کتاب هغه ستر او نه ختميدونکې کان دي ، چې هر څومره يې راسپړي ، دانسان په پوهه ، علم ، فکر او عقل کې نوي د بريا لارې چارې پرانستل کيږي ، د بريا په لور خوځنده ګامونه هغه څوک اوچتوالي شي چې د علم او د پوهې په ګاڼه سمبال وي .د علم او پوهی لاس ته راوړنه په شرعی او ټولنيز ډول د هر انسان طبعی حق دی.

پدې اړوند يو عالم داسې وايې : هر انسان بايد کتابونه ولري ، او که داسی يو کس پيدا شي چې کتابونه نلري نو خپلوي دې د داسې يو عالم سره وکړي چې ډير کتابونه ولري او هر وخت په مطالعه بوخت وي .

UNESCOد کتاب نړيواله ورځ هر کال د اپریل په « ۲۳ » د ملګروملتو د علمی ، سياسي ،او کلتوری  ارګان له خوا (يونسکو)

د نړۍ په يو شمير هيوادونو کې د غونډو ، محفلونو او کتاب لوستو په بڼه لمانځله کيږي ، په لمړۍ ځل دغه ورځ په « ۲۳ » د اپريل په

۱۹۹۵ م کال د يونسکو له خوا و لمانځله شوه ، او پريکړه وشوه چې دغه ورځ به هر کال د دوي له خوا په يړ لړ خاصو مراسمو لمانځله کيږي ، دا سوال رامنځ ته کيږي چې ددې ورځې د شاه ليد نيټه ولی د اپريل ۲۳ نيټه ده ، دا ورځ ځکه ۲۳ د اپريل ونومول شو چې پدې ورځ د لومړی ځل له پاره په ۱۹۲۳ م کال کې د هسپانيې په هيواد د « کتا لونيا » په ښار کې څو تنه کتاب پلورونکې سره راټول شول ، او پريکړه . Miguel de Cervantes يې وکړه چې د خپل هيواد لوی ليکوال : ميګول دی کې کار وانت

چې په ۱۹۱۶ م کال يې په همدې ورځ د نړۍ څخه سترګې پټې کړي وي ، د هخې تلين و لمانځي. کله چې په ۱۹۹۵ م کال يونسکو سازمان پدې لټه کې شو چې د کتاب ورځ په تړيواله کچه ولمانځل شي ، نو د کتاب پر تير شوي بهير باندې پلټنې پيل کړي ، په پايله کې لاسوندونو

وښودله چې په « ۲۳ » د اپريل د نړۍ ستر ليکوال ، اديب، او ډرامه ليکوونکې ويلم شکسپیر William Shakespeare                                              چې د برتانيا د هيواد اوسيدونکې و دده د « فرسټ فوليو » نوموتې ډرامه چې په کال ۱۶۲۳ م کال چاپ ښوي کتاب يو داسې اثر دي چې په نړۍ کې تر ټولو زيات غوښت او لټون کيږي. دده دا ليکنه چې د وزی په څرمن ليکل او اوس به عامه ننداری ته وړاندی کيږي ، دا له هغې راهيسې چې څلورسوه کاله وړاندې دا ليکنه په لندن کې پلور ته وړاندې شو لومړی ننداره ده ، دا ورځ هم د هغې د تلين د ورځې سره سمون خوري . پدې لړ کې د نړۍ يو بل نوموتې ليکوال او تاريخ پوه : ګارسی لاسودی لا ویګا  Garcilaso de la Vega چې د پيرو د هيواد اوسيدونکې و دې هم په همدې نيټه د نړۍ څخه سترګې پټې کړيدي .

يونسکو پدې فکر کې شو چې « ۲۳» د اپريل دا ورځ  د کتاب دمينانانو له خوا لمانځل کيږي په همدي بنسټ او بنياد يې درويشتم د اپريل د کتاب نړيوالې ورځې په نامه د تير شوي بهير پر بنياد ونومول شو، دغه تاريخ په هسپانيه او هسپانيوي ژبو هيوادو کې چئ په نړۍ کې د نهو هيوادو څخه عبارت دي لکه : مکسيکو، ارجنټاين، چلی، کيوبا، کولمبيا، پراګواي، پيرو او يوروګوواي کې په خاصو مراسمو لمانځله کيږي .

او هغه مډال چې ددوي د ستر ليکوال: Miguel de Cervante په نوم نومول شوي و خپلو نوموتو ليکوالونو ته ډالۍ کاوه ، او دا لړۍ تر اوسه دوام لري . نومړی مډال تير کال « ۲۰۱۵ » کال د مکسيکو د هيواد ستر ليکوال،شاعراو ډرامه ليکونکې : فری ناندودل پاسو Fernando del Paso  ته ډالۍ شوه ، ددې مډال بيه د ادبې ارزښت ترڅنګ « ۱۲۵۰۰۰ » ايرو دي چې د هسپانيې د هيواد د کلتور وزارت له خوا ورکول کيږي . يونسکو پدې منظور دغه ورځ په نړيواله کچه هر کال د نړۍ په « ۱۷۵ » هيوادو کې لمانځي  ترڅو د خلکو او ولسونو تر منځ د کتاب لوستولو پر مټ د ښه ژوند او ورور ګلوي تخم وشيندي ، ددي ترڅنګ انسانان کتاب لوسنولو ته وهڅوي، تر څود ژوند په ګڼو اړخونو کې د کتاب څخه ګټه اخيستنه تر لاسه شي ، ترڅو نړۍ هر وګړۍ ته د عالم او پوهې دروازی پرانستل شي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ناپوهې او بې علمی ټغر را ټول شي ، د کتاب پرمټ هر انسان کوالاي شي د خپل هيواد په پر مختګ او وده کې اغيزمن ګامونه اوچت کړي، د کتاب په اړوند د امريکا پخوانې ولسمشر :  ابراهيم لن کين  Abraham Lincoln

وايې : هرهغه شی چې غواړم زدهکړم په کتاب کې شتون لري ، او زما ښه ملګری هغه څوک دی چې ماته کتاب ډالۍ کړي .

لوی استاد الفت صاحب وايې : زما ارمان به هغه وخت پوره شي ، چې د پوهی قيمت کم شي ، او هر څوک يې اخستيلاي وشي » ددي اصل پر بنسټ واقيعاً پوهه ، علم او  زده کړه د انسان په فکر او عقل کې تغيرات راوړي ، او دغه ګټه د بلې هرې ګټې څخه زياده او درنه ده.                                                                                                                                             په ډير درنښت

سرچينې :

               http://www.un.org/

WWW. UNES CO.com

http://global.britannica.com/

   http://www.opensourceshakespeare.org/

http://www.archive.www.archive.taand.com/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *