د کونړاطلاعاتواوفرهنګ په رياست کې په همدغه موخه جوړوشويومراسيمو کې د کار او ټولنيزو، شهيدانو اومعلولينو چارو رئيس مولوي عطاءالله نوري،پخواني څارنوال محمدعيان،د کونړسيدجمال الدين افغان پوهنتون استادانو، محصلينو، د مدني ټولنواستازو، ځوانانواو يو شمېرنورومينه والوګډون کړی وو.
د ښاغلي حميد د دغه کتاب(ريډ اينډ ليډ)په اړه ليکوالوهريوادريس غروال،ملوک رغون، نعمت الله کرياب ،استادمحمدعارف صداقت،جنت ګل فدا،مولوي عطاءالله نوري،خېبرډګر،ضياالرحمن سپين غر،استادحنيف الله احسان،نظام الدين ماليار،دارياناپوهنتون دحقوقوپوهنځي استادلطيف الله حميداويوشمېرنوروپه خپلومقالوکې ددغه کتاب ښه والي اويوشمېرستونزې روښانه اودبياچاپ پرمهال يې ورته يوشمېروړانديزونه کړي ووچې بايدپه کې مراعت شي، د ښاغلي حميددغه کتاب يې د اوسنيوځوانانولپاره اړين اوګټوروباله.
دښاغلي حميد دا لومړنې اثرچې په ۱۱۳مخونوکې چاپ شوی په کې دقرانکريم اياتونو،حديثونو،غوره وېناوې او متلونه دانګليسي ژبې ته ژباړل شوي،دکتاب په پای کې دانګليسي لغات په پښتومانااوورسره جوخت تلفظ هم راغلی دی.
ښاغلی حميمتلوارحميددنن نه(۲۲) کاله وړاندې دکونړولايت پيچ درې دګروپه کلي کې زيږيدلی،لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په باجوړاوپيښور کې بشپړې کړي چې اوسمهال دافغانستان کرکټ الف لوبډلې دلوبغاړي وياړهم لري.
ماشاءالله ډیر شه کامیابه او ژوندی اوسی