تاند- د پاکستان یوې مسافري الوتکې، نن مازدیګر د کراچۍ په هوايي ډګر کې له الوتو لږ وروسته اور واخیست.
په الوتکه کې ۸۲ تنه سپاره ول خو روغ رمټ ژغورل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دا الوتکه له کراچۍ څخه دوبۍ ته روانه وه.
الوتکه د اور تر بلېدو وروسته وتوانېده چې بېرته پر هوايي ډګر کښېني. په داسي حال کې چې له الوتکې لوګي او لوخړې پورته کېدې، د اوروژنې موټرونه ترې تاو شول چې اور ووژني.
تراوسه څرګنده نه ده چې الوتکه د کوم هوايي شرکت یا هیواد ده خو ځیني راپورونه وايي چې دا الوتکه د متحده عربي اماراتو د امارات هوايي شرکت ده.
د اور لګېدو علت هم نه دی څرګند شوی.
له پېښې وروسته د کراچۍ په هوايي ډګر کې بیړنی حالت اعلان شو، پوځ او پولیسو محاصره کړ.
د سږ کال په جوزا کې وسله والو طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر په لسګونو پولیس وژلي وو او څو الوتکې یې سختې زیانمن کړې وې.
له دې جلا نن په پاکستان کې په څو حملې وشوې.
د کوټې په هزاره ټاون کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه تنه ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.
په دغه ښارګي کې شیعه هزاره ګان اوسي او تر دې پخوا هم سخت دریځو پرې بریدونه کړي دي.
د خیبرپښتونخوا په کوات ښار کې په یوه موټر کې بمي چاودنې لږترلږه ۶ تنه ووژل.
په دې پېښه کې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.