شفیق الله ځواک
 ژباړن: شفیق الله ځواک
د کتاب نړیواله ورځ چې د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان “یونسکو” له خوا رامنځ ته شوې د نړۍ په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې هر کال د اپریل د میاشتي به ۲۳مه لمانځل کېږي. دا ورځ د روسي هېواد لخوا د لیکوال د حق څخه د دفاع ورځ په نامه هم پیژندل شوی.
د کتاب نړيوالې ورځې د لمانځلو وړاندېز د لمړي ځل لپاره د هسپاني هېواد لخوا د یونسکو په ۲۸مه غونډه کې وشو.
د کتاب نړیواله ورځ د اپریل ۲۳مه ځکه ټاکل شوې چې دا ورځ د ځېنو لیکوالانو او د نړۍ د فرهنګي شخصیتونو د زیږیدنې او یا مړینې ورځې سره برابره ده.
 د کتاب نړیواله ورځ د لمړي ځل لپاره د ۱۹۹۵کال د اپریل په ۲۳ ولمانځل شو.
د نړۍ د هر قوم د پرمختګ تر شا د همدې قوم پوهان او لیکوالان لوی لاس لرلی دی او همدا لیکوالان او پوهان دي چې د خپل قوم او ولس د پوهولو لپاره کتابونه لیکي او د کتاب له لارې فکري، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي بدلونونه رامنځته کوي.
کتاب د پرمختللې، علمي او ټکنالوژیکي نړۍ دوازه ده. علم او پوهه د کتابت پواسطه تر دې ځایه رسیدلې دی.
اسماني کتابونه او د پيغمبرانو لارښوونې د کتابونو پواسطه تر مونږ انتقال شوي او همدارنګه د ټولو فکري او کلتوري میراثونو انتقال، له یوه نسل څخه بل نسل ته د کتاب په بڼه صورت نیسي.
که په دې ښکلې ژوند کې له کتاب سره ملګرتیا ونه کړو، نو بیشکه چې د مهمو انساني لاسته راوړنو، د الهی او بشري معرفت څخه به بی برخې یو.
د کتاب نړیواله ورځ اصل کې د لیکوالانو د حق څخه د دفاع ورځ ده. په دغه ورځ نړیوال کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او کتاب مینه وال په ګډه کار کوي او خلک کتاب لوستلو ته هڅوي.
د کتاب په نړیواله ورځ کې د کتاب خرڅوونکې د کتاب خرڅون ترڅنګ یو سور ګل هم کتاب پېريدونکې ته ور کوي.
جاپان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې وګړي یې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي او همداراز اروپا، امریکا او د اسیا ځینې هېوادونه هم په نړۍ کې له هغه هېوادونو نه ګڼل کېږي چې وګړي یې پکې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي.
د افغانستان ځوانان د نورو پرمختللو هیوادونو په پرتله د خپل ژوند لږه برخه مطالعې ته ورکوي.
کارپوهان وایي چې له کوچني عمره له ماشومانو سره د کتابونو لوستل د هغوی مغزو ته وده ورکوي.
د کتاب د مطالعې د لیوالتیا د پیدا کولو لپاره په پښتو ژبه کې ښه کتاب د ( څه ډول مطالعه وکړو؟) نومیږي، چې د کتاب ژباړن ډاکټرسیف غریب یار صیب دی او دا علمي اثر د ارواپوهنې، د ښو لارښوونې او تمرینونو په ګډون لوستوونکو ته د ښه مطالعې زده کړه ور کوي.
د کتاب نړیواله ورځ دې د کتاب مینوالو ته مبارک وي
 پیر راه است برای سالکان
خرد ناب است برای عقل ورزان
آیینه شوق است برای سوخته دلان
پیشوای داناست برای راه گم کردگان
گنج روان است برای سودا گران
و همراه لایق است برای پیامبران
ژباړه او را ټولوونه له مختلفو ویبسایټونو څخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *