له نامه سره يې له مخکې نه څه نا څه اشنا وم. په وړکيني کې مې ليدلى هم و، خو څېره يې راته ډېره نه وه ياده. دا ځل مې پر ۱۳۸۲ل کال وليد، خپلې نيمګړې زده کړې يې پوره کولې. اووه سمستره يې په پېښور کې په دعوت و جهاد پوهنتون کې لوستي وو. وروستى يې د کابل پوهنتون په پښتو څانګه کې ووايه. چې سمستر خلاص شو، بيا کراچۍ ته ورسېد.

دويم ځل بيا پر ۸۸ راپېښ شو، چې د مونوګراف پاتې کار ورپوره کړي. تېر ځل چې راغلى و، په کابل کې تنګ و، خو موږ کلک هڅاوه، چې زده کړې به پوره کوې. اوړى و. د ورځې به دى په خپلو کارونو پسې ورک و، موږ په خپلو پسې. چې ماښام به سره يوځاى شو،  د قهقهو او خنداګانو به ځاى نه کېده. کله يوه ته له نااشنا شمېرې تليفون وکړه، دوه درې خبرې وکړه، ښکنځلې ترې واوره، کله بل ته. تر نيمې شپې به مو همدا مشعله وه. يو کليوال رانه دومره تنګ شوى و، چې په تليفون به يې بله خبره نه کوله، همدا به يې ويل، چې تمانچه راسره په لاس کې ده، تليفون په تمانچه ولم.مطلب، ملګري راته معلوم شول، چې د څومره زغم او اخلاقو خاوندان دي.

نوموړى په ونه دنګ دى، خو مسافرو، کارونو راکړوپ کړى دى. دومره عمر يې هم نه دى، ايله به د اته دېرشو، څلوېښتو وي، خو په سر او ږيره کې يې سپين لګېدلي دي. ګرد مخ، ګردې ګردې سترګې. مناسبه پوزه، وړه خوله. بس خداى پکې خپل کمال ښوولى دى. په لاهور کې د چارشنبې په ورځ پر هوټلونو سخت رش وي، بيا د يکشنبې په ورځ سودم ته شين وي؛ نو زموږ يوه شاګرد بل ته ويل، چې زه خداى د اتوار په ورځ جوړ کړى يم، ښه په فرصت کې او ته يې د بده(چارشنبې) په ورځ جوړ کړى يې، هسې يې تپلى را تپلى يې؛ خو دى د اتوار والاوو په ورځ کې راځي. ښه په مينه يې جوړ کړى. لکه د قرآن کريم (لقد خلقنا الانسان في احسن تقويم) آيت چې د همده په اړه نازل شوى وي. زړه دې وايي، چې مې همداسې ورکتلاى.

د خبرو سټايل يې هم عجيبه دى. په ځنډ ځنډ خبرې کوي. ښه جدي لګيا وي، ناڅاپه په خندا شي، ملايمه خندا وکړي. حيران به شې، چې د دې خبرې او د ده د دې خندا څه مناسبت و؟ خو ښه ده خندا يې دومره تندريزه او زهرجنه نه ده لکه د استاد ستار، چې له سږو سره سره له ګردو، معدې او کولمو هم په خندا کې کار اخلي او ښه په اخلاص خاندي. يو ځل مو ګاونډيانو سر ټکاوه، چې دا تاسو کره څوک راغلى، داسې خندا کوي، لکه وږى لېوه. په خندا يې زموږ ماشومان ويرولي، د دوو پکې له ويرې تبه ده. د استاد ستار نور ډېر عجيبه خويونه دي. يو ځل راسره پېښور ته ته، په مارسډيز کې ناست وو، يوځاى زموږ ګاډى له ټېلر نه مخکې کېده، ده چغه کړه”يا الله خير”. له دې سره په ګاډي کې شور شو، ښځو، ماشومانو او سړو چغې کړې. ډرايور هم حيران شو، چې څه ګناه مې وکړه، چې دې خلکو داسې انګولا جوړه کړه؛ خو له وارخطايۍ يې ګاډى خامې ته وغورځاوه. چې موټر ودرېد، د خلکو نېت ده ته ښه نه و؛ خو زه يې ترمنځ شوم. بل ځل يې چې هسې په عادي خبره”يا الله خير کاوه” ما ورته په خوله لاس ټينګ کړ. يو سپينږيري ورته له مخکې سېټ نه مخ راوړاوه، چې “امر صاحب ستا له “الله خيره” تېر ناست يو، لږ غلى کېنه. د خبرې په سر هم الله خير، د خبرې په اخره هم الله خير، بوسلمانه زړه دې راکې وچاوه. الله خير خو هم په يو رقم وي، ته خو سم اعلان کوې، سمه دنيا خبروې”. ما په تشو کې ښه وخندل، ده له ډېره درده په تک سره مخ ايله ما ته بد بد وکتل، نور يې چا ته هېڅ ونه ويلاى شول. يوه ښځه تر تورخمه له ځان سره غورېده.

خبره چېرته لاړه، دى د استاد ستار پر خلاف په سنتو برابره خندا کوي. ګرد وجود نه خوځوي. په خبرو کې لږ لږ ځنډ راولي، چې ته وا، ګنې بلې جملې ته سا اخلي؛ خو ما درک کړې، چې په زړه کې يې څه شته، داسې کوم ارمان په کوم کونج کې پروت دى، چې ترسره شوى نه دى او په خبرو کې ځان ښيي. دى چې خبرې کوي، ما ته د فرويډ هغه خبره راياده شي، چې له چا نه الفاظ خطا کېږي يا ژر سا اخلي؛ کوم لاشعوري خواهش يې په عذابوي.

دى په خپله د کونړ د سرکنډ مومند دى، خو خپلوان يې په کامه کې ډېر دي. پخپله د غره سړى دى. سمې دمې برابرې جامې، څادر په اوږه، مۍ وريجې ږيره، لکه تازه چې له غره راکوز شوى وي. ما ته هم د محبوب الله خان غوندې د پښتنو قبايلي خويونه خوند نه راکوي؛ خو کله ناکله پکې داسې دروند خوى ومومم، چې له ډېره خونده ويلې شم. همدا لامل دى، چې د حمزه بابا دا ډول شعرونه خوند راکوي. بس د پښتني خويونو په اړه د حمزه بابا شاعري لوله او دى پرې قياسوه. زما خو په داسې وخت کې نېغ همدى سترګو ته ولاړ وي.

خو فکر يې بېخي نوى، بېخي مهذب دى. د چا زړه به ترې ازار نه شي، چا ته به بده ونه وايي. لويه خبره دا چې هر څومره يې خپل شخصي ژوند ته راکاږې، هغومره په شا زور کوي. ښکاره غبرګون وښيه، دى به درنه پوښتنه هومره ونه کړي، چې ستا ژوند څنګه روان دى؟ ګنې پښتانه خو دې خداى راپرېږدي، د هر چا او په هر څه کې يې کار وي. چې ښار نه راشې او پر لار له کوم کليوال سره مخ شې؛ نو درته وايي به چې:

چېرته تللى وې.

ښار ته.

خير خو و؟

سود، سودا مې کوله؟

څه شى دې راوړل؟

بوره، اوړه، بوڼ. . .

چې ګاډى نيسې دى به درته ولاړ وي، چې جامې کوې، دى به درته ولاړ وي، چې له تشنابه راووځې، دى به درته ولاړ وي، چې خير خو و، تشناب ته څنګه ننوتى وې؟ لاحول ولاقوت.

پښتانه د خلکو په شخصي ژوند کې دومره لاسوهنه کوي، چې زړه به دې ورته تنګ شي، چې زندۍ مې وراچولې واى. دوى ته پته نشته، چې د چا په شخصي ژوند کې دومره مداخله، د ژان پل سارتر خبره، د بل شخص ژوند دوزخ کوي.

په بورې پورې يوه خبره راياده شوه. زموږ يو کليوال په انقلاب کې تازه پېښور ته هجرت کړى و. د يوه پېښوري دوکان ته ورغلى و، چې د لسو بوره راکړه، هغه ورته دوه درې تور پلاستيکونه له بوره(ګزاري) ډک کړي وو. دى هم خوشحاله و، چې والله پېښور کې خو بوره ښه ارزانه ده. کور ته چې تللى و، پلاستيکونه د غواګانو له بوره ډک وو. پېښوري بوره بور(د اوړو ګزاري) ته وايي او بورې ته چيني وايي.

دا ځل مياشت مخکې له يوه مړي سره راغلى و. کومه خپله يې مړه وه، بيا يې مړى وطن ته راوړه، د ده هم ورسره د وطن د کتو نصيب و. تليفون يې راوکړ، چې دا ديپلوم او ټرانسکرپټ به هم واخلم، چې دا پرېوان مې وشلېږي. موږ يې چې د کتو او مړو مړو خبرو ارمانجن وو، پر راتګ يې خوشحاله شو، خو ايله راسره يوه اوونۍ ووسېد. د ديپلوم او ټرانسکرپټ کار يې چې وشو، لاړ کراچۍ ته والوت.

 اوسي پر کراچۍ، خو زړه يې په وطن کې بند دى. د وطن له هر پرمختګ سره يې زړه باغ باغ کېږي، خو په هره غمجنه پېښه يې زړه چوي.

له خبرو او څېرې سړي ته کټر ملا ښکاري، چې فکر ته يې ځير شوې، پته به درته ولګي، چې له يوه نرم منځلاري سړي سره مخامخ يم، نه پکې افراط شته، نه تفريط. لمونځ او روژې هم کوي او په ملايانو پسې خبرې هم. دا اعتدال يې غير ارادي نه دى، بلکې له واره درته پته لګي، چې سړي د بشري فطرت ژوره مطالعه کړې او په دې پوه شوى، چې ژوند په مينه کېږي، په وچو اخلاقو او وچ زور نه کېږي، انسان نه پرښته ده، نه شيطان. انسان، انسان دى. د ژوند په کار کې سم دم فلسفي دى.

په استعداد کې يې د (خو) ځاى نشته، خو ارمان چې له مسلکه لرېتوب بې اغېزې نه دى پرېښى. زما يو پر ده او بل پر سلطان احمدزي سخت زړه خوږېږي. د دواړو استعدادونه هسې ورژېدل. هغه ارګ وخوړ او دى کراچۍ. که دواړه واى، پر افغاني فرهنګ به يې ډېر څه ورزيات کړي واى.

په ابراهيم استاد پسې مې دا ځل خداى شته زړه وران دى. خداى دې يې د عزت په جامو پټ لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *