تاند- د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په یوه روغتون کې یو شمېر ترهګر نیولي دي.
پولیس وايي چې نیول شویو کسانو ورته ویلي چې په افغانستان کې جنګېدلي دي.
د اې آر وای خبري اژانس د راپور له مخې، د سند ایالت د پولیسو عمومي رييس غلام حیدر جمالي وویل چې یو شمېر ترهګر یې، چې په افغانستان کې ټپیان شوي او د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې بستر ول، نیولي دي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د پولیسو دغه چارواکي وویل، له نیولو شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي خو دا کسان د القاعده او د هند له (را) استخباراتي ډلې سره تړلي دي.
داسي ښکاري چې نیول شویو کسانو د دې لپاره چې پولیس یې ونه نیسي ادعا کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي دي.
افغان طالبان او په افغانستان کې نور جنګېدونکي سختدریځي په پاکستاني روغتونونو کې وړیا درمل کېږي.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په وینا د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند هم د ۲۰۱۳ م کال په اپریل میاشت کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې ومړ.