لویه څارنوالي

تاند- د حامد کرزي د حکومت د پنځو وزیرانو، چې په اختلاس او سو استفادې تورن شوي ول، دوسیې د بیا کتنې او څېړنې لپاره سترې محکمې ته ولېږل شوې.

د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي د سې شنبې به ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اقتصاد وزیر محمد امین فرهنګ، د سوداګرۍ وزیر عنایت الله قاسمي، د ترانسپورت وزیر حمید الله قادري، د کانونو وزیر صدیق ایشان او دغه راز د اقتصاد د بل وزیر جلیل شمس دوسیې یې سترې محکمې ته سپارلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی همداراز وویل چې یو شمېر نور پخواني وزیران هم دوسیې لري خو کله چې د هغوی دوسیې بشپړې شوې هاله به یې لویې څارنوالۍ ته وروغواړي.

د لویې څارنوالۍ ویندوی وویل چې څارنوالي د پخوانیو وزیرانو د دوسیو د څېړلو لپاره له قانون سره سم د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتونکې ده.

لویې څارنوالۍ څلور کاله پخوا هم د دغو وزیرانو پر خلاف تورونه ولګول او دوسیې یې ورته پرانستې خو له پاسه څوک نه ول چې د هغوی د محاکمه کېدو لپاره محکمه معرفي کړي.

محمد امین فرهنګ، چې پخوا د اقتصاد او دغه راز د سوداګرۍ وزیر پاتې شوی دی، وايي کله چې څلور کاله پخوا دا ډول تورونه مطرح شول، تیار و چې محکمې ته لاړ شي او د قاضي پوښتنو ته ځواب ووايي خو محکمه جوړه نه شوه. دی وايي چې اوس هم حاضر دی چې د ځان دفاع وکړي.

د کانونو پخوانی وزیر محمد اېشان هم ورته خبره کوي او وايي چې پر ده لګېدلي تورونه ناسم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *