تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان په حکومت کې ځیني غښتلي وزیران او چارواکي، چې له امنیتي ځواکونو سره نژدې اړیکې لري، خبرداری ورکوي چې که ژر انتخاباتي ستونزه حل نه شوه نو واک به په خپل لاس کې ونیسي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس دا افغان چارواکي هیله لري چې د یوه موقت حکومت د جوړولو په اړه د دوی خبرداری ښايي اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله مجبوره کړي چې په خپل منځ کې جوړجاړی وکړي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم د کرزي د حکومت چارواکي د یوه موقت حکومت د تحمیلولو د لرلید په اړه له څو اوونیو پټو خبرو وروسته وايي چې د هیواد د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره، چې طالبان یې زړه ور کړي، د هیواد کمزوری اقتصاد یې نور هم خراب کړی او د هیواد د دیموکراتیکې راتلونکې په اړه یې ژوره بدبیني رامنځته کړې ده، تر ټولو ښه لار ممکن د یو ډول موقت حکومت جوړېدا وي چې غالباً به د یوې کمېټې له لوري اداره کېږي.

د کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا  سره له دې چې په زغرده د موقت حکومت د جوړېدو ملاتړ ونه کړ او تاکید یې وکړ چې بحران باید د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي، ویې ویل«کله چې قانوني ادارې کار نه شي کولی، باید څه وشي؟»

ورځپاڼه وايي، ډېر ځلي د سیاسي کړکېچ په ترڅ کې داسي شوي چې واک په زوره نیول شوی دی، لکه څرنګه چې په مصر یا تایلنډ کې وشول. څوک چې واک ترلاسه کوي استدلال کوي چې د نظم د اعاده کولو او د ولسواکۍ د ساتنې لپاره یې اقدام ضروري و.

یوه بل افغان چارواکي وویل چې دا مسله جدي ده:«دا یوازې تاکتیک (چل) نه دی، بلکې حقیقت لري.»

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، ګڼو افغان چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، په دې اړه ورسره خبرې کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي، افغان چارواکو ویلي، دوی بارو لري چې د افغانستان ملي اردو، پولیس او استخبارات به یې ملاتړ وکړي. خو له دې سره سره تراوسه لا کره پلان نشته.

څو تنو افغان چارواکو وویل چې غالباً به یوه کمېټه د چارو واګې په لاس کې واخلي او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي استازو ته به بلنه ورکړای شي چې له دوی سره په کمېټه کې برخه واخلي.

ورځپاڼه وايي چې دواړو کاندیدانو د موقت حکومت د جوړولو نظر رد کړی دی.

داسي هم ویل شوي چې و��سمشر کرزی به هم د موقت حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړي خو د ده ویندوی ایمل فیضي وویل چې د موقت حکومت خبرې ناسمې او هسي اوازې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوو کاندیدانو ترمنځ د روغې لپاره افغانستان ته په خپل لومړي سفر کې د افغانستان د امنیتي چارو له مشرانو (دفاع او کورنیو چارو وزیران، ملي امینت سلاکار) سره کتلي وو او رویټرز خبري اژانس ویلي و چې د کورنیو چارو وزیر وزیر ښايي د افغانستان راتلونکی مشر وي.

د ډېرو نظرخاوندانو باور دا دی چې که د موقت حکومت د جوړولو لپاره کودتا وشوه نه یوازې دا چې پر دیموکراسۍ به د افغانانو باور پای ته ورسېږي بلکې له حکومت سره به د خلکو اختلاف او فاصله نوره هم زیاته شي.

0 thoughts on “د کرزي د حکومت ځیني امنیتي چارواکي د کودتا په فکر کې دي”
  1. This was predicted and planned from the beginning. But Afghanistan is not Egypt. if this happens it will divide the country. The so called ministries of defense and interior affairs are not able to bring peace to the city of Kabul, how would they bring peace and stability to whole country.

  2. دافغانستان با غيوره اولسه ،او دافغانستان باوجدانو خلكو اول زما احترام ومني بيا مي بيغام وأوري.؟
    ددغي بورتني موضوع به حقله ما خو خلي خبل معلومات دتا ند دلاري تاسي وطنوالو ته رسولي. بيا هم يو خه غوارم جه ستاسي حضور ته تقديم كرم .
    دا بورتني موضوع يو واقيعت دي . دا كودتا دخارجي إخلال كرو له خوا طرحه او داخلي أطباع جه به أمنيتي جارو كي دنده لري ورسره لاس لري ،بر علاوه دامنيتي قواودمسولينوخخه يو تعداد سياسي كري جه دا وضعه ورخ به ورخ متشنج كوي دخبل با دارانو به حمايه ،دير بي ترسه أوبي رحمانه تخريبي عملونه إنجاموي تر خو شرائط يؤي توري كودتا ته مساعد كري .
    دغه خارجي كري به دير زور اوقوت سره دخبل افغاني خرخ شوي او وفاد اره أكنتا نو به ذريعة مخ به وراندي وري
    دديرو تفرعا تو خخه معذرت غوارم وطنوال دي ددي عمل د خنسي كولو دباره لازمه أقدامات ولري،او ددي عمل جه بد بختي ورسره ملكري ده جلوكري وكري دادي زما دسياسي او استخباراتي بوهي تحليل
    دامي خبله ملي ،وطني اوتاريخي دنده بلله جه ستاسي تر غوزو در ورسوم ،اوخبل تاريخي مسوليت رفعه كرم.

  3. نيكى هيلى او سلامونه مى ومنى !
    پشتانه واي (پكه دادى بله سپكه) افغانستان يتىم خانه شوه چى شغله يي سپنتا چى دالمان دشنو دگوند له خوا كرزى ته ورمعرفى شوو او جناب كرزى دبهرنيو چارووزير په توكه نصب كر . بل كلندر پنچرمين بسم الله گى چى په ملى بس كى دنگران دنده سرته رسوله او دريم داودزى چى تولو افغانانو او نرى ته معلومه ده چى دكرزى ددالرو سمسونايت بكسونه يي په غيرقانونى توگه طيارى ته كشول او ارگ ته ورل.
    اوس دوى غواري كودتاه وكرى خيلاستو محالستو جنون . دامريكا خو بل حًه كار نشته پرته له دى چى يو په بل ووهى. او دوى خو داجگره لا په خوابايللى وه امريكا اوس داوكراين، سوريه ، اسرايل او فلسطين ، عراق او ليبيا په مسلو كى غرق دى افغانستان ته يي خوله اوله دومره چى لازمه وه توجه نه درلوده حًكه يي په عراق ور ودانگل بل داچى دپاكستان مداخلى دوى له اى ايس اى سره هماهنگ كوى او سترگى پرى پتوى تاسو تولوبه دا په كراتو اوريدلى چى دحقانى شبكى په امريكايي تاسيساتو وژونكى حملى كرى او امريكايانو دا تايد كرى چى دحقانى شبكى دا حملى كرى خو دحقانى شبكه دپاكستان په حفاظت كى پاتى ده او حًوك حًه نشى ورته ويلي . بوش د امريكا پخوانى جمهور ريس ويل چى ترورستان او دهغو ساتونكى موژ ته يو دى چى دواره به دقانون منگولو ته سپارو خو كله چى امريكا يانو بن لادن داسلام آباد ترحًنگ پيدا او وواژه بيا خو دتروريستانو او دهغو دساتونكو ترمينحً سره كرشه كش كرى شوه او هغه خبره هيره شوه .حًما مطلب داده چى دا پورتنى درى خام كله خو دا كودتاه نشي كولى مگر داچى امريكا ورسره كمك وكرى او زه فكر كوم چى داپلان به هم امريكا وركرى وى چى كودتاه وكرى گنى دوى دا جرًت كله لرى . مننه

  4. معمولا د کودتا خبره ډیره پټه او سری وی چی د اردو د افسرانو له خوا چی په واک کی شامل وی سرته رسیږی. که زمونږ اوسنی ملی اردو دا مفتضحانه عمل تر سره کړی دا به پدی معنی وی چی اوسنی برحال جمهور رییس ، دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملی امنیت مشاور دوکتور رنګین سپنتا او استا عطا او خلاصه شمال ایتلاف نه غواړی چی واک نوی انتخابی جمهور رییس ته انتقال کړی.
    د نظامی کودتا په سرته رسولو کی به ملی، وطندوسته او دموکرات سیاسیون او د هیواد ملی کدرونه له منځه لاړ شی او قدرت به یوځل بیا هغو جنګسالارانو ته په لاس ورشی کومو چی په نوی یمو کلونو کی یی د افغانستان ملی پوځ منحل کړ، د کابل ښاریی په کنډوالو بدل کړ او اویا – اتیا زره بیګناه هیواد وال شیهدان او په میلیونونو نور یی جبری مهاجرت ته اړکړل.
    کودتا او پوځی قیامونه زمونږ د هیواد مشکلات نشی حل کولی. له یوی خوا به ځوان او وطن دوسته کدرونه له لاسه وکرړو. هیواد به د اوږده او کورنیو جګړو په نتیجه کی نور هم ضعیفه او د تجزیی او د مغرضو ګاونډیانو له خوا د اشغال زمینه به ورته برابره شی.
    د هیواد ملی ګټی ایجابوی چی د داسی شومو اعمالو مخه ونیول شی او که رښتیا هم څوک داسی شوم پلان لری باید په نطفه کی خنثی شی. د پنځو کودتا چیانو له منځه وړل به ډیر ښه وی نسبت دی ته چی په زرګونو وطنوال شهیدان او هیواد تجزیی او یا د نور له خوا اشغال شی. د افغانستان د اساسی قانون ، دموکراسی او نړیوالو سره د ښو روابطو ساتل د هر هیواد وال دنده ده.

  5. دیته وای فاجعه او که بل څه ؟ دواک لیوانیان سره نه جوړیږی په څنګ کی نور نور مزاخرافات خدای ددوی غرق کړی واقعی افغانان دغسی کارونه نکوی دوی هرو مرو بیګانه او پرادی اجیر مزدوران دی شرمیدلی رټلی بیا هم نه شرمیږی .

  6. دغه ډیسکو کاکری هیڅ نشی کولی هسی به وطن وران او خلک تباه شی هغه کلکل فولادی کاکری خاوری شویدی اوسنی کاکری لکه (تشکندو) غیر لدی چه دکفس طوطیانو څالهشی دبل درد دوا نشی کیدای .

  7. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!
    محترمو وطنوالو وروڼو:
    تاسو ته د انتخاباتو په هکله تراوسه پورې ښه معلومات ده چې نه عبدالله ده او نه غنی ده. خو دا تاسو چې وایی ددی په اړه زه یو څو خبرې کول غواړم.
    ملګرو دا ټولې خبرې له نن نه ډير دمخه پلان شوې او په مونږ او تاسو عملې کیږې چې خلک وایی په افغانستان کې ۲۵ څخه تر ۳۰ کالو پورې جګړه اوشوه مګر داسی نده په افغانستان کې د امان الله خان د پاچاهی نه راپدیخوا د کفارو فرهنګ او د هغوې د استعمار توتیی د افغانستان په لور راروانی شوې او په عملی کیدو یی پیل وکړ چې د هر قدم په ناکامیدو سره سره یی یو پاچاه مونږ او تاسو ته رامخې ته کړ د ډيرې ناکامی نه وروسته چې د سی آی آې مشران ونتوانیدل د افغانستان خاوره ونیسی نو روس هم خپل پلان عملی کړه چې د کامیابیدو خوبونه یی لیدل مګر ونتوانیدو او بیرته یی سی آی آې د آی ایس آی تیم جور او په اول ځل یی د افغانستان د نقشې د ډیورند کرښه یی ورته امضاء کړ چې ستاسو خط به وی خو تاسو به زمونږ پلان عملی کوی نو ددې پلان په عملی کولو سره سره آی ایس آی پدی وتوانیدو چې یو داسی پلان ځانته جوړ کړې چې د سی آی آې د پلان په عملی کیدو سره خپله لاسته راوړنه هم ولری چې هغه افغانستان د یوې صوبې یا ولایت شکل وه چې په پاکستان پورې اړه ولرې. نو پدې وخت کې جنرال امام، جنرال حمید ګل او جنرال ضمیر او جنرال افتخار چې پرویز مشرف هم پکې موجود وه داسی یو پلان طرح کړ چې افغانان باید د افغانانو په لاس ختم او ضعیف کړی شی چې دا خبره د سی آی آې کسانو ته ډيره پیاوړې ښکاره شوه او تر ټولو لمړې یې د افغانستان څخه څو حرامی او خونخواره سپیی (انسان ځکه نه ورته واییو چې د انسان په جامع کې یی انسان وخوړ) پیدا چې نومونه یی تاسو ته ښه معلوم دی او رهبران کړ دوی ته یی د پاکستان تابعیت او د خدمت څخه وروسته د اروپایی هیوادونو تابعیت وعده کیښودله شوه. او د پلان په عملی کولو یی پیل وکړ دا پلان ځکه په شفاف بڼه روان وه چې د افغانستان خلک غیرتی ولس وه او پخپل ایمان یی سر بایلو او ټولو رهبرانو د اسلام جنډا پورته کړه چې مقابل ګوند به یی کافر او مشرک باله. مګر په اصل کې به دوی په کونړ او چترال کې د پاکستان د دالخورو د آی ایس آی په مرکزی دفتر کې راټول او د راتلونکې پلان لپاره یی کار کاووه.
    خو خیر دا ټول جریان تیر شو احمد شاه مسعود ختم شو ربانی ختم شو کرزی راغلو قدیر ختم شو داسی ډيرې کلې چې استفاده یی ترې وکړه ختم کړ او کرزی یی ډير باورې وباله ځکه د طالبانو په وخت کې یی ډير خدمت ترسره کړې وه.
    کله چې د لمړې ځل انتخابات په افغانستان کې پیل شول هیڅ نه طالب وه نه جنګ وه نه کفار وه نه مشرک وه بلکه په یوه ورځ ټول مسلمانان شول نو انتخابات په خیر سره ترسره شول. کله چې د انتخاباتو وروسته آی ایس آی ولید چې افغانستان بیرته په پښو دریږې د طالبانو یوه بله ډله یی د حقانی په رهبری کې جوره کړه چې ټول پاکستانی تورمخی پوځیان ول راولیږل او امریکا د مولا دادالله پنوم طالبان وروزل چې په افغانستان کې شته ککری او مفکورې له منځه یووسی او خپل استعمار خلکو ته وښایی. پدې جریان کې هند هم خپله یوه ډله وروزله تر څو پاکستان له دواړه اړخه وخوری او چین هم یوه ډله وروزله چې د امریکا تجارتی اموال ضعیف او په لاره کې یی ټانکرې وسوځوی تر څو مجبوره شی لده څخه استفاده وکړې. او سعودې عربستان د اسامه بن لادن پنوم چې د خلکو ترمخ مړ دی او اوس هم په امریکا کې ناست دی او خپلې مزې کوی وروزو تر څو د امریکا لپاره خدمت وکړې. خو خیر د کرزې دا دوره هم تیره شوه تاسو ټول شاهد حال یی چې سه بد حال وه په هغه حالاتو کې د انتخاباتو وخت هم راورسید. کرزی د انتخاباتو لپاره لاړ پاکستان او ایران ته ځکه خبر وه چې راتلونکې دوره هم زما شی تر څو مافیا باند ته لیږ نور قوت ورکړی نو لدې سره جوخت ۵ کالو کې هیڅ امنیت ونلیدل شو مګر د انتخاباتو په ورځ هیڅ هم ترسره نشو کراره کراری شوه په نا امنو ولایتونو کې رایی وشوې او ولسوالیوکی ډيره عجیبه وه. کله چې کرزی وګټله نو ده خپل مافیا باند قوی کړ او خپل ورور یی په خپل لاس لمنځه یووړ چې لدې واقعې یوازې داود سلطان زوی، مولوی واحد طاقت او څو مشخص نور خلک خبر ول او له هغه نه وروسته یی ربانی لمنزه یووړ چی هر څوک پرې خبر دی او اوس هم کرزی دا پلان لری چې موقتی دوره زما شی دا خبره خدای می دی نه غلطوی کله چې دی پاکستان ته ولاړ او د هغه ځای څخه د بیرته راتګ په وخت کې آمرالله صالح او وزیر د داخلی او وزیر د دفاع یی بدل کړ او د آی آیس آی سپیڅلې ځوانان یی کینول نو هلته له ده سره وعده شوې وه چې ستا لپاره به ۴ کال موقتی دوره رامنځته کووه خو ځینې شرطونه یی ورته لیکلې ول او هغه عملی شول او دده دوره اوس عملی کیږی الله دی پرې ورحمیږی.
    خو افغان ولس ته زما یو سوال ده خپو کې ورته ولیږم سوال ترې غواړم چې خپل غیرت مه ورکوې خپل وطن د مور په شان دې تاسو یو ځل فکر وکړی چې وطن زمونږ مور ده او د هغې پت او عزت نور خلک وینی او زامن یی ورته ولاړ وی هغه وهی او زامن یی ولاړ وی په هغه تیری کوی او زامن یی ورته ولاړ وی نو مونږ افغانانو ته به خلک سه ووایی.
    د وخت ضایع کیدو نه بخشش غواړم
    وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *