام په هکله خپلوملګرو، دوستانو ته معلومات ورکول، دا پیغام بدرګه کول، په ګروپونو، پاڼو اوبریښنالیک کی شریکول صدقه جاریه شمیرل کیږی. په درنښت
اړیکه:
0799071132
اداره
شهید سردار محمد داود خان کتابتون او څیړنیزمرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *