تاند- د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت نن /سې شنبه/ له یوې تورکۍ( ترکۍ) کمپنۍ سره د کجکي بند د پراختیا تفاهملیک لاسلیک کړ.
کجکي برېښنا کوټ حاضردمه ۳۳ میګاواټه برېښنا تولیدوي خو که پراختیا ورکړای شي او ۴ توربینونه پکې نصب شي،۱۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدولی شي.
د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل چې دا به د سلما یا د افغان – هند دوستۍ تر بند وروسته د افغانستان لپاره بل بری وي.
د سلما بند، چې روانه اوونۍ د افغانستان ولسمشر او د هند صدراعظم د هرات په چیشت شریف ولسوالي کې پرانست، ۴۲ میګا واټه برېښنا تولیدوي او ۷۵ زره هکتاره کرنیزه مځکه خړوبوي.
کجکي بند د هلمند په کجکي ولسوالي کې دی. دغه بند ته انجنیران د هیلي کوپترو په وسیله تګ راتګ کوي ځکه چې د دې ولسوالۍ شاوخوا سیمې وسله والو طالبانو نیولي او په ځلونو یې له بند څخه هلمند او کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې کړي دي.
چارواکي وايي چې طالبان په دې شرط د برېښنا مزي او ستنې نه ویجاړوي چې د هلمند شمالي ولسوالیو ته د برېښنا پیسې به دا ډله ټولوي.
د افغانستان او تورکي کمپنۍ د موافقې پر اساس به د دغه بند د برېښنا ظرفیت ۱۰۰ میګاواټه نور زیاتېږي او بالاخره به ۱۵۰ میګاواټو ته رسېږي.
د اوبو او برېښنا د وزیر ښاغلي عثماني په وینا په کجکي بند کې به د اوبو زېرمه هم یو ملیارد مکعب مترو ته لوړه شي.
د اوبو د زېرمې ډېرېدا به نه یوازې د برېښنا د تولید امکان زیات کړي بلکې په هغو میاشتو کې چې د کرنیزو مځکو لپاره اوبه لږې وي، په بند کې کافي اوبه زېرمه وي.
خو له دې سره سره اوس وېره ده چې پر دغه بند بریدونه زیات شي ځکه چې ایران پر هلمند او نورو سیندونو، چې اوبه یې ایران ته بهیږي، د بندونو له جوړېدو سره سخت مخالفت کوي.