تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د کراچۍ ښار یوې محکمې د افغانستان د یوې استخباراتي ادارې څلور غړي بندیان کړل.
دي نیوز ورځپاڼې نن لیکلي، امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ د کراچۍ په رضوي سوسایټي سیمه کې د یوې افغان استخباراتي ادارې ۴ غړي ونیول.
د نیول شویو کسانو نومونه امان الله، عزیز، عبدالغفار او حکیم الله ښودل شوي او ویل شوي چې دا کسان د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکي دي.
د پولیسو استنطاق کوونکو محکمې ته ویلي چې څلور واړو نیول شویو کسانو د افغانستان د استخباراتو لپاره کار کاوه.
په خبر کې نه دي ویل شوي چې دغو افغانانو په کراچۍ کې د چا جاسوسي کوله. د محکوم شویو کسانو د قید د مودې یادونه هم نه ده شوې.
ویل کېږي چې د طالبانو یو شمېر مشران په کراچۍ کې اوسي.
خو د پاکستاني جاسوسانوپه پیداکولو کې د افغانستان امنيتي اورګانونه ناتوانه دي