زعفران

تاند- د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، راتلونکې (لمریز) کال به په درست افغانستان کې ۱۲ زره کروندګرو ته د زعفرانو د کرلو زده کړه ورکړای شي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویندوی لطف الله راشد نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل، د زعفرانو د کرلو، حاصل اخیستلو او تولید د پراختیا پنځه کلن پلان جوړ شوی دی. په دې پلان کې د زعفران د کروندو پر زیاتولو سربېره کروندګرو ته د زعفرانو د کرلو او حاصل اخیستلو چل ورزده کول هم شامل دي.

د افغانستان د کرنې وزارت ویندوی همداراز وویل، راتلونکی کال به د هیواد د ۳۰ ولایتونو کروندګرو ته د زعفرانو ۵۰۰ ټنه غوزې ووېشل شي.

حاضردمه که څه هم په نړۍ کې تر ټولو زیات زعفران په ایران کې کرل کېږي خو د کیفیت له نظره د افغانستان زعفران لومړی مقام لري.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت غواړي چې په ۱۳۹۶ کې په هیواد کې د زعفرانو د کیفیت د اندازه کولو دوه ستر لابراتوارونه او د زعفران د پروسیس ۱۰ مرکزونه جوړ کړي.

د کرنې وزارت ویندوی وايي، زر جریبه مځکه به د زعفرانو د ښه حاصل د ازمویلو لپاره ځانګړې شي او زعفران به پرې وکرل شي.

افغانستان چین او متحده عربي اماراتو ته د زعفرانو د صادرولو په اړه څو سږ کال ۲ قراردادونه لاسلیک کړل او چین چمتووالی ښوولی چې د افغانستان زیات زعفران واخلي.

سږ کال په افغانستان کې ۶ ټنه زعفران لاس ته راغلل چې تر تېر کال یو ټن زیات ول.

ایران په کال کې ۲۰۰ ټنه زعفران تولیدوي.

افغانان هیله لري چې زعفران به د کوکنارو ځای ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *