د کتابونو نندارتون
ګرانو دوستانو سلام،
کتاب ښار د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ، چې د انسانیت تلپاتې لارښوونکی کتاب – پاک قرآن – په کې نازل شوی دی، د کابل ښار د خپرندویانو او کتاب پلورونکو په همکارۍ د کتابونو نندارتون پرانیزي. له تاسې ګزانو دوستانو څخه هیله کوو چې په دې مناسبت کې په خپل ګډون موږ سرلوړي کړﺉ او په هیواد کې د کتاب لوستلو د فرهنګ په ترویج کې ونډه واخلئ.
په مینه او مننه
ځای: کتاب ښار – د پامیر سینما څوارلس پوړیزه ودانۍ، دویم پوړ
وخت: د یکشنبې ورځ د سرطان ۱۶ د سهار لس بجې