بدلون

د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۳ مه / پرلپسي ۷۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ ثور/۱/ ۱۳۹۵

تېره سه شنبه د حمل پر ۳۱- مه د کابل په اوله حوزه، پل محمود خان سیمه کې، په ملي امنیت پورې اړوند رجال برجسته ریاست باندې د لارۍ بم په واسطه ډلییز ځانمرګی برید وشو، څرنګه چې دا یوه ډېره ګڼه ساحه ده نو د پېښې مطلق اکثریت قربانیان یې ملکيان، سپین ږيري، ښځې او کوشنیان ول چې ۶۴ پکښې شهیدان او ۳۴۷ تنه هم زخمیان شول؛ طالبانو د دې غټې بشري تراژیدۍ ویاړ د ځان وباله.

طالبانو، چې د ۱۳۹۵ کال په مبارکي کې یې افغان ولس ته (عمري عملیات) ډالۍ کړي ول او په جبهه یي جنګ کې یې د خپلو هیلو خلاف ځپونکي ګوزارونه وخوړل، نو ممکن د خپلو جګړه مارانو د مورال لوړاوي لپاره یې د افغانانو دا قتل عام بلا بریا بللې وي.

د څېړونکو له خوا دا یوه بېسارې خونړۍ فاجعه ونومول شوه، څومره چې دا غمیزه زوروره وه نو په هماغه تناسب یې په وړاندې، په ملي و نړیواله کچه د غندنې غبرګونونه پراخ و ژور ول او ویل کيږي چې د طالب پر نوم، تحریک او  ایډیولوژې باندې تر اوسه د دغسې یوه خپاره لعنت و نفرت لپاره هماهنګه اجماع نه وه ریکارډ شوې.

د بشري حقونو د نړیوال سازمان په شمول، د نړۍ سترو هیوادو و سازمانو او په افغانستان کې ټولو سیاسي، مدني جریانو، په انفرادي و جمعې سطحه دا یو وحشي جنګې جنایت وګاڼه.

په دې عکس العملو کې دوه یې ډېر جالب و د تبصرې وړ دي؛ د تاریخ دا تریخ طنز دلته درته روښانوو:

یو- پاکستان هم دا برید وغانده؛ موږ باور لرو چې نور به نو د ځمکې پر مخ داسې کس او داسې سازمان پاته نه وي چې د پاکستان پر دولتي تروریزم، د تروریزم پر تولید، افغانستان، سیمې او آن نړۍ ته د هغه پر صدور باندې شکمن اوسي؛ پاکستان، په ۱۹۴۷ کې د خپل مصنوعي وجود څخه را وروسته او په تېره بیا د ذوالفقار علي بوټو د صدراعظمۍ مهال، د شهید داؤدخان د قانوني او وطندوست حکومت پر ضد د افغاني اخوانیانو د شیطاني بغاوت او د پاکستان لمنې ته تر لوېدو راهیسې، همېشه د افغانستان په بدن کې سره زخمونه جوړ کړي، بیا یې د دې زخمو له منظرې څخه لکه له ګل سُرخه مزې اخیستې او چې کله یې سیاسي منافقت ایجاب کړې نو د تمساح اوښکې یې هم پر توی کړي دي؛ د خوشحال بابا فرموده دلته تر ټولو دقیق صدق کوي:

هم مې و وژني پخپله، هم پر ما باندې ژړا کا

څه ښه یار دی، ښه یې مینه، وژل هسې، شیون هسې

دوه- دا د عقلاني- سیاسي شعور حکم نه دی چې یو ملت او دولت دې له بل څخه د دې اخلاقي الزام هیله ولري چې زړه ور باندې وسوځوي او دانساني رابطې پر اساس دې نه ټپونه پکښې جوړوي او نه دې وروسته مالګې پر دوړوي؛ له بده مرغه دا د دنیا سیاسي معمول دی چې هر هیواد و ټولنه د خپلو ملي ګټو ساتنې لپاره خپلې ستراتیژۍ لري، پروا نه کوي که یې دا ستراتیژۍ د نورو د بشري فاجعو په قیمت تطبیقيږي خو دردوونکي وضعیت دا دی چې د یوه ملت رهبران و غړي د سیاسي مسخې او وجداني فلج هغه برید ته ورسيږي چې خپل ولس په خپل لاس او په لوی لاس د بحران د پاڼ څنډې ته ور کشوي او د پردیو د مفاداتو د تامین و تضمین لپاره یې د نېستۍ تاترین ته ور ټېل وهي؛ له ډېره- ډېره بده مرغه چې د دغسې سیاسي مشرانو یوه بارزه بېلګه مخکنی ولسمشر حامد کرزی دی؛ موږ زیات متاسف یو چې د خپل هیواد پر یوه داسې ولسمشر دغسې د پردیو د ګټو تامینوونکی تور لګوو چې هغه په ډېرو ناوړو شرایطو کې د افغانستان رهبرۍ ته اوږه ور کړه، دغه ملک یې د افغانانو لپاره څه نا څه د تنفس په سیمه بدل کړ، ډیموکراسۍ او د بیان آزادۍ او د تعلیم و تحصیل لپاره یې زمینه سازه کړه؛ دا بېل بحث دی چې آیا دا واقعي و منصفانه ده چې د دغو ټولو بریاوو و پرمختیاوو کریډیټ باید ده ته ور کړه شي یا یې د نړیوالو سیاسي شرایطو په حکم د دنیا پلان و ضرورت وبولي؟

 شک نشته چې د نوموړي په وجود کې افغانستان د مثبتو تحولاتو و تغیراتو پر خوا ګامونه واخیستل خو له دې سره- سره، څومره سیاسي اشتباهات، چې ښاغلی کرزی یې مرتکب شو، لا هم دوام ور کوي او نور یې نو اشتباه نه بلکې ستره سیاسي ګناه بللای شو، نو ممکن د بل واکمن بېلګه یې لږ و ښوولای شو.

د کابل پر ناوړه بشري فاجعه باندې د محترم کرزي دفتر هم خواشیني وښوده خو څوک څه پوهیږي چې د دغسې خواشینۍ په ژبه یې، همدې پېښې ته څومره د خوښۍ ګوړې زبېښلې وي؟ ځکه نوموړي چې د ارګ په بېخ کې د ملي وحدت حکومت پر ضد د توطیو کوم سنګر نیولی او شپه و ورځ ټول معلوم الحال وطن دوښمنه رجال، قاتلان، فاسقان، فاجران، مرتجعین او خودغرض اشخاص ور مات وي، دوی یوه لحظه هم د حکومت له ځپلو، بدنامولو او ناکامولو څخه وزګار نه وي نو ډېره منطقې ده چې باید هره هغه حادثه چې د دولت د کږېدو و نړېدو سبب کيږي، د دوی د هرکلي وړ ده؛ د سه شنبې فاجعه د حکومت پر پرستیژ سخته ضربه وه او دا ضربه که د حامد کرزي تر نظارت لاندې د اپوزسیون او مخالف په نوم هرې ډلې ته په لاس ورغلې وای، ممکن له واردولو یې ډډه نه وای کړې.

که طالب ویاند د دې جنګي جنایت مسؤلیت په ټول افتخار مني نو په دې افتخار کرزی او حواریون یې ځکه ور شریک دي چې نوموړي تل طالبان خپل وروڼه بللي او هر چا چې له طالب سره د ده پر ورورۍ اعتراض کړی او دا اعتراض په ملي و هماهنګه توګه پر وارد شوی نو ده یې په غبرګون په بیا- بیا ویلي چې په کیسه کې مو هم نه یم، بیا وایم او بیا وایم چې طالب مې ورور دی او تر ننه او تر همدې شېبې یې هم ورور بولي.

که له چا سره لږ عقل هم وي نو دا سوال ور ته پیدا کېدای شي چې د کرزي دغو نامشروع وروڼو، چې په دا ۱۶ کاله یې د ده پر اولاد باندې د قیامت ساعت نوی کړی او د تاریخ له تر ټولو بې مثاله جنګي جنایاتو سره یې د ده ملت مخ کړی نو ده یوه ورځ هم لعنت پر و نه وایه بلکې تر هرې خونړۍ غمیزې وروسته یې بیا- بیا وروڼه ور ته ویلي؛ هغه ملت چې دا ۱۶ کاله د طالباني جنایاتو په نتیجه کې د خپلو اولادو و خپلوانو زخمو، جسدو، جنازو و قبرو ته ناست وي او بیا دغو جهاني جنایتکارانو ته د خپل ولسمشر له خوا مسلسل د ورور خطاب اوري، دوی به څرنګه احساس کوي او د دغه مشر توقع به له خپل ملت څخه څه وي؟ او هغه پوځ و پولیس به د خپل دوښمن پر ضد په کومه روحیه، مورال و انګېزه اتلواله مبارزه وکړي چې سراعلی قومندان یې نه پخلا کېدونکی او تر ټولو بې رحمه غلیم خپل نازدانه ورور معرفي کوي؟

راځئ چې د یو څو شېبو له پاره خپل حب و بغض یوې خوا ته کړو، په خپلو ګرېوانو کې سرونه وځړو او بې طرفانه فکر وکړو؛ ښاغلي کرزي چې دا ۱۶ کاله، نه یوازې طالب ته خپل ورور ووایه بلکې هر جنګسالار، هر قاتل، هر فاسد، هر خاین، هر غاصب، هر قاچاقبر او هر د پردیو مزدور جاسوس یې تر خپلې زرغونې چپنې لاندې وساتی، وژغوری، وروزی، وپړسوی، پر ملت یې وتپی او تر ټولو ناوړه خو یې لا دا، هغوی چې پخوا به یې په ایله جاري ډول جنایتونه کول نو ده یې پر جنایاتو، فساد او خیانتو د اساسي قانون ماسک هم ور هوار کړ نو:

آيا په ساده و سطحي منطق سره هم دا نتیجه نه شو اخیستای چې د محترم کرزي، د هغه د ورور طالب، مجاهد، جنګسالار، قاچاقبر، جاسوس، قاتل، غاصب رشوتخور، القاعده، داعش، پاکستان او تروریست ماهیت یو دی؟ آیا دا رشتیا نه ده چې جګړه مار راپکښې سره زخمونه جوړوي او کرزي غوندې سیاستمداران مالګې پر را دوړوي؟

موږ یو وار بیا وایو چې پر ملي وحدت حکومت او ځانګړې توکه ولسمشر محمد اشرف غني باندې، د هغه د بې قاعدې سیاست له امله یو زر و یو اعتراضه لرو او په وارو- وارو مو ځوان نسل له دغو سیاسي کمزوریو او اشبتاهاتو څخه درس اخیستو او په قاعدمن سیاست، تعقل و تفکر سره د افغانستان د راتلونکي سرنوشت سمبالېدو ته رابللی دی خو له دې ټولو سره – سره ځمکني واقعیتونه، کورنۍ، سیمه ییزي او نړیوالې افغان ضد لوبي هم نه هېروو، څلوېښت کلن جنګي شرایط او تروریستي وحشتونه هم له نظره نه اچوو او دغو حقایقو ته په کتو سره موجود حکومت ځکه دمګړی راته بې بدیله ښکاري چې په مخالفت کې یې جګړه مار، داړه مار او فساد سالار ولاړ دی او د خپل استبداد و بېداد د تداوم لپاره یې د را چپه کېدو لېونۍ چېغې وهي.

دا به کوم عقل ومني چې استاد پروفیسور عبدالرب رسول سیاف دې رشتیا هم د افغانستان د ثبات و ساتنې سروال او د حکومت بدیل اوسي؟ دی خو له خپل ټول کم و کیف سره نړۍ استفراق کړی، افغان ولس رټلی او د ښاغلي حفیظ منصور، چې دی خپله هم د جهادي جریان لیکوال دی، دا تحلیل عجیب واقعبینانه دی چې په انتخاباتو کې ډېره ښه ثابته شوه چې د ولس استاد سیاف غوندې شیخ الحدیث او د دین عالم نه دی په کار ځکه یې له خپلې رایي محروم کړ بلکې اشرف غني غوندې ډیموکراټ روشنفکر یې خوښ دی ځکه یې په خپله رایه کامیاب کړ.

ته وا ډېره لویه سادګي به نه وي چې ډاکتر انوارالحق احدي دې د اشرف غني الترناتیف قبول شي، هغه چې نه یوازې د کرزي په دوران کې یې د فساد بیان ته د سړی سد له سره ځي بلکې خپله افغان ملت ګوند هم په خورا نفرت و حسرت سره طلاق کړ؟

وایي چې ملنګ ته د سپیو سلا یوه وي، ملنګ اشرف غني باید په دې پوه شي، چې له بده مرغه تر اوسه په دې حصه کې ناتوانه دی، چې د پاکستان، طالب، کرزي، سیاسي مخالفینو، مجاهدینو، جنایتکارو، مفسدانو، بېسوادانو، جاسوسانو، او افغان دوښمنه افرادو و اجماعو سلا ور ته یوه ده، که غواړي چې د دې ټولو بلاوو بریالۍ مقابله وکړي نو دې خپل ولس ته مراجعه وکړي، له ترهګرو سره د سولې پر ځای دې له خپلو خلکو سره سوله وکړي، ټول تمرکز دې خلکو ته پر خدماتو رسولو  وکړي، د فساد پر ضد دې جدي شي، فرامین دې د شرایطو مطابق داسې جارې کړي چې ملاماتوونکې فشار ته یې بېچاره خلک اوږه ور نکړي چې نور هم له وطن او حکومته بېزار شي.

که دولت ملت د ځان کړ، چې په اسانه خپلیږي ځکه افغانانو نور خپل دوست و دوښمن ډېر ښه پېژندلی خو له بدې ورځې د خپل غلیم په لمن کې سقوط کوي، نو بیا د هر تروریست و فاسد ملا ماته وبولئ او د دې نتیجه به دایمي سوله و ثبات وي.

کله چې کرزی په خوشحال بابا فکري بهیر کې د حمل پر ۲۶- مه یو ځل بیا د افغانستان سوله د پاکستان او امریکا په لاس کې بولي او له بده مرغه چې ور ته ناست نخبګان یې په چکچکو بدرګه کوي نو دا په څرګنده د یوه پنځه زره کلن ملت د هستۍ و هویت څرګند سپکاوی کوي او د دې ملت له خوا د رامنځته شوي حاکمیت د حیثیت په لمن د ملي ذلت تور لګوي؛ یعنې موږ هیڅ یو، هر څه پاکستان او امریکا ده.

 دلته ملت ته یو څه فکر په کار دی، کله چې کرزی د پاکستان او امریکا پر ضد د خلکو د غولوني لپاره د مخالفت نارې وهي او بیا د افغانستان د سرنوشت ټاکلو ټول کریډیټ همدغو هیوادو ته ور کوي او خپل ملت و دولت مطلق بې معنا ثابتوي نو که تاسو د ښاغلي کرزي او د هغه د حواریونو سرتېري هم و اوسئ، د نوموړي دغه سیاسي تفکر به څنګه ارزوئ؟

دا زموږ د ځوان سیاسي نسل لپاره د درس اخیستو جالب فرصت دی؛ هیله ده چې سیاستونه او جریانونه د عقل په تله وتلو او منطقې پایلي واخلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *