مطبوعاتي اعلامیه
۰۴-۰۲-۱۳۹۵
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د کتاب د نړیوالي ورځي په مناسبت، ټولو هیوادوالو ته مبارکي وړاندي کوي.
د کتاب او کتاب د مطالعې ارزښت د څرګند حقیقت په توګه له هره اړخه مثبتو تشریحاتو ته لاره پرانیزي، افغانستان چي د کتاب د لیکلو، چاپ او لوستلو وضعیت یې هر اړخیز کار ته اړتیا لري ځکه نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو برخو کي په دې موخه هلي ځلي کوي.
د بیهقي خپرونو ریاست د تېرو څو میاشتو په اوږدو کي ۱۸ عنوانه کتابونه چاپ او خپاره کړي دي، لس نور تر کار لاندي دي. د عامه کتابتون ۸۲ څانګو ته له بېلابېلو ادرسونو ۲۰۰۰ کتابونه راټول سوي، د خپرونو ریاست، باختر آژانس او د وزارت اړوندو پنځو ورځپاڼو ( هیواد، اصلاح، انیس، وطنداران او کابل ټایمز ) په خپلو خپرونو کي د لوست کلتور ته د ودي په موخه ګڼ مضامین خپاره کړي او همداراز د لسګونو کتابونو د مخکتني غونډي جوړي سوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني نن په هیواد کي د کتاب د چاپ او ګتي اخیستني د ملاتړ په موخه، د عامه کتابتونو لپاره دوه نیم مېلیونه افغانۍ بودجه د کتابونو د پېرلو ( رانیولو ) لپاره ځانګړې کړه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر همداراز په کابل کي د کتاب پلورنځینو د معلوم ځای او آدرس د رامنځ ته کولو په موخه، د اولسمشري عالي مقام ته وړاندیز وکړ، چي د منظورۍ په صورت کي به یې د کتاب پلورونکو او اخیستونکو ګڼي ستونزي حل سي.