نن د اپریل ۲۳ مه، د کتاب نړۍ واله ورځ وه. په دې مناسبت په کتاب ښار کې د جوړ شوي محفل په ترڅ کې د »زري کړکي» د جایزو ګټونکي اعلان شول.

د ۱۳۹۷ کال د زري کړکي جایزې مهتاب ساحل، معصومه غرنۍ، نظیف تکل او عصمت الله زهیر وګټلې.
–       د مهتاب ساحل کتاب «سورهٔ گیسو» د شعرونو ټولګه ده چې ښځینه احساسات په کې له سانسور پرته ځلول شوي دي او مینې ته د ځمکني موجود له سترګو ګوري.

–       د معصومه غرنۍ کتاب «باور» د ماشومانو له پاره یوه لنډه کیسه ده چې پر ځان باور او د ښو کارونو له پاره په مادي امکاناتو تکیه نه کول یې محوري ټکي دي.

–       د نظیف تکل کتاب «را څڅېدلې چوپتیا» شعري ټولګه ده. روانه ژبه، لنډ عبارات او نوښتګر انځورونه لري. له غربي شاعرۍ یې رنګ اخیستی خو ځمکه یې افغاني ده.

–       عصمت الله زهیر « د مینې او حسن معتکف شاعر» کتاب د نازکخیال او نوښتګر شاعر ملا عطایي د ژوند او هنر ارزونه، د نوي پښتو نقد یوه غوره بېلګه ده.

په نني محفل کې د زري کړکي اکاډیمي د افغان لیکوالو په استازولۍ د تاجیکستان نوموتې شاعرې عنایت خوجه یوا (فرزانه خجندي) هم وستایله. د تاجیکستان د سفارت یو دیپلومات د فرزانه خجندي ستایندړه تر لاسه کړه او د افغانستان له لیکوالو یې مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *