تاند- د ځینو راپورونو له مخې د حامد کرزي ځیني پلویان هڅه کوي چې د ده د واکمنۍ موده اوږده شي.

په وروستیو کې په کندهار کې د انتخاباتو د ځنډېدو او د ولسمشر کرزي د دورې د اوږدېدو په پلوۍ غونډې جوړې شوي او حتي د دې غوښتنې په ملاتړ کې په خلکو فورمې وېشل شوي دي.

دا هڅې په داسي حال کې پیل شوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته یوازې اته میاشتې پاتې دي.

 په کندهار او هلمند کې ځیني کسان او ټولنې هلې ځلې کوي چې انتخابات وځنډېږي او حامد کرزی د کار موده اوږده کړي.

تراوسه پوري په دې اړه په کندهار او هلمند کې څو غونډې جوړې شوي او برخوالو یې د حامد کرزي د ولسمشرۍ د دورې د اوږدېدو غوښتنه کړې ده.

دوی استدلال کاوه چې امنیتي حالات د انتخاباتو لپاره مناسب نه دي او د جنوب اوسېدونکي خو په ځانګړي ډول خپلې رایې نه شي استعمالولی.

ځینو نورو ویل چې کرزی تر ټولو مناسب کس دی چې د درېمې دورې لپاره هم ولسمشر وي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې هیڅوک پر له پسې د درېم ځل لپاره ولسمشر کېدای نه شي.

تېره میاشت په لشکر ګاه لوبغالي کې شاوخوا اته سوه تنه قومي مشران، دیني عالمان او سپین ږیري راټول شوي ول. دوی خبرداری ورکړ چې طالبان به اکثره خلک پرېنږدي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.د غونډې یوه برخوال مولوي مهردل وویل که د راتلونکي کال د حمل په شپاړسمه انتخاباتو وشي نو ډېر تر ډېره شل فیصده حلک به رایې واچولی شي.

حامد کرزي په ځلونو ویلي چې د قانوني مودې له پوره کېدو وروسته په واک کې پاتې کېدو ته لېوال نه دی خو ډېر افغانان او نړیوال کتونکي د کرزي پر ژمنو شک کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې حتي د کرزي د کابیني د ځینو غړیو په شمول جګپوړي افغان چارواکي باور لري چې ولسمشر کرزی په پام کې لري چې انتخابات وځنډوي.

په کندهار کې د چارو یو کارپوه احمد شاه سپر وايي، په هغه صورت کې چې د انتخاباتو د ځنډېدو هڅه ناکامه شي د کرزي پلویان غواړي چې د ده د کورنۍ یو بل غړی واک ته ورسېږي.

ډېر کسان وايي چې د ناامنۍ له کبله اکثره خلک په انتخاباتو کې ګډون نه شي کولی. احمد شاه سپر له دوی سره موافق دی چې امنیت جدي ستونزه ده.

امریکايي چارواکو ویلي، که د افغانستان حکومت انتخابات وځنډوي متحد ایالتونه به د افغانستان اوږدمهال ملاتړ او د ملیاردونو ډالرو مرستې ودروي.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې امریکايي چارواکو خپل دا پیغام له کرزي سره په غونډو کې هغه ته رسولی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۱۴ کال له انتخاباتو وروسته د قدرت سوله ییز انتقال د افغانستان د ثبات لپاره خورا حساس دی.

3 thoughts on “د کرزي پلویان د انتخاباتو د ځنډېدو لپاره هلې ځلې کوي”
  1. السلام علیکم محترمو مسلمانو افغا نانو ورونو تا سو فو هیږی چی له احمدشاه بابا تر وسه چی کله دقندهار خلک واک ته ورسیږی او بیا فارسی شروع کړی که تاسو داتجربه وکړی وبه ګوری چی دظاهر خان کورنی کی هیسوک فشتو نشی ویلای او همدا رنګه دی داوود خان کورنی کی او همدا رنګه وس دکرزی کورنی کی فشتو مروجه دی زکه یی مور بی بی هم فارسبانه وه او فاتی دی نوی چی کله فا چاهی ته ورسیږی لکه عربان تر سو چی مړ نوی فاچاهی به فرینږدی ولو که تول قوم یی تبا شی۰ تا سو فو هیږی چی انسان لږ عقل شعور او لږ رحم ولری دنن ورزی فاچاهی به افغانستان کی دهدیری یو منجور هم ونکړی دازکه چی افغانستان کی سه حال دی فه یوه ورز سو کسه ددوی دسلطنت دوره کی وږل کیږی اودافکر وکړی چی قندهار کی لا سومره احمق او جا هل خلق شته چی لا نور هم کرزی غواړی۰ قندهار خو تبا شو زوانان یی تول دملا عمر او کرزی دفا چاهی فه خاطر له خاورو سره خاوری شول ۰ داسی دوعا وکړی چی لویه خدایه زموږ وطن کی هغه سوک فاچاکړی چی رحم ولری مسلمان وی او دهر افغان او مظلوم درد واوری ولوکه وردګ وی که هزاره وی او که تاجک وی او که خارجی وی چی رحیم او مسلمان وی والسلام

  2. افغان له تاریخه عبرت نه اخلي، د استبداد نشه یې له ککرۍ نه وځي تر څو چې ماته نه شي. په تیرو دریو لسیزو کې دا دی دوې ایدیولوژۍ او یو دین د خپلو جاهلو او وحشي مدعیانو لخوا په دې وطن کې په ګونډو شول، چې وروستۍ یې دموکراسي وه چې کرزي خوسا ټیم ، خوسا کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *