جمهور ریس حامد کرزي د انتخاباتي مبارزې له پیله تر اوسه یوه هڅه پیل کړی او هغه دا چې باید له ده وروسته یو داسې شخص جمهور ریس وي یوازې دده په کې ګوډاګی وي.
کرزی اوس د ملت په غم کې نه دی او پخوا هم نه و خو خلکو فکر کاوه چې ددوي دګټې لپاره هم فکرمن دی. ولې کرزی غواړي چې زلمی رسول پاچا شي؟
اول: کرزی غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې زلمی رسول کامیاب شي او هغه د جمهوري ریاست تر چوکۍ ورسوي، ځکه چې ټر په پر پټ کړي په دې معنا چې د تیرو دولسو کالو خطاګانې پټې وساتل شي او خلک ووايي چې خدایه پخوانی کفن کښ وبخښې. کرزی په دې پوهیږي چې که زلمی رسول کامیاب شي نو هغه تر ده هم کمزوری سړی دی، او اداره به يې دده تر ادارې هم کمزوري وي، که چیرې په دې انتخاباتو کې یو قوي کاندید رایه یوسي او جمهور ریس شي نو د حامد کرزي د دیارلسو کالو بوي به نړۍ ونیسي. ځکه چې نوی جمهور ریس به کار وکړي دادره به جوړه شي او د تیر حکومت ټولې نیمګړتیاوې به خلکو ته روښانه شي، خو کرزی په ټولو کاندیدانو کې له اشرف غني ویره لري، ځکه هغه یو مدبره او قوي اداره چي انسان دي، نو ځکه خو يې د انتخاباتو دفتر هم داسې جوړ کړی چې غواړي اشرف غني کمزوری وښيي، کنه خپله ارګ چې زلمي رسول ته کمپاین کوي، هلته يې پروګرامونه جوړیږي له قانون څخه سرغړونه نه ده خو اشرف غني يې بیا په نه خبره پنځوس زره افغانۍ جریمه کړی دی.
دوهم: دا چې که زلمی رسول راتلونکي انتخابات وګټي او جمهور ریس شي نو کرزی او د هغه کورنۍ به بیا هم په واک کې پاتي شي، او هر څه چې دوي يې غواړي اداره به همغه شان څرخوي. دلته کرزی غواړي د زلمي رسول له ضعف او کمزورتیا څخه ګټه واخلي. دریم: جمهو ریس حامد کرزی ولې امنتي تړون نه لاسلیک کوي، او ټینګار کوي چې سوله باید امریکا راولي دا خو په دې خبرو له نن څخه دولس کاله پخوا هم پوهیده چې اوس يې کوي، وايي په افغانستان کې د امریکا د ګټو لپاره جګړه روانه ده، نو ددغو دولسو کالو حکومت کې ولې غلی و؟
دا خو په دې هم پوهیده چې باګرام کې به له اصلي طالبانو سره یو شمیر نور بې ګناه هم بندیان وي، ولې يې غږ نه اوچتاوه؟ او په ورته نورو خبرو هم پوهیده. خو اوس چې ټینګار کوي علت يې دا دې چې امریکایانو ته يې په انتخاباتو کې د زلمي رسول د کامیابولو شرط وړاندې کړی او دا نورې هسې خبرې دي چې ملت ته يې بهانه کړې.
څو ورځې مخکې امریکا اعلان وکړ چې که کرزی نه غواړي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي امریکا به پر انتخاباتو پوکس وکړي، امریکا ولې دا خبره کوله، خو علت يې په پورتنیو کرښو کې روښانه دی یعنې دوي به له زلمي رسول پرته بل چاته کار وکړي، چې دا پر کرزي يو دول فشار و چې هغه د امنیتي تړون لاسلیک ته راکاږي. څلورم: کرزي مخکې له مخکې ددې ټولو کارونو لپاره ټیم جوړ کړی چې لومړۍ کړۍ يې د انتخاباتو دفتر دی، د هیواد په سطحه قوي کمپیوټر پوه اسرار کریمزي دغه پوسټ ته امتحان ورکړی خو د هغه دمقررۍ مخالفت کیږي او تر اوسه نه دې مقرر شوی ځکه چې په پخوانیو انتخاباتو کې د اشرف غني په طرف و، نو ویره لري چې کریمزی به اشرف غني ته کار وکړي او د انتخاباتو په دفتر کې د یو کاندید د کامیابولو لپاره مهمه څوکۍ اي ټي ده. چې دلته هم دوي د خپلې خوښې سړی راولي یا به یې راوستی وي.
نو زما د پای خبرې ښاغلي کرزي ته دا دي چې: ښاغلیه! ریس جمهوره په دې پسې مه ګرځه چې خلک دې بد یادوي او که ښه خو په دې پسې وګرځه چې څه ډول کولای شی ملت له دغه بحرانه وباسې او په دې نه ووځي چې تا کومه لار غوره کړې ده، بلکه دغه ملت یو داسې چاته ضرورت لري چې ددوي اقتصاد، ددوي امنیت او ددوي عزت او ددوي ژوند وژغوري. د خدای په لحاظ که دې د افغانانو زړونو ته ونه کتل الله به دې رسوا او شرمینده کړي، دا ملت نور پوزې ته راغلی سوال درته کوو چې مونږ پریږده دیارلس کاله دې په سپو وخوړو دیارلس کاله دې راباندې چپه میچنې وچلولوې نور مو لاسو کې دم نشته دمه راکړه. د هغو يتیمانو، کونډو، او بې سرپرسته شو کورنیو حالت ته وګوره چې سهار او ماښام یوې ډوډۍ ته حیران وي، د هغو خلکو حال ته وګوره سهار او ماښام ګریوانونه په تړمو اوښکو لامده وي، هسې نه چې سرونه درپسې سرتور کړي. هیله ده، سوال دی او زاري ده.
ډیره ښکلی او له ریښتیا ډکه لیکنه ده او ما خو تری دا برداشت کړه چی افغان ملت ته خدای پاک آخری چانس د یو سوکاله او سرلوړی افغانستان د جوړولو لپاره د ښاغلی اشرف غنی احمد زی صیب په بریا کی رالیږلی ده خو هر هغه وزیر والی او یا نور لوړ پوړی دولتی چارواکی چی ددی ټیم په خلاف له بل نومانده چی نه نوم لری او نه ریښی مالومی دی ملاتړ کوی دوی د افغانستان اصلی او داخلی دښمنان دی(دلستوڼی ماران) او نه پریږدی چی داملت نور د سوکالی او ثبات په لور یون ولری او له خلکو می دا غوښتنه ده چی لارو او کوڅو ته راووځی اوددی داخلی دښمنانو دا دسیسی شنډی کړی ځکه موږ هسی له خارجی دښمنانو سر ټکوو ددی وطن اصلی دښمنان خو له دی خاوری تغذی کیږی هم او بیا یی پر ضد داسی نا پاکه دسیسی جوړوی نور د خدای لپاره بس دی او ددی خلکو آزار مه اخلی
منندوی په افغانی مینه