نصيرالله مومند

له ننه څه کم څلور کاله وړاندې د فرهنګپال او د فرهنګ تکړه خدمتګار ملګري ارواښاد احمد ضمير علمدوست په وير سره راټول وو او نن د پښتني او افغاني فرهنګ د يو بل ستر خدمتګار او ملاتړي په ویر کې سره راغونډ يوو.

د فلک له چارو څه وکړم کوکار

زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار

ارواښاد نصیرالله مومند له ننه لس کاله وړاندې له کوزې پښتونخوا څخه جلال اباد ته د کورنۍ له لوري د کتابپلورنې کاروبار ته، چې ورور او کاکا يې مخ ته وړه، راوغوښتل شو.

دا چې د هر کاروبار پيل ستونزمن وي، نو د کورنۍ د مشرانو په غوښتنه مې ورسره د لنډ مهال لپاره همکاري پیل کړه، مومند سره مې لومړی سوداګريز سفر پېښور ته وکړ، پر کتابپلورنځیو او خپرندویه ټولنو وګرځېدو او همدارنګه د قدرمن استاد صمیم تر کاله ورغلو، چې د ساپي پښتو څېړنو مرکز ته مو معرفي کړي.  

د هېواد د سويلي سيمو د فرهنګیانو او په ځانګړي ډول له ښاغلي صالح محمد صالح سره مې پر تيليفون ملګری کړ او د ښاغلي میرعلم ستانکزي، ښاغلي ابراهیم ابراهيمي او نورو درنو فرهنګیانو سره اشنا شو.

ارواښاد مومند د سوداګرۍ او ملګرتيا جوړولو، ټینګولو او پاللو کې دومره لوړ هنر او کمال درلود، چې ډېر کم وخت کې يې د سيمې فرهنګي او سوداګر ملګري دومره وپالل، چې د ده کتابپلورنځی پر یو فرهنګي نغري بدل شو او د هېواد د ګوټ ګوټ هاغه خپرونې او کتابونه چې ننګرهار او ختيځ کې د ګوتو په شمېر پلورل کېدلې د نوموړي په هڅو د پلور کچه يې سلګونو ټوکو ته ورسېده.

د سوداګرۍ د پيل په دې کمه موده کې يې ډېر زر حس کړه، چې دغه يو څو د ګوتو په شمېر کتابونه د پښتني ټولنې اړتياوې نشي پوره کولی، نو د خپرندویې ټولنې بنسټ يې کېښود او د شاو خوا پنځو کلونو په اوږدو کې يې ۷۵۰ سرلیکه بېلا بېل ديني، علمي، ادبي او څېړنيز اثار، چې نږدې يو ميليون ټوکه کېږي چاپ او ووېشل، نو د مومند او نورو امينو سوداګرو لپاره د پيغمبر ص دغه وينا چې، (والله لقضاء حاجة المؤمن خیر من صیام شهر و اعتکافه) –پر خدای قسم د خلکو اړتياو پوره کول د يوې مياشتې روژې او اعتکاف څخه غوره دي، ښه صدق کوي.

ارواښاد په دې ټولنه کې، چې کتاب څخه لرې ژوند خوښ ګڼي پانګونه وکړه او په دې زيان کې يې خولې تويول غوره وګڼل.

يو وخت په دې ټولنه کې داسې کتابونه هم وو، چې يوازې يو لوستونکی يې لره او هغه هم د کتاب ليکوال!

خو مومند همدغه یو لوستونکی کتاب پر زر لوستونکي کتاب بدل کړ.

په دې وروستيو کې د خصوصي سکتور له لوري په کور دننه هر کال نږدې ۱۰۰۰ ټوکه بېلا بېل کتابونه چاپېږي، چې په منځني ډول هر کال یوازې ۱۵۰ سرليکه يې ارواښاد نصیرالله مومند د مومند خپرندويه ټولنې له لوري چاپول، چې دا د هېواد په کچه د کتاب په چاپ او توليد کې د ارواښاد ستره ونډه جوتوي.

د هېواد پرمختګ سره د ارواښاد مينه له دې هم ښه څرګندېږي، چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه د (غزني) د نومونې په وياړ يې ۴۵ سرليکه بېلا بېل ارزښتمن اثار، چې نږدې ۶۰۰۰۰ ټوکه کېږي چاپ او خپاره کړل.

له بده مرغه په بازار کې د توکو د پلور پر مهال دروغ، تېر اېستنه او خيانت ډېر شوی، خو مومند د کتاب پلورنې پر مهال د کتابونو بيه لوړه نه وړله، خپل توکي يې د قسم پر مرسته نه پلورل، احتکار يې بد ګاڼه او د خپلو توکو عیبونه يې نه پټول، د همدې ډول سوداګرو لپاره رسول الله ص فرمايي: (التاجر الصَّدُوقُ تَحْتَ ظِلِّ الْعَرْشِ یَوْمَ الْقِیامَةِ) –رښتيني سوداګر د قیامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندې دي.

دې د پراخې سينې خاوند د مومندو خوی او سلوک په سوداګرۍ کې هم وپاله، داسې فرهنګي ملګری به يې پاتې نه وي، چې د دې په سوداګريزه دېره کې يې چای يا ډوډۍ نه وي خوړلي او د مخه ښې پر مهال يې د خپلې ټولنې چاپ شوي کتابونه وړيا نه وي ورکړي.

ارواښاد د ادب، فرهنګ او کتاب مینه وال و، په دې سيمه کې يې د مطالعې فرهنګ غني کړ او د کتاب لوستلو په فرهنګ کې يې بدلون راوست.

د کتاب پلورلو تر څنګ يې مطالعه هم کوله، تر لوستلو وروسته به يې چې کوم کتاب خوښ شو، پر هر چا به يې ټینګار کاوه، چې دا کتاب زما په خوښه واخله او يو وار يې ولوله.

خپله يې هم ليکنې او ژباړې کولې او د جګړې د وسايلو پر ځای يې د کتابونو عامول خوښول.

هغه څه چې ليکوال غوښتل، خو کتاب نه ورکول مګر دې د کتاب ليکنې کار د ګټې کار وګرځولو او کتاب يې ليکوال ته د يوې مړۍ ډوډۍ ورکولو وسيله وګرځوله.

د پوهنتوني استادانو چپترې يې پر معياري کتابونو واړول، د هېواد سترو ښارونو ته يې ورسول او د کتاب د نړیوالې شمېرې (ISBN) جواز يې ترلاسه کړ.

خو دې وروستيو کې يې د چاپ په برخه کې له يوې ستونزې ډېر شکايت کولو، چې کوم کتاب ښه بازار لري، نو نورې خپرندويه ټولنې هم غواړي چې هماغه کتاب په بله بڼه چاپ کړي، چې دا ډول ستونزې هم په ننګرهار کې او هم د کابل او ننګرهار د کتاب خپروونکو تر منځ پېښې شوي، خو زما وړانديز ورته داو، چې اطلاعات او کولتور رياست په رسمي توګه جريان کې کړئ او د هغوی په موجوديت کې يوې پرېکړې ته ورسېږئ او يا کم تر کمه کوم کتاب چې خپرندویه ټولنه غواړي چاپ کړي، نو د فيسبوک پر پاڼه دې تر چاپ وړاندې خبر خپور کړي.

ما د ارواښاد په سوداګريزو چارو کې د اسلامي دعوت موضوع حس کړې، په دې لږ وخت کې يې د اسلامي نړۍ وتلي عالم ډاکټر ذاکر نايک ټول کتابونه په پښتو ژبه کې چاپ کړل او د تکړه ژباړن ښاغلي نجيب الله جالب په مرسته يې د پروفيسور مولانا منصور احمد د سیرت النبي لړۍ ټول کتابونه پښتو ژبې ته تر ژباړې وروسته چاپ او خپاره کړل.

ارواښاد مومند په دې باور درلود، چې مسلمان سوداګر ډېر څه د اسلام لپاره کولی شي، ځکه د تاريخ په بېلا بېلو مرحلو کې اسلام د درېو ډلو علما، بادشاهان او مجاهدين او مسلمان سوداګرو په وسيله غځېدلی دی، چې د اسلام فاتحين ګڼل کېږي.

د ارواښاد ارمان و، چې هندوستان هېواد ته يو سوداګريز سفر وکړي، هلته د کتاب خپروونکو شرکتونو سره تړونونه وکړي او هېواد ته بهرني معیاري کتابونه وارد کړي، خو تقدير پرېکړه بل ډول وه، دی يې هلته ناروغ يووړ او د تل لپاره يې دې بدبختې ټولنې ته د کتابونو راوړلو ته پرېنښود!

ښايي له ده سره به په ذهن کې زما هماغه ناڅیزه همکاري وه، چې د ښه بازار لرونکي کتاب پېرزو يې لومړی پر ما کوله او د ننګرهار کتاب خپروونکو ټولنې نارسمي ویاند کړی يې وم.

هر وار چې به پلورنځي ته د کتاب پېرلو لپاره ورتلم، زما حساب يې زر نه خلاصولو، ويل به يې (ته کېنه، ته صبر وکه)! دا د دې معنی نه وه، چې زه يې ځورولم، بلکې زما او د ده ترمنځ د خپلوۍ څخه د ملګرتيا رشته ډېره پياوړې او قوي وه، د کورني مسایلو تر څنګ يې د کاروبار لومړنۍ مشوره هم ما سره کوله، خو تېر ماښام چې له قبره یې راستنېدم، ډېر مې شا شا ته کتل، چې اوس به غږ کوي (ته صبر وکه، ته کېنه)!

زه پر دې باور لرم، چې پرته د الله د لارې شهيد څخه، اوه ډلې نور شهيدان هم شته، چې يو له هغو (الْمَبْطُونُ شَهِیدٌ) دی، نو هغه ناروغ چې سرطان ناروغي يې د ګېډې په داخل کې وي او ترې مړ شي، اسلام شهيد ګڼلی دی.

او پر دې حديث ایمان لرم، چې (اَلتّاجِرُ الْاَمینُ الصَّدوقُ الْمُسْلِم مَعَ الشُّهَداءِ یَوْمَ الْقِیامَةِ) –رښتيني او امين مسلمان سوداګر به د قيامت پر ورځ د شهيدانو سره وي.

نصيره!

شهادت دې مبارک شه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *