لیکنه: نګین کرګر
ایډېټ: سیف خوستی
سږ کال د جنوري په یوویشتم د چین په اوهان ولایت کې، پنځلس تنه روغتیایي کارکونکي د کرونا په ویروس ککړ شوي وو.
ساینس پوهان وایي چې دا ویروس ساري دی. یانې له انسان څخه انسان ته تلی شي. خو دې مخکې په چین کې باور دا و چې: کرونا ویروس یواځې له حیوان څخه انسان ته تلی شي.
سږکال د جنوري په دوویشتم د روغتیا نړیوال سازمان ددې لپاره غونډه وکړه چې: ایا کرونا ویروس عامه خطر یا وېره اعلان کړي او که نه؟
“نیچر” یا طبیعت چې باوري څیړنیز ژورنال دی، لیکي چې: دوی د چین له روغتیایي سازمان څخه، ددغه ویروس (کرونا) د DNA مالومات خپله هم غوښتي او هم یې باید له نورو هېوادونو سره شریک کړي.
له څیړونکو سره د کرونا ویروس په هکله یوه لویه پوښتنه داده چې: دا ویروس څه ډول خپریږي؟ د ډي ان ای په باب یې مالومات څه دي؟
ځینو څیړونکو پر دې ویروس له ککړو کسانو څخه ځینې مالومات ترلاسه کړيدي او هیله یې داده چې: د مالوماتو په ترلاسي به وکولای شي چې درمل یې ومومي.
دا وخت د چین هېواد اوهان ولایت، چې یوولس میلیونه نفوس لري، قرنطین شوی او ټولې لارې یې تړل شویدي. همدارنګه د اوهانګاګ په نوم یو بل ښار، چې د اوهان په اویا کیلومترۍ کې پروت دی، هم تړل شوی.
د جنوري په درویشتمه دا نظر رد کړای شو چې: د کرونا ویروس له حیواناتو او په ځانګړي توګه له مارانو څخه انسان ته انتقالیږي. په دې اړوند د ګلاسګو پوهنتون ساینس پوهانو وویل چې: دا شونې نه ده چې، ویروس دې له ناتي لرونکو حیواناتو څخه تي لرونکو ته انتقال شي چې انسان هم پکې شامل دی.
په همدغه ورځ(جنوري ۲۳) نړیوالې روغتیایي ټولنې یا سازمان، نړیوال بیړنی حالت اعلان کړ او ويې ویل چې: د دریمې نړۍ هېوادونو لپاره، دا یوه لویه بشري ستونزه کیدای شي.
د جنوري په اوویشتم، د کرونا ویروس له امله اتیا کسان مړه او دوزره اوسوه کسان، په دې ویروس ککړ حساب شوي. دا ویروس لا تر اوسه د پنځو واړو براعظمونو هېوادونو ته رسیدلی دی.
د المان د لوبیک پوهنتون ساینس پوه له دوزره دویم کال نه راپدېخوا ددې ویروس د درملو پر جوړولو اخته دی. هغه وخت په نړۍ کې د SARS ویروس اپیدیمي(ناروغي) خپره شوه. نوموړی ساینس پوه اوس غواړي چې: خپل جوړکړل شوي درمل، د چين په اوهان کې پر حیواناتو ټسټ یا وازمایي.
له ساینس پوهانو سره یوه پوښتنه دا هم وه چې: پر کرونا ویروس یو ککړ کس نور څومره کسان ککړولی شي؟ دوی وموندله چی دا ویروس په ډېره چټکۍ سره خپریدلی شي.
د جنوري په اته ویشتم پر کرونا د ککړو کسانو شمیر 4500 ته ورسیده چې: سل کسان یې مړه کړل. په دې کې اوه دیرش تنه له چين بهر د نورو هېوادونو ښاروندي وو.
د جنوری په نهه ویشتمه، د لومړي ځل لپاره، د استرالیا ساینس پوهانو دا ویروس په لابراتوار کې وموند. دوی به د روغتیا نړیوال سازمان په مشوره، ترلاسه شوې پایلې د نړۍ له نورو ساینس پوهانو سره هم شریکې کړي چې، درمل یې ومومي.
په دیرشم د جنوري، د روغتیا نړیوال سازمان دا ویروس یوه نړیواله ترهه یا وېره وبلله.
د فبروري په اوومه پر دې ویروس د ککړو کسانو شمېر، په ټوله نړۍ کې دېرشو زرو تنو ته ورسید چې، 630 يې مړه شويدي. ساینس پوهان هڅه کوي چې: ددی ویروس ژوندیو سمپلونو یا نمونو ته لاس رسی پیدا کړي تر څو وکولای شي چې: د انسانانو د روغتیا لپاره اغیزناک دارو درمل جوړ کړي.
دا ویروس په نیمه شپیتمو کلونو کې په برتانیا کې وپېژندل شو. خو کرونا ویرویس د ویروسونو یوه کورنۍ ده چې: له عادي زکام نه تر سارس” SARS” ويروس پکې شامل دي. عادي زکام ویروس د پزې په مخاطي غشا کې ځای نیسي. یا د نمونیا ویروس د تنفسي سیستم پاسنۍ برخه ککړوي. نوی پيژندل شوی ویروس کرونا، د سږو په ژورو کې ډېرېږي. ځکه ددې ویروس په سر کې چې کومه تېره څوکه ده، هغه په سږو کې ځای پر ځای کیږي او بیا هلته ډېریږي. د کرونا په ویروس ککړ کس ځکه ساه نشي اخیستی. نو ځکه باید ورته اکسیجن ورکړل شي.
ماخذ : Nature a Research journal