د کراچۍ بندر

تاند- د پاکستان د کراچۍ له بندره د افغانستان تجارتي فعالیتونه په سلو کې ۸۰ د ایران چاه بهار او بندر عباس ته لېږدېدلي دي.

د ایشیا ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان له سمندري بندره د ایران دوو بندرونو ته د افغان سوداګرو فعالیتونه دوه میاشتې وروسته له دې ولېږدېدل چې پاکستان نوې تجارتي تعرفه اعلان کړه. د پاکستان له لوري د سوداګري محصول زیاتېدا سبب شوې چې افغانان د پاکستان د لارو پر ځای د ایران پر لارو اتکا وکړي.

ایشیا ټایمز وايي، پاکستاني سوداګر باور لري چې د افغانستان سوداګري به بالاخره یو مخ چاه بهار بندر ته مخه کړي. چاه بهار د ایران په بندرونو کې افغانستان ته تر ټولو نژدې دی.

ایران تمه لري چې د دې بندر له لارې به یوازې د افغانستان په مقصد د کال د ۵ ملیارد ډالرو په ارزښت تجارتي مالونه صادر شي.

دا بندر د هند په مالي مرسته جوړ شوی او ټاکل شوې ده چې هند له دې لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته تجارتي راکړه ورکړه وکړي.

د افغانستان ولسمشر په ځلونو ویلي چې نور یې هیواد د ترانزیت په برخه کې پر پاکستان متکي نه دی ځکه چې د چاه بهار په شمول یې څو ترانزیتي لارې موندلي دي.

متبادلو لارو د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه هم خورا کمه کړې ده.

One thought on “د کراچۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو کاروبار ۸۰ سلنه کم شوی”
  1. دا د خوښۍ خبر دی. هغه خړ سترګي چې هلته پراته دي او په هېڅ نه شرمیږي هغه دې ترې راستانه کړي او دا ډیورنډ پوله دې هم ورسره وتړي کله مو چې وس ورسېد بیا به یې ترې نیسو په خیر.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *